د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

پاکستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاريو د سازمان له غونډې د افغانانو هیلې


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له مل پلاوي سره
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له مل پلاوي سره

د کابل یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان، په اسلام اباد کې له بشري ناورینه د افغانستان د اېستلو په اړه، د اسلامي هېوادنو د همکاريو سازمان ناستې نه د ښکارنده او اغيزمنو پايلو هيله لري.

اسلام اباد نن د دې غوندې کوربه دی.

يو شمېر کابل ميشتي وايي، سره له دې چې د افغانستان په اړه په ځلونو دا شان ناستې شوي او پايله يې نه ده ورکړې، خو دا ځل په دې توپير چې افغانستان کې نظام بدل شوی او حالات سخت دي، تر هر بل وخت د دې ډول ناستو پايلو ته هيله مندي زياته ده.

د دوی په باور، د افغانستان له خلکو سره دا مهال، بشري مرستې تر هر څه ډېرې مهمې دي او په ناسته کې له ګډونوالو هېوادونو د پوره همکارۍ تمه لري.‌

د کابل ښار اوسيدونکی طارق وايي: "افغانستان اوس مهال په سخته کې دی او دا ناستې د اوس لپاره مهمې دي موږ هيله لرو چې دغه ناسته د افغانانو لپاره د بشري مرستو او اقتصادي ستونزو د هوارۍ لپاره اغيزمنه تمامه شي."

د کابل ښار بل اوسيدونکی فروتن بيا وايي، اسلامي هېوادونه د بشري مرستو ترڅنګ باید د نړۍ او افغانستان ترمنځ د ښو اړيکو ټينګولو لپاره هم کار وکړي.

دی وايي: "د اسلامي هېوادونو ناستې ته هيله مندي ډېره ده، بشري مرستې د افغانستان سره مهمې دي او د دې ترڅنګ اسلامي هېوادونه بايد د نړۍ اړیکې د افغانستان له نوي نظام سره ټينګه کړي او دې برخه کې بايد رغنده ګام په دې ناستې کې واخيستل شي."

دې غونډې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سرپرست په مشرۍ د طالبانو د حکومت پلاوی هم ورغلی دی.

امیر خان متقي پرون اسلام اباد ته له رسېدو سره هم مهاله پاکستاني رسنیو ته وویل: "زموږ به غوښتنه دا وي چې دې کانفرانس کې افغانستان سره د مرستو لپاره وجهي صندوق جوړ شي، افغانستان سره نارمل اړیکې بیا فعالې او راژوندۍ شي او زموږ او دنیا ترمنځ ښه راشه درشه وشي."

ځوان او مدني فعال روح الله تابش د دې ناستې له ګډونوالو غواړي چې د افغانستان په نوي نظام دې فشار راوړي، څو د نجونو د زده کړو او ښځو د کار ستونزې هوارې کړي.

تابش زیاته کړه: "په اسلام اباد کې کيدونکې ناستې ته هيله مندي ډېره ده، خو اسلامي هېوادونه بايد په افغانستان کې د نوي نظام واکمنان تر فشار لاندې راولي چې نجونې ښوونځي ته لاړې شي، مېرمنې کار وکړي او په افغانستان کې يو ټول ګډونه حکومت رامنځته شي."

د اسلامي همکاریو په سازمان کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم واخېستل شي، ازادي راډیو ته ویلي، د غونډې پای کې به یوه ګډه اعلامیه خپره شي چې بشري او سیاسي برخې به ولري.

د سرچینې په باور، په سیاسي برخه کې به له نړیوالو وغوښتل شي چې د افغانستان په تړاو نړیوالو کنوانسیونونو ته ژمن پاتې شي، د افغانستان شتمني ازاده کړي او له طالبانو به د ټول شموله حکومت غوښتنه تکرار شي، داسې حکومت چې ښځې او نجونې هم په کې وي.

د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان ناسته په داسې حال کې په اسلام اباد کې جوړيږي چې ها خوا د هندي رسنيو د راپورونو له مخې نن نوی ډیلي هم د 'هند-مرکزي اسیا ډیالوګ' په نوم د یوې ناستې کوربه دی.

ويل شوي چې په دغه ناسته کې به هم د افغانستان د بشري مرستو او روان اقتصادي حالاتو په تړاو بحث وشي.

XS
SM
MD
LG