د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۸

عمران خان: لویدیځې رسنۍ د افغانستان په اړه د پاکستان شهرت ته زیان ورساوه


د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، دا غربي رسنۍ وې چې د افغانستان په قضیه کې یې تېر شااوخوا ۱۵ کاله د پاکستان د بدنامۍ هڅې کولې.
د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، دا غربي رسنۍ وې چې د افغانستان په قضیه کې یې تېر شااوخوا ۱۵ کاله د پاکستان د بدنامۍ هڅې کولې.

(دوه مخی سیاست) هغه څه چې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري حکومت ګڼو چارواکو او لویدیځو سیاستوالو د افغان سولې په پروسه کې پاکستان پرې تورناوه.

تازه د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، دا غربي رسنۍ وې چې د افغانستان په قضیه کې یې تېر شااوخوا ۱۵ کاله د پاکستان د بدنامۍ هڅې کولې او د دوه مخې لوبې تور یې پرې لګاوه.

عمران خان پرون ناوخته په لاهور کې د مارګلې کلني ډیالوګ څېړندویه بنسټ د پرانیستې پر مهال په دې اړه زیاته کړه: "هېڅ یوه هېواد اتیا زره تلفات نه درلودل کومو چې د امریکا په اییتلاف کې ګډون کړی و. د هېڅ یوه هېواد داسې څلوېښت پنځوس لکه کسان په کور دننه بې ځایه نه شول او کوم اقتصادي تاوان چې موږ ته را ورسېد هغه له سلو میلیاردو ډالرو زیات وو. مګر بیا هم که تاسو د تېرو لسو - پنځلسو کلونو خبرونه وګورئ لویدیځو اخبارونو هېڅ یوه پاکستان ته د دې کارونو کرېډېټ ورنه کړ، مګر بدنامي وه چې دوه مخې لوبه کوي. غلطیانې ټولو هغوی کولې مګر د ملامتۍ لپاره یې پاکستان موندلی وو."

عمران خان پر امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو نیوکه وکړه چې له پاکستان یې تمه درلوده چې جنګ ورته وګټي، خو د ده په خبره پاکستان خپله د جنګ قرباني او د ځان د ژغورلو هڅې یې کولې.

خان چې د یوه سیاسي څېړندویه فکري بنسټ مارګلې ډیالوګ په پرانېسته کې غږېده وویل، دا د فکري بنسټونو د کمښت او د فکري هڅو د کموالي نتیجه وه چې پاکستان د لویدیځوالو ځواب په وخت نه شو ورکولی او تل په بېلابېلو مسایلو کې پړ بلل کېده.

ارشیف، (د افغانستان پاکستان او امریکا نقشې)عمران خان پر امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو نیوکه وکړه چې له پاکستان یې تمه درلوده چې جنګ ورته وګټي
ارشیف، (د افغانستان پاکستان او امریکا نقشې)عمران خان پر امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو نیوکه وکړه چې له پاکستان یې تمه درلوده چې جنګ ورته وګټي

له کله چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو اول رژیم د امریکا په مشرۍ د اییتلافي ځواکونو د بریدونو له امله وپرځېد د دې ډلې اکثر مشران پاکستان ته وتښتېدل او هلته یې واړول.

د راپورونو له مخې د پاکستان په کوېټه، پېښور او څو نورو سیمو کې د طالبانو شوراوې وې او له هغه ځایه د افغانستان د جنګ رهبري کېدله.

پاکستان که څه هم هلته د طالبانو موجودیت نه رداوه، خو له دې منکر وو چې د دې ډلې جنګیالیو ته په خپلو اډو کې روزنه ورکوي، څو یې په افغانستان کې د لویدیځ له ملاتړ برخمن حکومت پر ضد وجنګوي.

خو د امریکا د متحده ایالاتونو مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په یوه بې مخینې اقدام کې یو ټوېټ ورکړ او پاکستان یې په دوه مخۍ او دوکې تورن کړ.

هغه زیاته کړې وه چې پاکستان تېر پنځلس کاله امریکايي مشران دوکه کړي وو او د امریکا ۳۳ میلیارده ډالره یې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د همکارۍ په نوم خوړلي و خو په ځواب کې یې دروغ ویلي و او دوکه یې کړې وه.

پاکستان که څه هم د امریکا دا تورونه په کلکه رد کړل او په ټرمپ او د هغه په ادارې یې تُندې نېوکې وکړې خو له هغه راهیسې د امریکا له کلنیو سلګونو میلیونو ډالرو مرستو محروم شو چې د دغه هېواد د اقتصادي ځوړتیا یوه پیلامه هم بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG