د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

کندز کې د دال نخودو د پروسس فابریکه، ۲۴ ساعته کې ۱۳ ټنه دال تولیدوي


کندز کې د دال نخودو فابریکه کې بوخت کاریګر
کندز کې د دال نخودو فابریکه کې بوخت کاریګر

په کندز ولایت کې یو ملي سوداګر د څه باندې ۲۵۰ لکه امریکايي ډالرو په لګښت د دال نخودو د پروسس فابریکه جوړه کړې ده چې په وینا یې دې سره لسګونو کسانو ته په کې د کار بوختیا برابره شوې ده.

د دې فابریکې مسوول مجیب الرحمان ازادي راډيو وویل، دوی ۸ ډوله دال پروسس کوي او په ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ ټُنه دال تولیدوي: "دا دې دالو، مټرو، نخودو، نسکو او د میو د پروسس فابریکه ده، له دې نه تقریباً موږ ۸ ډول دال جوړوو. دا دال تقریباً ټول زموږ جنوبي ولایتونو ته انتقالېږي. پر دې فابریکې څه باندې ۲۵۰ زره ډالره لګښت راغلی او له څلورکالو راهیسې په کندز کې فعالیت کوي."

د نوموړي په وینا، دوی خپل تولیدات پر کندز سربېره مزارشریف، بغلان، کابل، خوست، پکتیا، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو ته هم صادروي.

په دې فابریکې کې شااوخو ۳۰ تنو ځوانانو ته هم د کار زمېنه برابره شوي ده.

دا دال نخود مزارشریف، بغلان، کابل، خوست، پکتیا، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو ته هم صادریږي..
دا دال نخود مزارشریف، بغلان، کابل، خوست، پکتیا، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو ته هم صادریږي..

د کندز د صنعت او سوداګرۍ رئیس غلام علي عیدي زاده وايي، دوی دې ولایت کې له پانګه والو سره د ځمکې ورکولو او د برېښنا د بیې په کمولو کې مرسته کړې او په ټکو یې نورې اسانتیاوې یې هم ورته برابرې کړي دي.

عیدي زاده زیاته کړه: "پخوا دوی د یو کیلو واټ برېښنا په بدل کې ۱۲ افغانۍ ورکولې، خو اوس ۷ افغانۍ ته راټېټه شوې ده. موږ پانګه والو ته نورې اسانتیاوې هم برابره وو. په دې فابریکه کې زیات شمېر خلک د کار او روزګار خاوندان شوي دي."

ځینې د اقتصادي چارو کارپوهان ټینګار کوي چې د افغانستان اوسنی حاکم نظام باید د کورنیو تولیداتو د ودې په خاطر له پانګه والو ملاتړ وکړي او دغه راز د امنیت تأمینولو، د مالیې کمولو او د برېښنا په برخه کې پانګه والو ته اسانتیاوې برابرې کړي څو پانګه وال خپلې شتمنۍ له هېواده بهر انتقال نه کړي او ترڅنګ به یې خلکو ته هم د کار زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG