د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

بې وزلي او د روغتیايي خدماتو کمی؛افغانستان کې په اولاد د میندو مړینه زیاته شوې


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په افغانستان کې په اولاد د میندو د مړینو شمېر یو وار بیا مخ په زیاتېدو دی.

د بې وزلۍ د ډېرېدو، د بهرنیو مرستو او د روغتیايي خدماتو د کمېدو له کبله په اولاد د میندو د مړینو شمېر ډ‌ېر شوی دی.

په ۲۰۰۱م زیږدیزکال په افغانستان کې له هرو یو لکو میندو ۱۶۰۰ د ماشوم په زېږون مړې کېدې، په تېرو دوو لسیزو کې د روغتیايي خدماتو د ډېرېدو په نتیحه کې دا شمېر په هرو یو لک میندو کې ۶۴۰ ته راټیټ شو، خو د تېرکال په اګسټ کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته له افغانستان سره نړیوالې مرستې کمې شوې او له بلې خوا د افغانانو بې وزلي په شدت زیاته شوه چې په نتیجه کې یې په اولاد د میندو د مړینو شمېر هم په زیاتېدو دی.

د روغتیايي چارو متخصصان وايي، د بهرنیو مرستو د کمېدو ترڅنګ کرونا وبا خپرېدو او بې وزلۍ هم د میندو د مړینو له زیاتېدو سره لاس یو کړی دی.

د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې مرستندویو هېوادونو افغانستان کې پر روغتیايي خدماتو د کال تر یو میلیارد ډالره زیاتې پیسې لګولې.

د ملګرو ملتونو یونسیف اداره وايي، د ۲۰۲۱ د اګسټ د ۱۵ له پېښو را وروسته په افغانستان کې طبي او روغتیايي خدمات د سقوط په درشل کې دي، د ښځو او ماشومانو د ژوند ژغورنې اسانتیاوې له ۲۰ تر ۳۰ سلنې پورې کم شوي دي.

د امریکا د جان هاپکېنز پوهنتون د عامه روغتیا متخصصه نادیه اکسیر وايي، ښايي په افغانستان کې د ولادت په لړ کې د میندو د مړینو شمېر د ۲۰۰۱ کال حد ته بېرته رسېدلی وي.

که څه هم تراوسه پورې په اولاد د میندو د مړینو په اړه کومه کره سروې نه ده شوې، خو روغتیايي متخصصان اندېښمن دي چې په دې برخه کې وضعیت په خرابېدو دی.

XS
SM
MD
LG