د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

افغانستان کې د څو تنو فعالو ښځو پر بې درکه کېدو د ترکیې اندېښنې


ارشیف، کابل کې د مېرمنو لاریون
ارشیف، کابل کې د مېرمنو لاریون

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون چهارشنبې(د سلواغې ۲۰مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره ټېلیفوني خبرې وکړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، چاوش اوغلو له متقي سره په خبرو کې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو د ټینګار ترڅنګ وویل چې د ځینو افغان فعالو ښځو پر بې درکه کېدو ژوره اندېښنه لري.

ده همدا راز د افغان نجونو تعلیم مهم وباله، ویې ویل، ترکیه په دې برخه کې په افغانستان کې مثبت ګامونه څاري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د افغان نجونو تعلیم مهم وباله.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د افغان نجونو تعلیم مهم وباله.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پر اساس، په دې ټېلیفوني خبرو کې د کابل هوايي ډګر په شمول د افغانستان د هوايي ډګرونو د عملیاتو په باب د خبرو اترو او د قطر او ترکیې د مشارکت په اړه هم د نظر تبادله وشوه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد د ښاغلیو متقي او اوغلو د ټېلیفوني خبرو په اړه ازادي راډیو وویل، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له ترکیې په دې مننه وکړه چې افغانستان ته یې ۷۰۰ ټنه بشري مرسته استولې ده.

ده زیاته کړه: "ښاغلي متقي د ترکیې له لوري د نېکۍ په اورګادي کې د ٧٥٠ ټنه خوراکي او ژمني توکو چې د فبروري میاشتې په ٧ مه نېټه د تورغونډۍ بندر ته را ورسېدل مننه وکړه. ښاغلي اوغلو همدارنګه په کابل کې د ویزو د ورکړې بهیر د پیلیدو خبر ورکړ او وعده یې وکړه چې د مارچ په میاشت کې به په مزارشریف کې هم د ترکیې هېواد قونسلي خدمتونه پیل شي."

ښاغلي ضیااحمد دا هم وویل چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې افغانستان ته به له ۵۰۰ تر ۷۰۰ ټنه نوره مرسته هم ولېږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له دې جلا د ازبیکستان له بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کامولوف سره هم د افغانستان د حالاتو په اړه ټېلیفوني خبرې وکړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلیو اوغلو او کاملوف د خبرو د نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG