د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د ښوونځیو پیل ته چمتووالی؛ طالبان: په شرعي او ملي معیارونو برابر لباس ته دې پام وشي


یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې
یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې

د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، سبا به د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم، ټول هغه ښوونځي پرانیستل شي چې تېرو نږدې اووه میاشتو کې د نجونو پر مخ تړل شوي وو.

دغه وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې افغانانو ته ډاډ ورکړی چې د ټولو ښوونیزو او روزنیزو حقونو ته ژمن دي.

واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بندې وې چې اوس‌یې بېرته د پرانیستې زېری کېږي.

د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو په یوه اعلامیه کې لیکلي، له خپلې ټولې وړتیا او امکاناتو په ګټې اخیستو هڅه کوي چې نوي ښوونیز کال کې د زده‌کوونکو لپاره مناسب چاپېریال او لازم ښوونیز او روزنیز شرایط برابر کړي.

د دغه وزارت د نشراتو رئیس او ویاند عزیز احمد ریان د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۱ کال د وري ۰۲» ازادي راډیو ته وویل: "سبا ورځ د ۱۴۰۱ کال د وري یا حمل په درېیمه نېټه، د افغانستان ټول ښوونځي، مدارس او ښوونیز مراکز پرانیستل کېږي. په همدې مناسبت د کابل په ښار کې شانداره مراسم نیول کېږي."

د نوي ښوونیز کال د پیل او د ټولو ښوونځیو د پرانیستې په تړاو د طالبانو د پوهنې وزارت خپره کړې اعلامیه کې ټولو اړوند ادارو ته لارښوونه کړې چې د باکیفیته زده‌کړو او د مناسب ښوونیز او روزنیز چاپېریال لپاره شرایط برابر کړي.

د افغان نجونو یو ښوونځی
د افغان نجونو یو ښوونځی

د طالبانو پوهنې وزارت له ټولو ښوونکو او زده‌کوونکو غوښتي چې په پوره ډاډ خپلو زده‌کړو او تدریس ته دوام ورکړي او دوی هر ډول حقونو ته ژمن دي.

دې وزارت پر والدینو هم غږ کړی چې خپل اولادونه له هر ډول تبعیض پرته ښوونځیو او نورو تعلیمي ادارو ته واستوي.

د طالبانو پوهنې وزارت له ښوونکو او زده‌کوونکو دا غوښتنه هم کړې چې باید د خپل لباس او یونیفورم په برخه کې شرعي او ملي معیارونو ته پام وکړي.

خو د دې وزارت ویاند عزیز احمد ریان ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه د ښځینه ښوونکو، زده‌کوونکو او نورو لپاره ځانګړی یونیفورم نه‌دی وړاندیز شوی.

هاخوا یو شمېر ښوونکې او زده‌کوونکې که څه هم د ښوونځیو بیا پیل ته خوښې دي، خو وايي، دوی له وړاندې هم اسلامي او ملي لباسونو کې ښوونځیو ته تلې.

نادیه چې د ریاضیاتو استاده ده، د ښوونځیو د پیل په اړه‌یې ازادي راډیو ته وویل: "زه بې‌صبرانه منتظره یم چې سبا ولاړه شمه او خپلو ګلونو زده‌‌کوونکو ته درس پیل کړم. دا یو ډېر نېک او اساسي اقدام و. که د حجاب او یا هم نور مسایل وي، دا په تېر حکومت کې هم مراعت کېده. دا زموږ د ګلونو شاګردانو لپاره لویه خبره نه‌ده."ګ

د افغانستان هرات ولایت کې د نجونو یو ښوونځی
د افغانستان هرات ولایت کې د نجونو یو ښوونځی

اقرا د ۱۲م ټولګې زده‌کوونکې ده وايي، هیلو ته د رسېدو تړلې لار یې پرانیستل شوه.

دا وايي: "خپلو ټولو کلتوري او فرهنګي ادابو ته په کتو به چې یو یې حجاب دی، خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوو. زه خوښه یم چې خپلو هیلو ته به ورسېږم."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اکسټ له ۱۵مې راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه نه‌ده ورکړې چې ښوونځیو ته ولاړې شي، خو ښکاري چې په کور دننه د افغانانو د پراخو غبرګونونو او د نړیوالو د فشار په پایله کې یې ومنله چې سبا ټول ښوونځي پرانیزي.

د نجونو د ښوونځیو د پیل لپاره د طالبانو د حکومت شرایط د نجونو او هلکانو د ټولګیو جلاوالی او تر خوا یې اسلامي حجاب و، هغه چې زده‌کوونکې او ښوونکې وايي، له وړاندې هم د نجونو او هلکانو ښوونځي جلا او دوی په یوه مناسب حجاب کې ښوونځیو ته تلې.

XS
SM
MD
LG