د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

ډبلیو.ایچ.او: د 'اومیکرون' زیاتوالی لوی خطر لري


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې لومړنیو شواهدو ته په کتو، د کرونا ویروس نوې بڼه د دغې وبا د زیاتوالي لوی خطر لري.

ډبلیو.ایچ.او پرون وویل، د وبا دا احتمالي ډېروالی به "جدي عواقب" ولري.

دا د ویروس د نوې بڼې په اړه چې تېره اوونۍ په جنوبي افریقا کې کشف شو، تر ټولو د لوړې کچې خبرداری دی.

د شته شواهدو له مخې ویل شوي چې اومیکرون ویروس به د بدن پر دفاعي سیسټم هم تم نه شي او ژر له یوه بل کس ته د لېږد وړ دی.

په جنوبي افریقا کې چې د ویروس همدا بڼه په کې پیدا شوې اوس په ورځني ډول لس زره کسان پرې اخته کیږي.

ډاکټرانو دغلته ویلي چې د اومیکرون ناروغان خفیفې نښې لري، خو تر ډېره هغه کسان پرې اخته شوي چې عمرونه یې د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ دي.

XS
SM
MD
LG