د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

د افغانیو د ارزښت د لاکمښت مخنیوي ته د افغانستان بانک او طالبانو ګډې هڅې


په کابل کې یو تن صراف
په کابل کې یو تن صراف

د افغانستان مرکزي بانک یوه ورځ وروسته تردې چې د افغانۍ ارزښت د ډالرو پر وړاندې نژدې ۱۲ سلنه کم شو، پرون سې شنبه (د لېندۍ۲۳مه) وویل چې له بېلابېلو لارو څخه کار اخلي چې د افغانۍ ثبات یقیني کړي.

دې بانک پرون سې شنبه په یوه بیان کې وویل چې تېرو څو ورځو کې یې له صرافانو، د سوداګریزو بانکونو له استازیو او یو شمېر سوداګرو سره غونډې کړې او هڅه کوي چې ډېر ژر د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د بیې د ټیټوالي مخه ونیسي.

د افغانستان د صرافانو د ټولنې مرستیال او د کابل د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې سرپرست حاجي دادګل حضرت زي چې د افغانستان د مرکزي بانک له چارواکو سره یې پرون په غونډه کې ګډون کړی و، تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دې غونډه کې پر دې خبرې وشوې چې په څه ډول کیدای شي چې افغانۍ ثابته وساتل شي.

افغانستان بانک هڅه کوي چې ډېر ژر د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د بیې د ټیټوالي مخه ونیسي.
افغانستان بانک هڅه کوي چې ډېر ژر د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د بیې د ټیټوالي مخه ونیسي.

حضرت زي زیاته کړه: "د افغانستان د صرافانو ټولنې د تجربو پر اساس کومې تګلارې چې تر اوسه پورې مثبتې ثابت شوي، دا مو د افغانستان بانک له مشرتابه سره شریکې کړې او هغوی یې هم په ورین تندي لبیک ووایه. همدارنګه زموږ غوښتنه له افغانستان بانکه نه په مشخص ډول دا وه چې دوی باید په بازار کې رامنځته شوی پاړسوب، د زیاتو افغانیو د موجودیت مخه ونیسي او په هر شکل باندې چې کېږي یو مقدار دغه نغدې افغانۍ باید له بازارونو راټولې شي."

ښاغلي حضرت زي دغه راز وویل چې دې غونډه کې د ځینو مافیایي کړیو پر مهارلو بحث وشو او ژمنه وشوه چې د دغو کړیو مخه به ډب کېږي.

په عین حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پرون په یوه بیان کې وویل چې د طالبانو د کابینې په پرونۍ غونډه کې هم د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د بیې د راټیټېدو پر مسالې بحث وشو او اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه چې دې برخه کې عاجل اقدام وکړي او د اړتیا په صورت کې دې له کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو له ریاسته د اسعارو د قاچاق د مخنیوي لپاره مرسته وغواړي او دې برخه کې دې جدي اقدامات وکړي.

د طالبانو د ریس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې غونډه کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره ځینې پرېکړې هم اعلان کړې: "سر له نننه د افغانستان په ټوله جغرافیه کې پر هرې بهرنۍ کرنسۍ راکړه-ورکړه ممنوع ده. ټولو امنیتي ادارو او والي صاحبانو ته دنده سپارل کېږي چې د دغې پرېکړې د عملي کېدو لپاره هر یو په خپل وار خپل مسولیتونه پرځای کړي."

د طالبانو د ریس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره ځینې پرېکړې اعلان کړې:
د طالبانو د ریس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره ځینې پرېکړې اعلان کړې:

ښاغلي حنفي دغه راز وویل چې د هغو کسانو پر وړاندې به چې ډالر احتکار کوي یا یې بهر ته قاچاق کوي، جدي اقدام وشي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه کسان به ملي خاینین وشمېرل شي او د ملي خاینونو په نوم به ورته سزا ورکړل شي.

له کله چې په اګسټ میاشت کې طالبانو کابل ونیو یو ډالر له ۷۷ افغانیو سره تبادله کېده او یوه اوونۍ مخکې هم د یوه ډالر بیه ۹۷ افغانۍ وه، خو د دوشنبې د ورځې سهار د کابل د سرای شهزاده د صرافانوپه مارکټ کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې ډېره راولوېده او ۱۱۲ افغانۍ یو ډالر تبادله کېده.

ماسپښین مهال ۱۲۵ ته ورسېده، خو مازدېګر مهال افغانۍ بېرته پیاوړې شوه.

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې سرپرست حاجي دادګل حضرت زي تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د صرافانو د مارکیټ د بندېدو پر مهال افغانۍ پیاوړې شوه او ۱۱۳ نیمې افغانۍ له یوه ډالر سره تبادله کېدې.

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو او پر دې هېواد د طالبانو له واکمنېدو راهیسې نړیوالو له افغانستان سره مالي مرستې بندي کړي چې د دې هېواد اقتصاد یې له سقوط سره مخامخ کړی دی.

د افغانستان د مرکزي بانک شااوخوا نهه نیم میلیارډه ډالره شتمني هم د امریکا په بانکونو کې کنګل شوي دي.

په افغانستان کې د اقتصادي او مالي ستونزو په تېره بیا د ډالرو د کمښت له امله د خوراکي او نورو موادو بیې هم ډېرې لوړې شوي چې ډېر خلک یې د پیرلو وس نه لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام بیا پرون په یوه نوي راپور کې وویل چې د افغانستان تقریباً ټول وګړي، یعنې ۹۸ سلنه کافي خواړه نه لري.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې نژدې ۲۳ میلیونه افغانان چې د دې هېواد د نفوس ۵۵ سلنه جوړوي، له سختې لوږې سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG