د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو غونډه؛طالبان:۳برخو کې به ښې لاسته راوړنې ولرو


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي(چپ) د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په اسلام اباد کې،۱۸ دسمبر ۲۰۲۱
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي(چپ) د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په اسلام اباد کې،۱۸ دسمبر ۲۰۲۱

د طالبانو حکومت هیله لري چې د اسلامي هېوادونو له نننۍ غونډې به په سیاسي، اقتصادي او بشري برخو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

د اسلامي هېوادونو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دا غونډه د سعودي عربستان په نوښت او وړاندیز د اسلام اباد په کوربه توب ترسره کېږي.

غونډه کې د افغان پلاوي مشري د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کوي.

متقي پرون اسلام اباد ته له رسېدو سره هم مهاله پاکستاني رسنیو ته وویل: "زموږ به غوښتنه دا وي چې دې کانفرانس کې افغانستان سره د مرستو لپاره وجهي صندوق جوړ شي، افغانستان سره نارمل اړیکې بیا فعالې او را ژوندۍ شي او زموږ او دنیا ترمنځ ښه راشه درشه وشي. افغانستان کې ۴۵ کاله وروسته داسې مستحکم اسلامي حکومت راغلی چې په ټولو برخو باندې حاکمیت لري، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد باندې استعمال کړي."

د اسلامي همکاریو په سازمان کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم واخېستل شي، ازادي راډیو ته وویل، د غونډې پای کې به یوه ګډه اعلامیه خپره شي چې بشري او سیاسي برخې به ولري.

په بشري برخه کې به د اسلامي همکاریو سازمان له نړیوالو وغواړي چې افغانستان سره بیړنۍ بشري مرستې وکړي او د همدې میاشتې تر پایه به د اسلامي پراختیا بانک د افغانستان د مرستو وجهي صندوق فعالوي.

د سرچینې په باور، په سیاسي برخه کې به له نړیوالو وغوښتل شي چې د افغانستان په تړاو نړیوالو کنوانسیونونو ته ژمن پاتې شي، د افغانستان شتمني ازاده کړي او له طالبانو به د ټول شموله حکومت غوښتنه تکرار شي، داسې حکومت چې ښځې او نجونې هم په کې وي.

دا سرچینه وایي، لومړیو کې تمه دا وه چې ځینې اسلامي هېوادونه به دې غونډه کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني او یا به لږ تر لږه له طالبانو سره د تعامل او کابل کې د سفارتونو د پرانیستو خبره وکړي، خو سرچینه اټکل کوي چې دا کار اوس لپاره ممکن ونه شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د نورو اهدافو سربیره دوی له دې غونډې غواړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت ومني.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وايي: "اول، په سیاسي برخه کې د افغانستان حکومت باید په رسمیت ومنل شي او د نړیوالو اصولو مطابق، د متقابل درناوي پر اصولو ولاړې مناسبې ډپلوماتیکې اړیکې ورسره ټینګې شي. دویم، د افغانستان خلک نوي له جنګه راوتلي دي، مرستې ته اړ دي، دلته ټولې زیربناوې له منځه تللي دي، تولیدات متاثره شوي دي، دا ټول همکارۍ ته ضرورت لري، دا یوه انساني موضوع ده او بې له شکه اسلامي موضوع هم ده. درېیمه موضوع دا ده چې له افغانستان سره د دوامداره مرستو روحیه رامنځته شي، افغانستان کې سرمایه ګذاري وشي، افغانستان یو فقیر ملک نه دی، ډېرې زیربناوې لرو."

د اسلامي هېوادونو پر استازو سربېره د افغانستان لپاره د امریکا، روسیې او جرمني استازي هم غونډې ته غوښتل شوي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا استازي توماس وېسټ پر خپله ټویټرپاڼه ویلي، خوښ دی چې د دې غونډې لپاره په اسلام اباد کې دی او نوموړي د غونډې جوړېدل 'پر وخت او مهم نوښت' بللی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا استازي توماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا استازي توماس وېسټ

د اسلامي هېوادونو غونډه داسې مهال جوړيږي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه کسان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

مرسته کوونکو موسسو ویلي، که نړیوال غواړي چې افغانستان کې د بشري ناورین مخه ونیسي، نو همدا اوس باید لاس په کار او خپلې بشري مرستې دغه هېواد ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG