د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

کالم: د بریتانیا افراطي وسله وال افغانستان ته ځي، دا هېواد په ترورستي ځاله بدلېږي


د بريتانيا د کورني استخباراتو مشر کین مک کالم
د بريتانيا د کورني استخباراتو مشر کین مک کالم

بريتانیا افغانستان ته د دغه هېواد د تُندلارو پر ورتګ اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بريتانيا د کورني استخباراتو مشر وايي، د دغه هېواد یو شمېر افراطي وسله وال له ترهګرو ډلو سره د يو ځای کېدو لپاره افغانستان ته روان دي.

کین مک کالم زیاته کړې چې افغانستان د ترهګرۍ په ځاله بدلېږي.

د بریتانیا د کورني استخباراتو Mi5 مشر کنن مک کالم مېل انلاین ورځپاڼې ته ویلي، یو بریتانوی تبعه د اسلامي دولت د دوو مشکوکو سخت دریځو په ډله کې و چې تېره میاشت افغانستان ته د ننوتلو په وخت کې ونیول شو.

د مک کالم په وینا، استخباراتي شواهد ښيي چې افغانستان کې ترهګرې ډلې د پراخېدو په حال کې دي او یو شمېر استخدام شوي کسان له هغوی سره د یوځای کېدو لپاره افغانستان ته ځي.

دغه بريتانوي چارواكي تېر لړم میاشت کې ويلي و چې افغانستان كې د طالبانو بيا واکمنېدل په بريتانيا كې د افراطيانو مورال پياوړى كوي، څو هغوى د ترهګرو ډلو له خوا جلب شي او په دې توګه لوېديځو هېوادونو او بریتانيا ته ګواښ پېښ کړي.

د بریتانیا د کورني امنیت مشر دا هم وویل، هغه خلک یې په څرګند ډول لیدلي دي.

د بریتانیې د کورني امنیت مشر دا هم ویلي، په ښکاره ډول یې داسې کسان لیدلي چې غواړي د تروریستي اهدافو د تعقیب لپاره افغانستان ته ولاړ شي.

مک کالم زیاته کړه، بریتانیا دا ډول هڅې څارلي او اوس له خپلو شریکانو سره وضعیت ته ډېر پام کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، هېڅ اورپکي ته به په افغانستان کې د ګمارل کېدو او فعالیت اجازه ورنه کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وايي: "موږ دا ادعا ردوو ځکه چې په افغانستان کې دا ممکنه نه ده چې څوک راشي او له داعش سره یو ځای شي. ټولې پولې او هوايي ډګرونه یې تر کنټرول لاندې دي. د داعش پدیده اوس هم ډېره کمزورې ده. د دې وړتیا نه لري چې له بهره کسان ورته راشي او له ورسره یو ځای شي."

تېره دلو یا سلواغه کې طالبانو دوه کسان چې یوه یې بریتانوی پاسپورټ درلود، له داعش سره د اړیکو په تور ونیول.

د راپورونو له مخې دواړه شکمن کسان د ازبیکستان له لارې افغانستان ته ننوتلي او د حيرتان په بندري ښارګوټي کې نيول شوي دي.

دوی هر یو له لسو زرو پونډو زیاتې پیسې، ځینې پوځي توکي او شب بینه عینکې درلودې.

XS
SM
MD
LG