د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

د روسیې او اوکراین کړکېچ؛ ډیپلوماټیکي هڅې به پایله ورکړي؟


د بلاروس په پوله روسي نظامي تجهیزات
د بلاروس په پوله روسي نظامي تجهیزات

په داسې حال کې چې د اوکراین په پولو کې د روسي پوځیانو د ځای پر ځای کېدو پر سر په سیمه کې کړکېچ زیات دی نن تمه کېږي چې دیپلوماتیک فعالیتونه به دوام وکړي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن او حکومت یې روسیې ته د خپلو اقداماتو په خاطر د خبرداري ورکولو لپاره د لوېدیځ د رول د رهبري کولو هڅه کوي او په عین حال کې د ترینګلتیا کمولو لټه کوي.

د بریتانیا صدراعظم ښاغلي جانسن پرون په بروکسل کې ویلي و چې که جګړه ونښلي نو ناورین به پېښ کړي.

کیف ته د بریتانیایې صدراعظم تګ
کیف ته د بریتانیایې صدراعظم تګ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اوکراین کې له خپلو اتباعو غوښتي چې د اوکراین خلاف د روسیې د پوځي ګواښونو زیاتېدو ته په کتو له دې هېواده سمدستي ووځي.

تر دې مخکې د امریکا حکومت په اوکراین کې له امریکایانو غوښتي وو چې له دې هېواده پر وتلو غور وکړي.

د متحدو ایالاتونو د باندنیو چارو وزارت په تازه خبرپاڼه کې، چې د پنجشنبې په ورځ یې خپره کړه، له امریکايي وګړو دا هم غوښتي چې اوکراین ته سفر ونه کړي او هغوی چې په اوکراین کې پاتې کېږي، له ډېر احتیاطه دې کار واخلي.

د اوکراین پر سر د لوېدیځ او روسیې ترمنځ د کړکېچ د کمولو په هدف د دیپلوماتیکو هڅو په دوام کې تمه کېږي چې د بریتانیا دفاع وزیر بن والېس نن مسکو ته لاړ شي.

ښاغلي والېس یوه ورځ وړاندې ټایمز راډیو ته ویلي چې لوېدیځ متحدان هڅه کوي چې د هېوادونو، که د ناټو غړي وي یا نه وي، د حقونو ساتنه وکړي.

د بریتانیا حکومت هڅه کوي چې د کړکېچ د کمولو لپاره د لوېدیځوالو د هلوځلو او روسیې ته د خبرداري ورکولو په برخه کې د مشرتابه رول ولوبوي.

اوکراین د ناټو غړی نه دی خو له لوېدیځ سره هم غاړی دی.

له بلې خوا رومانیايي رسنۍ وايي چې د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ به نن د دغه هېواد له ولسمشر سره وویني او بیا په رومانیا کې د یوې پوځي اډو ته لاړ شي.

په همدې حال کې روسیې د اوکراین په پولو کې له خپل متحد بلاروس سره سترې پوځي مانورې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG