د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

د عامې روغتیا وزارت خبرداری: ښایي افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شي


ارشیف، کابل کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو لپاره ځانګړي شوي افغان جاپان روغتون کې په کرونا اخته ناروغان
ارشیف، کابل کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو لپاره ځانګړي شوي افغان جاپان روغتون کې په کرونا اخته ناروغان

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې د هوا په سړېدو سره ښایي په افغانستان کې د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې زیاتوالی راشي.

د دې وزارت مسلکي مرستیال ډاکتر عبدالباري عمر د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۰۹» ازادي راډیو ته وویل چې اوس‌مهال ټول افغانستان ته د کرونا ضد واکسین رسېدلی او له پیل راهیسې یې اووه ملیون ډوزه واکسین تطبیق شوی او دا چاره په تېزې سره په ټول هېواد کې روانه ده.

خو نوموړی وایي، په وروستیو کې د افغانستان له روغتیایي سکټور سره د نړیوال بانک د مرستو د ځنډېدو له امله د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې ۳۴ ځانګړي مرکزونه تړل شوي دي.

ښاغلی عمر زیاتوي: "ستونزه دا ده چې نړیوال بانک او نورو نړیوالو مرستندویه ادارو چې له افغانستان سره‌يې د مرستو ژمنې درلودې او هغه روغتونونه چې د کرونا د کنټرول او درملنې په برخه کې يې کار کاوه اوس‌مهال په دې روغتونونو د نړیوال بانک مرستې درېدلي او کارکوونکو ته‌يې معاشونه نه‌دي ورکړل شوي، د دې روغتونونو شمېر ۳۴ ته رسېږي چې اوس‌مهال يې دروازې تړل شوې دي."

ارشیف، کابل کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو لپاره ځانګړي شوي افغان جاپان روغتون کې په کرونا اخته ناروغان
ارشیف، کابل کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو لپاره ځانګړي شوي افغان جاپان روغتون کې په کرونا اخته ناروغان

ښاغلی عمر وايي نړیوال بانک ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۲۴ میلادي کاله پورې به د افغانستان له روغتیايي سکټور سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړی له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي چې د افغانستان له روغتیایي سکټور سره دې مرستې نه سیاسي کوي او د کرونا ویروس د لا خپراوي د مخنیوي په هدف دې له افغان ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په نړۍ کې یو وار بیا د کرونا ویروس د پېښو د زیاتېدو اټکل شوی او یو شمېر هېوادونو يې د پراختیا د مخنیوي په هدف محدودیتونه هم وضع کړي دي.

دغه‌شان د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په سوېلي افریقا کې د اومیکرون په نوم د کرونا ویروس نوې بڼه کشف شوې ده چې ښايي تر نورو بڼو ډېره مرګونې وي.

خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي تر دې دمه په دې هېواد کې د کرونا د نوې بڼې کوم څرک نه‌دی لیدل شوی.

ارشیف، کابل کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو لپاره ځانګړي شوي افغان جاپان روغتون کې په کرونا اخته ناروغان
ارشیف، کابل کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو لپاره ځانګړي شوي افغان جاپان روغتون کې په کرونا اخته ناروغان

په همدې حال کې یو شمېر عام خلک وايي کرونا ویروس لا هم افغانستان ګواښي او باید خلک احتیاطي تدابیر زیات کړي.

د کابل ښار دوه اوسېدونکو ضیاالدین او حذیفه ازادي راډيو ته وویل: "کرونا د تېر په څېر لا هم په افغانستان کې شته، زیات شمېر خلک پرې اخته دي، خو خلک فکر کوي چې دا موسمي ناروغۍ دي، خو داسې نه‌ده."

"په افغانستان کې کرونا هماغسې په تېزۍ خپرېږي، خلک باید په دې اړه جدي شي او د کرونا د لا خپراوي د مخنیوي په برخه کې هڅه وکړي، کنه خدای ناخواسته یو وار بیا به د زیاتو خلکو د مرګ شاهدان واوسو."

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د وروستي راپور پر بنسټ د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ له درېیمې د ۲۰۲۱ میلادي کال د نومبر تر ۲۹مې نېټې پورې په افغانستان کې ۱۵۷،۲۱۸ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې شمېر ۷،۳۰۷ کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG