د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار هېواد ته ستون شو؛ کابل ته یې د سفر هدف څه و؟


د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په کابل کې خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه او خپل هېواد ته ستون شو.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په دې اړه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: "د ملي امنیت سلاکار معید یوسف او ورسره ملګری پلاوی یې له ګټورې لیدنې وروسته له کابله روان شو. د لیدنې په ترڅ کې یې په دوه اړخېزو خبرو اترو کې په بشر دوستانه ښکېلتیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د خلکو ترمنځ د اړیکو په برخه کې د اسانتیاوو په زیاتولو تمرکز کړی."

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي نن یکشنبه (د سلواغې ۱۰) سهار ازادي راډیو ته ویلي و چې طالب چارواکو پاکستاني پلاوي سره په خبرو کې پردې ټینګار کړی او ویلی یې کومې ژمنې(د دوه اړخیز باور رامنځته کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه همکاري) چې دوی یې کوي، پر هغې دې عمل وکړي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي

نوموړي دا هم ویلي و چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار به نن هم له یو شمېر طالب چارواکو سره وګوري.

د طالبانو حکومت پرون د دغو لیدنو کتنو په اړه په خبرپاڼه کې وویل چې دواړو لوریو پر ټاپي، ټاپ، کاسا زر او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسپنۍ پټلۍ پر پروژو هم خبرې کړي دي.

ټاکل شوې وه معید یوسف د جنورۍ په اتلسمه په دوه ورځني سفر کابل ته راشي، خو هغه مهال یې سفر ظاهراً د هوا د خرابوالي له امله وځنډېد او نوموړی پرون په ناڅاپي ډول کابل ته راغی.

له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، دا په لوړه کچه درېیم پاکستانی پلاوی دی چې افغانستان ته سفر کوي.

XS
SM
MD
LG