د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

راتلونکې اوونۍ ویانا کې د ایران د اټمي موافقې په اړه خبرې پیلېږي


ارشیف، ویانا کې د ایران پر اټمي تړون بحث
ارشیف، ویانا کې د ایران پر اټمي تړون بحث

په ویانا کې له پیاوړو قدرتونو سره د ایران د اټمي موافقې په اړه په خبرو کې ګډونوالو ډپلوماټانو له پنځه ورځنیو مذاکراتو وروسته پرون جمعه (د لېندۍ ۱۲مه) د خبرو لړۍ وځنډوله او د سلا مشورو لپاره خپلو هېوادونو ته ستانه شول.

د اروپايي ټولنې جګپوړي ډپلوماټ انریک مورا د پرونیو خبرو په پای کې وویل چې په تېرو پنځو ورځو کې دواړو خواوو ننګونې په ګوته کړې او اوس هغه وخت را رسېدلی چې ګډونوال پلاوي په پلازمېنو کې سلا مشورې وکړي.

مورا زیاته کړه چې دا خبرې به راتلونکې اوونۍ په ویانا کې بیا پیل شي، خو هغه په عین حال کې خبرداری ورکړ چې د موافقې پر وړاندې جدي ننګونې پرتې دي او وخت هم نامحدوده نه دی، نو ځکه د ده په وینا بېړه په کار ده.

د اروپايي ټولنې جګپوړي ډپلوماټ انریک مورا
د اروپايي ټولنې جګپوړي ډپلوماټ انریک مورا

مورا یادونه وکړه چې د خبرو د پیل لپاره په پالیسیو کې یووالي ته اړتیا لیدل کېږي.

امریکا په ۲۰۱۸ میلادي کال کې وروسته له هغه د ایران له اټمي موافقې ووتله چې د هغه مهال ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د نهايي فشار کمپاين پیل کړ. د دې تړون پنځه نور لاسلیک کوونکي انګلستان، فرانسې، جرمني، روسیې او چین په هغه لوکس هوټل کې غونډې کولې چې شپږکاله مخکې د ایران اټمي موافقه په کې لاسلیک شوې وه.

په څېرمه هوټل کې د ایران لپاره د سپینې ماڼۍ د ځانګړي استازي رابرټ مالي په مشرۍ امریکايي پلاوی اوسېده چې له ایران سره د روانو خبرو په اړه د نورو هېوادونو د ډپلوماټانو له خولې خبرېدل.

د ایران د پلاوي مشري د ولسمشر ابراهیم رییسي له خوا نوي ټاکل شوي لوی مرکچي کوله.

دې پلاوي د روانې اوونۍ په مذاکراتو کې غوښته وکړه چې امریکا د پیل د ښه نیت په توګه باید د ایران لس میلیارد ډالره شتمني ازاده کړي، خو د اروپايي ټولنې استازي ښاغلي مورا وویل، د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د احیا لپاره ایران ته په کار ده چې د دې موافقې په اساس پر خپلو ژمنو عمل وکړي او له موافقې سره د امریکا د بیا یوځای کېدلو معنی دا ده چې واشنګټن باید پر تهران لګېدلي سخت بندیزونه لېرې کړي.

له ښاغلي مورا څخه وپوښتل شول چې د دې اوونۍ د خبرو لاسته راوړنه څه وه؟ ده په ځواب کې وویل چې له یوه لحاظه دا هم پرمختګ دی چې د ایران له خوا یو نوی پلاوی خبرې کوي او دا پلاوی له نورو اړخونو سره مذاکرات کوي.

په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون پرون په متحده عربي اماراتو کې د خبرو پر مهال په دې کې شک څرګند کړ چې له ایران سره د خبرو نوی پړاو به نتیجه ورکړي، خو ښاغلي مکرون په عین حال کې زیاته کړه چې دا په دې معنی نه ده چې د خبرو نوی پړاو باید ترسره نه شي.

فرانسه د جرمني او بریتانیا په څېر په دې باور ده چې د ۲۰۱۵ میلادي کال موافقه له ځینو وړو نیمګړتیاوو سره سره لا هم د ایران د اټمي پروګرام د لانجې د حل لپاره یوازینۍ لاره ده.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG