د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

د اسلامي همکاریو سازمان غونډه؛ له افغانستانه سره د مرستو لپاره د صندوق پر جوړولو هوکړه وشوه


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، ځيني پاکستاني چارواکي او د غونډې يو شمېر ګډونوال
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، ځيني پاکستاني چارواکي او د غونډې يو شمېر ګډونوال

په افغانستان کې د بشري بحران په وړاندې د مبارزې پر لارو چارو د بحث لپاره د اسلامي همکاریو سازمان رابلل شوې فوق‌العاده غونډه پرون ناوخته له افغانستان سره د بشري مرستو په ژمنو سره پای ته ورسېده.

دغه یو ورځنۍ غونډه چې په اسلام‌اباد کې وشوه او د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په‌کې برخه اخیستې وه، له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د یوه مالي صندوق پر ایجاد په‌کې موافقه وشوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې په پای کې وویل، دغه مالي صندوق به د اسلامي پراختیايي بانک تر چتر لاندې تنظیمېږي چې له نورو ډلو او سازمانونو سره په همغږۍ له افغانستان سره د بشري مرستو یو کانال وي.

د اسلامي همکاریو سازمان په څنډه کې د شاه محمود قریشي او امير خان متقي ليدنه
د اسلامي همکاریو سازمان په څنډه کې د شاه محمود قریشي او امير خان متقي ليدنه

دې غونډې ته چې د سعودي عربستان په غوښتنه جوړه شوې وه، د ۲۲ اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د څه باندې ۵۰ هېوادونو او سازمانونو استازي ورغلي وو.

د غونډې د پای په اعلامیه کې راغلي چې د اقتصادي پاشلتیا د مخنیوي لپاره مهمه ده چې افغانستان خپلو مالي سرچینو ته لاسرسی ولري او د افغانستان بانک د ميلیاردونو ډالرو کنګل شوې شتمنۍ د خوشې کېدو لپاره پر واقعي لارو چارو غور وشي.

پر کابل د طالبانو د حکومت له واکمنېدو راوروسته د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان بانک شااوخوا نهه‌‌نیم ميلیارده ډالره شتمني کنګل کړې او په وروستیو کې ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ویلي، په افغانستان کې په ملیونونو کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اسلامي همکاریو سازمان پرونۍ غونډه کې د افغانستان څوکۍ چې درې رنګه ملي بیرغ‌یې هم مخې ته ایښی و، تشه پاتې وه او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته جلا څوکۍ ورکړل شوې وه چې کوم بیرغ نه‌و ورسره.

د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې امير خان متقي
د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې امير خان متقي

د طالبانو د هیئت مشري د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د امریکا متحده ایالاتو د پلاوي مشري، د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي توماس وېسټ کوله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل، د غونډې په څنډه کې د طالبانو او امریکا هیئتونو په خپلو کې مخامخ هم خبرې وکړې.

د طالبانو یوه ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې په اسلام‌اباد کې پرونۍ غونډه د افغانستان شرایطو ته په کتو ګټوره وبلله.

مجاهد وویل: "ډېر ګټور کنفرانس و، په هغه کې د اسلامي همکاریو سازمان غړو هېوادونو او نورو هېوادونو هم ګډون درلود. ټولو هېوادونو ته د اسلامي امارت له‌خوا پیغام ورسول شو، هغوی ته ډاډ ورکړل شو. په جلا جلا ډول هم ځینې کتنې وشوې."

ذبیح‌الله مجاهد په اسلام‌اباد کې پرونۍ غونډه د افغانستان شرایطو ته په کتو ګټوره وبلله.
ذبیح‌الله مجاهد په اسلام‌اباد کې پرونۍ غونډه د افغانستان شرایطو ته په کتو ګټوره وبلله.

د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې څرګنده نه‌شوه چې د افغانستان لپاره څومره اندازه مالي مرسته په پام کې نیول شوې ده.

په دې غونډه کې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع ته هم اشاره ونه‌شوه، هغه څه چې طالبان‌یې له میاشتو راهیسې غوښتنه کوي.

خو ځینې نور بیا دا ډول غونډې د افغانستان د روان بحران د مخنیوي لپاره ګټورې نه‌بولي.

د سیاسي مسایلو کتونکی کبیر حقمل چې په مخکېني حکومت کې یې کار کړی، وايي: "که طالبان غواړي کار وکړي او په راتلونکي کې له ستونزو خلاص وي، باید له لوېدیځ او په هېواد کې دننه له ولس سره خپله ستونزه حل کړي. د اسلامي هېوادونو کنفرانسونو په تېرو ۲۰ کلونو کې بېلابېلې غونډې کړي، خو د افغانستان د ستونزو په حل کې یې ما مؤثریت ډېر جدي نه‌دی لیدلی."

حقمل وایي که طالبان غواړي کار وکړي باید له لوېدیځ او په هېواد کې دننه له ولس سره خپله ستونزه حل کړي.
حقمل وایي که طالبان غواړي کار وکړي باید له لوېدیځ او په هېواد کې دننه له ولس سره خپله ستونزه حل کړي.

تر دې مخکې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د پاکستان صدراعظم وویل، د اګسټ له ۱۵مې نېټې کله چې افغانستان سره مرستې بندې او شتمني یې کنګل شوې، که بل هر هېواد له دې ډول برخلیک سره مخ وی، سقوط به‌یې کړی وی.

خو د عمران خان د وینا هغه برخه چې ګواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د انتقاد سبب شوې ده.

ښاغلي کرزي د عمران خان دا خبرې "د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ بللی" ځکه د حامد کرزي په وینا چې په واقعیت کې موضوع کاملاً برعکس ده او د داعش تهدید له اوله له پاکستان څخه افغانستان ته متوجې دی.

په همدې حال کې د هندوستان په پلازمېنه نوې ډېلي کې د هند او مرکزي اسیا ډیالوګ غونډه چې د شنبې په ورځ پیل شوې وه، پرون پای ته ورسېده.

د نوې ډېلي په غونډه کې د هندي چارواکو ترڅنګ د تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان د بهرنیو چارو وزيرانو ګډون کړی و چې له افغانستان سره‌یې د بشري مرستو پر دوام بحث وکړ.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په غونډه کې پر دې هم ټینګار وشو چې باید پرې نه‌ښوول شي چې افغانستان بیا د ترورېزم په ځاله بدل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG