د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

کابل ښاریان: د ډالرو له ټیټېدو سره سره لاهم د خوراکي توکو بیې نه‌دي راټيټې شوي


ارشيف، د کابل منډوي کې د لومړنيو توکو يو شمېر دکانونه
ارشيف، د کابل منډوي کې د لومړنيو توکو يو شمېر دکانونه

کابل ښاریان وايي، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت له ټیټېدو سره سره لاهم د خوراکي توکو بیې نه‌دي راټيټې شوي.

دوی وايي، له یوې خوا بې‌وزلي، بې‌کاري او د ژمي یخني او له بلې خوا د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې لوړېدو او د خوراکي توکو ګرانېدو د دوی ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.

دوی وايي نه عاید لري او نه هم په کورونو کې داسې څه چې د کور لګښت او خپله ګوزاره ورباندې وکړي.

بل‌خوا د ژمي یخنۍ بیا د دوی ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.

د کابل اوسېدونکی محمد نبي وايي، شپه‌يې په دې اندېښنه تېره کړه چې ماشومانو ته‌يې خواړه او اوبه نه‌رسېږي.

د يو شمېر بې‌وزله کورنيو ځيني ماشومان چې د کور د ګرمولو لپاره له ډېرانونو د اړتيا وړ توکي ټولوي.
د يو شمېر بې‌وزله کورنيو ځيني ماشومان چې د کور د ګرمولو لپاره له ډېرانونو د اړتيا وړ توکي ټولوي.

دی زياتوي: "ګرانو وروڼو او خویندو، موږ په سخت حالت کې یو، موږ نه‌پوهېږو چې څه وکړو. یو مأمور چې څلور میاشتې یې معاش نه‌وي اخیستی او د کورنۍ یوازنی ډوډۍ راوړونکی واوسي څه ډول ګوزاره وکړي؟ نه لوښي راپاتې دي او نه داسې نور د کاله توکي چې خرڅ‌یې کړم، له یوې خوا غریبي ده او له بلې خوا د ژمي ساړه، لطفاً موږ د خپلو سیاستونو قرباني کوئ مه."

د کابل يو بل اوسېدونکى احمد رومل وايي، څو ورځې وړاندې د افغانيو پر وړاندې د ډالر د ارزښت د لوړېدو له امله په بازارونو کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوې او اوس چې ډالر بېرته یو څه راټيټ شوي، د خوراکي توکو په بيو کې کوم بدلون نه‌دى راغلى.

دی وايي: "د خوراکي توکو بيې ډېرې لوړې شوي، بيې نه‌دي راټيټې شوي، خلک خپل عزيزان له لاسه ورکوي. هیله‌من یم چې وضعيت بدل شي او د خلکو غږ واورېدل شي."

کابل کې په يوه دکان کې د کورونو وسايل چې د دوهم لاس وسايلو په توګه پلورل کېږي.
کابل کې په يوه دکان کې د کورونو وسايل چې د دوهم لاس وسايلو په توګه پلورل کېږي.

خلک د طالبانو له حکومته غواړي چې په بازارونو کې د توکو نرخونه وڅاري.

خو په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي دي چې د ریاست‌الوزرا په ګډه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د لوړېدو د مخنیوي په خاطر ټولې راکړې ورکړې په افغانیو ترسره شي.

د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال انجنير اعزام په دې پيغام کې ويلي، په بازارونو کې به بيې هم څارل کېږي.

دی زياتوي: "پرون د کورنیو چارو وزارت، مالیې وزارت ریاست‌الوزرا، د افغانستان بانک، د کابل ښاروالۍ او د کابل امنیه قوماندانۍ په ګډه پرېکړه وکړه چې ټولې راکړې ورکړې به په افغانیو کېږي. نرخونه دې کنټرول شي. کورونه او دکانونه دې په افغانیو په کرایه ورکول شي. د پیسو د قاچاق مخه باید ونیول شي او د سرغړونې په صورت کې دې قانوني چلند وشي."

د کابل شهزاده سرای کې يو شمېر صرافان
د کابل شهزاده سرای کې يو شمېر صرافان

د چارو پوهان وايي د افغانستان د اوسني وضعیت دوام به دغه هېواد له یوه بشري ناورین سره مخ کړي.

د چارو پوه زمان ګل دهاتي ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د حکومت لپاره دا ستونزمنه ده چې دا وضعیت اداره کړي او نړیواله ټولنه باید عمل وکړي.

ښاغلی دهاتي وايي: "طالبان په دې اړه څه نه‌شي کولای، ځکه تر اوسه بازار د دوی په کنټرول کې نه‌دی راغلی، له بده مرغه دا کړکېچ دوام مومي. کفاره‌یې خلک ورکوي. تر څو چې نړۍ اقدام ونه‌کړي، دوی هېڅ نه‌شي کولای. ازادې شوې پیسې که د ملي بانک او خصوصي بنسټونو له لارې بازار ته وړاندې شي، ستونزه به تر یوه حده حل کړي، خو په ټولیز ډول دوی نه‌دي توانېدلي چې حتی بندرونه کنټرول کړي."

په دې وروستیو ورځو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه تر بل هر وخت لوړه شوې او حتی یو ډالر په ۱۲۵ افغانیو تبادله شوی دی.

د کابل شهزاده سرای کې له يوه صراف سره ډالر او افغانۍ
د کابل شهزاده سرای کې له يوه صراف سره ډالر او افغانۍ

خو د چهارشنبې له ورځې راهیسې د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه بېرته راټیټه شوې او د پنجشنبې په ورځ د کابل شهزاده سرای کې یو ډالر په ۱۰۳ تر ۱۰۵ افغانیو بدل شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG