د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

نیمروز کې د افغانستان او ایران پر پوله د طالبانو او ایراني پوله‌ساتو ترمنځ جګړه


نیمروز کې د طالبانو او ایراني پوله‌ساتو ترمنځ جګړه
نیمروز کې د طالبانو او ایراني پوله‌ساتو ترمنځ جګړه

ایراني پوله‌ساتو او طالبانو د نیمروز ولایت اړوند د دوو هېوادونو په پوله کې نښته وکړه.

د طالبانو حکومت یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله‌يې نه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۱۰» ازادي راډیو ته وویل چې پرون د مازدیګر په پنځه بجې طالبانو او ایراني پوله‌ساتو پر یو بل ډزې وکړې.

په کنګ ولسوالۍ کې د طالبانو دوو پوله‌ساتو په داسې مهال چې لا د دواړو خواوو ترمنځ پر یو بل ډزې روانې وې، وویل: "جنګ شروع دی، بس زموږ او ایرانیانو جنګ دی سره، بالا دعاګانې کوئ."

طالب سرچینې همداراز وویل چې طالبانو د نیمروز ولایت له مرکز زرنج څخه کنګ ولسوالۍ ته کمکي ځواک استولی دی.

په سیمه کې یوه بل طالب ازادي راډیو ته وویل چې د بالاسیاه او دوست محمد په نوم‌یې درې پوستې له ایرانیانو څخه نیولې دي.

نیمروز کې د طالبانو او ایراني پوله‌ساتو ترمنځ جګړه
نیمروز کې د طالبانو او ایراني پوله‌ساتو ترمنځ جګړه

دی زیاتوي: "درې پوستې مو نیولې دي، درې پوستې."

د ایران تسنیم خبري اژانس د طالبانو له لوري د ایراني پوستو د نیولو ادعا ردوي او وايي چې دا نښته نیمرزو ولایت ته نږدې د شغالک سیمې ته څېرمه د دوو خواوو د پوله‌ساتو ترمنځ د سوء تفاهم په نتیجه کې شوې ده.

خو یو ځايي اوسېدونکی چې هغه هم نه‌غوښتل نوم‌یې یاد شي، بیا بل څه وايي: "پر مسافرو باندې جنګ دی، په مسافرو باندې جنګ شروع شوی دی، زموږ چې څه معلومات دي، ایرانیانو مسافر ویشتي دي."

تسنیم وايي نښته هغه مهال پیل شوه چې یو شمېر ایراني کروندګر له هغو دېوالونو واوښتل چې ایران د مخدره موادو د قاچاقبرو د مخنیوي لپاره په پوله کې جوړ کړي، خو طالبانو فکر وکړ چې د دوی پر پوله تېری شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد وايي چې له ایران سره د دې ستونزې د حل کولو هڅه کوي.

نیمروز کې د طالبانو او ایراني پوله‌ساتو ترمنځ جګړه
نیمروز کې د طالبانو او ایراني پوله‌ساتو ترمنځ جګړه

ښاغلی مجاهد وايي: "ممکن هلته په محلي سطحه کوچنۍ ستونزه له ایراني سرحدي ځواکونو سره پېښه شوې وي، موږ یې د کنټرول په هڅه کې یوو، ان‌شاءالله هر څه به بېرته عادي کېږي، دا داسې څه نه‌دي چې په لوړه سطحه دې وي یا دې مرکزونه په جریان کې شوي وي. موږ به‌یې ژر کنټرول کړو او نه‌پرېږدو چې ستونزه پېښه شي."

په هغو تصویرونو او وېدیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، طالبان له درنو او سپکو وسلو څخه د کار اخیستو په حال کې لیدل کېږي.

تسنیم ادعا کوي چې لومړی ډزې طالبانو پیل کړې، خو طالبان بیا وايي چې لومړی ایرانیانو ډزې وکړې.

XS
SM
MD
LG