د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

د بادغیس زلزله ځپلي: لا هم مرستو ته په تمه یو


د بادغیس زلزله ځپلي مرستې غواړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:50 0:00

بادغیس کې زلزلې۳ کلي چې کابو ۸۰۰ کورونه په کې وو، وران کړي دي. 

د بادغیس زلزله ځپلي وايي چې لا هم مرستو ته انتظار دي. ددې ولایت یو شمېر زلزله ځپلې نن درېیمه ده چې شپه تر اسمان لاندې او یو شمېر هم په خیمو کې سبا کوي.

د امریکا د جیولوجیکي سروې د اټکل پر اساس، د افغانستان په بادغیس ولایت کې د دوشنبې د ورځې د لومړۍ زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۹ او د دوهمې ۵ اعشاریه ۳ و.

په دې زلزله کې لږ تر لږه ۳۰ تنه مړه شوي او یو شمېر هم ټپیان شوي. د مرګ ژوبلو ترڅنګ دې زلزلې د سیمې اوسېدونکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

زلزله ځپلي مرسته غواړي.

په دې زلزله کې لږ تر لږه ۳۰ تنه مړه شوي
په دې زلزله کې لږ تر لږه ۳۰ تنه مړه شوي

نجیب الله نجیبي چې کور یې نړېدلی، پرون چهارشنبې(د مرغومي ۲۹مه) فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې تراوسه پورې هېچا ورسره مرسته نه ده کړې.

نجیب وايي، د کورنۍ له ۱۹ غړیو سره په هغه خیمه کې اوسي چې تېرکال د سېل د جاري کېدو په خاطر ورکړل شوې وه.

یو بل زلزله ځپلی خیرمحمد وايي: "دېوال پر موږ راچپه شو، موږ تر لسو دقیقو پورې تر دېوال لاندې وو، یوازې مو سرونه له کنډوالو راوتلي وو. د نورو هم همدا حال و."

د قادس ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالرحمان وايي، هر څه یې له لاسه ورکړي، بې کوره شوي، د کور وسایل یې تر خاورو لاندې شوي.

دی زیاتوي: "یو تن شهید شو. زما خپل او د ګاونډیانو د کورونو په شمول ټول کورونه ویجاړ شول. درې تنه په یوه کور کې ژوبل شول، دوه په بل کې. موږ هر څه چې مو لرله له لاسه ورکړل. نور بې کوره یوو، هر څه تر خاورو لاندې خښ دي."

د دې زلزلې په نتیجه کې ۳ کلي چې کابو ۸۰۰ کورونه په کې وو، وران شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کوونکې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې روغ پاتې شوي کسان خوړو، سرپناه او سونګ موادو ته بیړنۍ اړتیا لري.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت یوه ویاند انعام الله سمنګاني ویلي چې ژغورونکي د هغو کسانو د موندلو لټه کوي چې احتمالاً تر کنډوالو لاندې دي.

XS
SM
MD
LG