د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

د صنایعو او کانونو خونه: افغانستان کې ۲۰ سلنه تولیدي فابریکو خپل فعالیتونه درولي


د افغانستان کاپیسا ولایت کې د نساجۍ فابریکه
د افغانستان کاپیسا ولایت کې د نساجۍ فابریکه

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه وايي، له شااوخوا ۵ زره تولیدي فابریکو څخه ۲۰ سلنه‌یې د خامو موادو او سم مارکېټ د نشتوالي له وجې خپل فعالیتونه درولي او شااوخوا ۲۰ سلنه نور یې هم د سقوط په حال کې دي.

د دې خونو مسؤلینو نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د مرغومې ۰۲» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، که د سوداګرو ۲،۵ میلیارده ډالره کنګل شوې پیسې ازادې نه‌شي، د نورو فابریکو د سقوط ګواښ هم شته.

دوی وایي، دغه پیسې د سوداګرو، صنعت‌کارانو او خصوصي سکټور دي چې د افغانستان د شااوخوا ۱۰ میلیارده ډالرو سره د امریکا له‌خوا کنګل شوې دي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وویل، د تړل شویو فابریکو ډېری برخه هغه دي چې خام مواد به‌یې له بهره راوړل.

دی زیاتوي: "زموږ غوښتنه په دې حساسو شرایطو کې له نړیوالې ټولنې دا ده چې کنګل شوې پیسې دې ازادې کړي او راکړه ورکړه دې عادي حالت ته وګرځي، د اقتصادي اړیکو جوړول له نړۍ سره د افغانانو په ژوند مسقیم اغېز پرې باسي. موږ د دې کار سره کولای شو د اوسني بحران مخه تر ډېره ونیسو."

د افغانستان هرات ولایت کې د یوې فابریکې کارکوونکی
د افغانستان هرات ولایت کې د یوې فابریکې کارکوونکی

د فولاد تولیدي فابریکې مالک عصمت‌الله وردک بیا ازادي راډيو ته وویل، دوی هېڅ ډول لاسرسی خپلو بانکي اکونټونو ته نه‌لري او د دوی د فابریکو فعالیت هم په ټپه درېدلی دی.

هغه د روان حالت د دوام په صورت کې د اقتصادي نظام د ړنګېدو ګواښ وکړ.

ښاغلی وردک وايي: "زموږ ټولې فابریکې تړل شوې دي، په ځانګړي ډول د فولادو، هېڅ اخیستل او پېرل نه‌شته، د دې لپاره چې د خلکو اقتصاد خراب دی، اوس‌مهال له یو نیم نه تر دو ملیونو ډالرو پورې مو زیان کړی او شااوخوا ۴۵۰ کارکوونکي مو له لاسه ورکړي دي."

د خوراکي توکو د برخې سوداګر بیا وايي چې د خامو موادو له کمښت سره مخ دي.

د خوراکي توکو د مهمند ګروپ مشر غلام فاروق مهمند وايي، د خپلې کارخانې درې شفټه کار یې یو شفټ ته راکم کړی.

د افغانستان هرات ولایت کې یوه فابریکه
د افغانستان هرات ولایت کې یوه فابریکه

ده وویل: "له هغې وروسته چې حکومت تغییر کړی دی، زموږ بازارونه هم له سقوط سره مخ شوي دي. پخوا به مو درې شفټه کار کاوه، اوس‌یې یو شفټ کوو، بازار نه‌لرو او خپل خام مواد له بهره نه‌شو اخیستلی، د دې لپاره چې پیسې مو بندې دي، په ټوله کې بازار ډېر کمزوری شوی."

د سوداګرو په وینا، د امریکا له لوري د افغانستان د پیسو کنګل کېدو نه‌یوازې دا چې اقتصادي ستونزې زېږولي، بلکې راکړه ورکړه، د پروژو په کارونو او د خامو موادو د اخیستلو او پېرلو په بهیر یې هم تأثیر اچولی، د دې لپاره چې د دغې برخې پیسې هم بندې پاتې دي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې په وینا، د هغه ۲۸۰ ودانیزو او سړک جوړونې پروژو پیسې هم په نړیوال بانک کې بند پاتي چې کارونه‌یې تر ډېره خلاص کړي وو.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د معلوماتو په اساس، په شااوخوا ۵ زره تولیدي فابریکو کې نږدې ۴۰۰ زره کسان په کار بوخت دي چې په هغې کې ۳۵ زره‌یې مېرمنې دي.

د افغانستان یوې تولیدي فابریکه کې یو شمېر کارکوونکې ښځې
د افغانستان یوې تولیدي فابریکه کې یو شمېر کارکوونکې ښځې

د دوی په وینا اوس د دې تولیدي فابریکو د ډېرو له تړل کېدو سره‌یې ګن شمېر خلک بې‌کاره شوي دي.

له هغې وروسته چې طالبان په افغانستان واکمن شول امریکا شااوخوا نهه‌نیم میلیارده ډالره د افغانستان نغدي شتمنۍ او نړیوال بانک د مرستندویه هېوادونو مرستې په افغانستان بندې او کنګل کړې.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه ګواښ کوي که د دوی کنګل شوې پیسې ازادې نه‌شي دوی به نړیوالې محکمې ته خپل غږ ورسوي.

دوی همداراز د کنګل شویو پیسو د نه‌ازادېدو په صورت کې د اقتصادي ناورین د رامنځته کېدو خبره هم وکړه.

XS
SM
MD
LG