د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

افغانستان کې د تریاکو پر کاروبار د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې تبصرې


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان دننه د تریاکو پرکار وبار او د دې صنعت پر بیا غوړېدو لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د تلوکان سیمې کیسه کوي، چېرته چې د تریاکو د خرڅلاو یو بازار فعال دی او سوداګر یې ازاد پلور او پېر کوي.

د ورځپاڼې په لیکنه، دې بازار کې په پلاستیکي کڅوړو کې ځای پرځای شوي، تریاک د فلزي کاسو ترڅنګ خرڅلاو ته ایښي او پر دوکانونو هم د طالبانو بیرغونه ځوړند دي.

وال سټریټ ژورنال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند سعید خوستي په حواله لیکي چې طالبان به د نشه یي توکو کرکېله او کاروبار له منځه وړي.

خو په لیکنه کې راغلي چې د کندهار په پنجوایي او نورو ولسوالیو کې بیا کیسه برعکس ده او بزګرانو ان پر هغو ځمکو کوکنار کرلي چې پخوا یې په کې غنم او جوار کرل.

ورځپاڼې کندهار کې د یو شمېر ځایي طالبانو په حواله لیکلي، دوی اوس بزګرانو ته ځکه څه نه شي ویلی چې د طالبانو حکومت د بزګرو د ملاتړ لپاره نورې لارې چارې نه لري.

افغانستان د نړۍ نژدي نوي په سلو کې تریاک تولیدوي او تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو یوه راپور هم وښوده چې سږکال د تېر کال پرتله د تریاکو تولید څو فیصده زیات شوی دی.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې بیا د هغو افغانانو پر وضعیت یوه لیکنه خپره کړې چې د لویدیځ د مرستو د درېدو له کبله یې ژوند له خطر سره مخامخ شوی دی.

ورځپاڼې د بیلګې په ډول د هلمند د ګرشک روغتون وضعیت انځور کړی چې په خبره یې کار کوونکو یې معاشونه نه دي اخیستي او په روغتون کې درمل هم خلاص دي.

په لیکنه کې راغلي، لویدیځ د طالبانو پر حکومت مرستې درولي، خو د لیکوال په باور، د دې بندیز بیه هغه ماشومان ورکوي چې د ګرشک په روغتون کې د امکاناتو د نشتوالي له کبله مړه کیږي.

ورځپاڼې د شیرین په نوم د هغې مور کیسه را اخیستې چې د څلورو ماشومانو سرپرستي ورله غاړې ده او اوس له لوږې سره مخامخ ده.

وړاندې په مطلب کې راغلي، د شیرین خاوند درې کاله مخکې د ماین په چاودنه کې پښه له لاسه ورکړې وه، هغه د روغتون صفا کار و، خو کله چې د روغتون د کار کوونکو معاشونه ودرېدل، هغه په کور شو او وروسته یې د پښې ټپ دې حد ته وشړېده چې هغه یې مړ کړ.

شیرین ویلي، میړه یې ځکه مړ شو چې دوی یې درملنې ته پیسې نه درلودې او چا پور هم نه ورکاوه.

د طالبانو له واکمنېدو راهیسې اکثره دولتي کار کوونکو معاشونه نه دي اخیستي، خو تازه د طالبانو مالیې وزارت اعلان وکړ چې دې مامورانو ته به د درېیو میاشتو معاش یوځای ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG