د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

د بزګر جشن پيل؛ ملا برادر: د کورنیو تولیداتو ملاتړ به افغانستان په ځان بسیا کړي


د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا لومری مرستیال عبدالغني برادر
د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا لومری مرستیال عبدالغني برادر

د کابل په بادام باغ کې د بزګز څلور ورځني جشن پیل!

دا جشن چې هر کال د حمل میاشتې په دوهمه نېټه پیلېده سږ کال په داسې حال کې څلور ورځې په ځنډ پیل شو چې په افغانستان طالبان واکمن دي.

د دې څلور ورځني جشن په پرانیسته کې چې د شنبې په ورځ وشوه او د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري تنظیم شوی د طالبانو د حکومت لوړپوړو چارواکو، بهرنیو ډیپلوماتانو، د ګڼو وزارتونو چارواکو او بزګرو ګډون کړی و.

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا لومري مرستیال عبدالغني برادر په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې که د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د پلور او پېر لپاره‌یې په هېواد دننه او بهر د بازارموندنې په برخه کې فرصت برابر شي افغانستان به د ځان بسیاینې په لور بوځي.

ښاغلي برادر وویل: "یو ملک ته د فقر لاس نیول او د مرستې غوښتنه په دې افغانستان پرمختګ نه‌شي کولای، دا به یوې یا دوو میاشتو لپاره د خلکو اړتیا پوره کړي، خو د تل لپاره‌یې نه‌شي دفع کولای، موږ باید ټول سره لاس ورکړو شپه او ورځ په ځان یوه وکړو داسې یو نظام راولو چې د افغانستان خلک په ځان بسیا شي."

ارشیف، افغان کروندګر
ارشیف، افغان کروندګر

عبدالغني برادر بزګرو ته د ملاتړ ژمنه ورکړه ویې‌ویل چې د طالبانو حکومت په نږدې ورځو کې د داسې یوې سترې پروژې د عملي کېدو په حال کې دی چې تر نیمایي افغانستان کرنیزې ځمکې به خړوبې او د کرنې لپاره ګڼ فرصتونه رامنځته کړي، خو د دې پروژې په اړه‌یې نور جزئیات ورنه‌کړل.

بل‌خوا په همدې ورځ د اوبو ملي کنفرانس په لړ کې د طالبانو د حکومت د اوبو او برښنا وزارت مرستیال مجیب‌الرحمن عمر وویل، دوی هڅه کوي چې سږ کال ټولو خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو د رسولو زمینه برابره کړي او د لسګونو نویو بندونو د ډیزاین او جوړولو خبر یې هم ورکړ.

خو ښاغلي عمر له نړیوالو وغوښتل چې په دې برخه کې دې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دی وايي: "موږ دوی ته ډاډ ورکوو چې رادې شي او په دې برخه کې دې پانګونه وکړي او د افغانستان په دې سترو او ارزښت لرونکو سرچینو ساتلو کې دې موږ سره همکار وي او زموږ ملاتړ دې وکړي موږ به د دې لپاره چاپېریال خوندي وساتو."

د نوموړي په خبره، افغانستان هر کال د ۶۹ میلیارد متر مکعب اوبه لري، خو یوازې ۳۰ سلنې ته‌یې لاسرسی شته.

د بزګز په ملي جشن کې د څلورو ورځو لپاره د کورنیو تولیداتو نندارتون هم جوړ شوی چې عام خلک هم ورتلی شي او دا تولیدات وپېري او ویل شوي چې د ځینو کرنیزو تولیداتو لپاره د شرکتونو ترمنځ به تړونونه هم وشي.

ارشیف، ځیني افغاني تولیدات
ارشیف، ځیني افغاني تولیدات

د طالبانو حکومت په داسې حال کې د اوبو ملي کنفرانس او د بزګر ملي جشن پیل کړ چې دا مهال په دغه هېواد کې د اقتصادي کړکېچ له امله ډېری افغانان له بې‌وزلۍ سره مخ او د نړیوالو بشري مرستو ته اړ دي.

د بې‌وزلۍ لوړه کچه په ماشومانو کې د پراخې خوارځواکۍ لامل هم ګرځېدلې چې د روغتیا نړیوال سازمان‌یې په وار وار په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG