د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

بادغیس کې د زلزلې له امله اوښتې مرګ‌ژوبله؛ طالبانو له نړیوالې ټولنې مرسته وغوښته


په بادغیس کې زلزلو کورونه ویجاړ کړي
په بادغیس کې زلزلو کورونه ویجاړ کړي

د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې پرون دوو زلزلو نږدې ۸۰۰ کورونه ړنګ یا زیانمن کړل.

زلزلې د دې ولسوالۍ خیرخانه سیمه تر ټولو ډېره وځپله، هغه چې له سړک هم لېرې او یوه کلیواله منطقه ده.

دې سیمې کې پراته نږدې کلي قال چَرخ، باد َروَک، درمند سفید، خاک پُل او دشت شوراب په یوې کنډوالې بدل شوي دي.

دا کلي د یوه غره څنډې ته پراته دي چېرې چې ویل کېږي، مخابراتي خدمتونو هم چندان ښه نه دي.

د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې پرون دوو زلزلو نږدې ۸۰۰ کورونه ړنګ کړل.
د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې پرون دوو زلزلو نږدې ۸۰۰ کورونه ړنګ کړل.

د پېښې یو عیني شاهد چې د طالبانو د حکومت غړی هم دی او سیمه کې زلزلو ځپلو ته په مرستو رسولو بوخت دی او نه غواړي نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، هلته هېڅ یو کور جوړ نه دی پاتې او هېڅ داسې کورنۍ نه‌شته چې زیان نه وي ور رسېدلی.

د ده په خبره، هلته داسې کورنۍ هم شته چې پرونیو زلزلو کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ غړي مړه شوي.

د یوې بلې کورنۍ پر ۳ ماشومانو او یو سپین ږېري بیا چت رالوېدلی او مړه شوي دي.

د بادغیس د اطلاعاتو و فرهنګ رئیس باز محمد سروري نن سهار ازادي راډیو ته وویل، پېښه کې ۲۲ تنه مړه شوي او ۵ نور ټپیان دي.

سروري وایي:" شدیده زلزله وشوه چې زموږ هېوادوالو ته یې زیات مالي او ځاني زیان اړولی دی. نږدې ۷۰۰ کورونه ویجاړ شوي او شاید دا شمېر نور هم زیات شي. د مرګ ژوبلې په اړه باید ووایم چې ۲۲ تنه شهیدان شوي او ۵ تنه ټپیان دي. کېداي شي دا ارقام نور هم لوړ شي. "

د طالبانو حکومت پر دې پېښې خواشینې ښودلې، زیانمنو ته یې د مرستې رسولو لارښوونه کړې او له نړیوالو ټولنې یې هم غوښتي چې زلزلو ځپلو سره مرسته وکړي.

د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د پرونیو زلزلو وروسته چې خلکو ته یې پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي، د طالبانو حکومت سیمي ته یو پلاوی هم لېږلی.

د باذغیس په زلزلو کې ۲۲ کسان مړه شوي
د باذغیس په زلزلو کې ۲۲ کسان مړه شوي

د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر عباس اخند وايي، سیمه کې یې ځايي چارواکو ته د پېښو له قربانیو سره د هر ډول مرستې لارښوونه کړې.

اخند وایي:" اوس به موږ د زلزلې ارزیابي کوو چې څومره تلفات لري او څومره زیان. څومره کورونه نړیدلي او څومره خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې. له هغې وروسته به بیا موږ ریاست الوزرا ته وړاندیز کوو چې دوی سره څه ډول مرسته برابره کړو."

د ښاغلي اخند په خبره، له پېښې وروسته دوی سم‌دلاسه په زلزلو کې د وژل شوي هر تن کورنۍ ته پنځوس زره او د ټپي شوي هر یوه کورنۍ ته د شل زرو افغانیو مرستو اعلان کړې.

دا په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان په لویدیځ کې له بدو طبیعي پېښو ده چې ځاني او مالي زیان یې ډېر دي.

د امریکا د جیولوجۍ د سروې مرکز هم د دوه زلزلو خبره کړې ده چې د یوې زلزلې د قدرت اندازه د ریښتر په کچه ۵،۳ او د بلې یوې چې د دوی په حواله څو ساعته وروسته وشوه، ۴،۹ ثبت کړې ده.

د بادغېس په قادس ولسوالۍ کې د شوې زلزلې وړاندې، روانه میاشت د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د سېلابونو له امله د مرګ ژوبلې او خلکو ته د اوښتو مالي زیانونو راپورونه شته.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې تېره اوونۍ د سېلابونو له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۳ تنه مړه شوي دي.

تر خوا یې سختې واورې او اورښتونو د بشري مرستو د لېږد بهېر هم ټکنی کړی دی.

XS
SM
MD
LG