د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

'زما ذات' پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د اسیې تازه سندره


د طالبانو واکمني؛ د اسیې محرابي 'زما ذات' تازه سندره
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:23 0:00

د طالبانو واکمني؛ د اسیې محرابي 'زما ذات' تازه سندره

'زما ذات' د افغان سندرغاړې اسیه محرابي نوې سندره چې ښايي پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د یوې افغان ښځینه سندرغاړې لومړنۍ سندره وي.

'زما ذات' سندره تر ډېره په افغانستان کې د ښځو د وروستیو وضعیت بیانونکې هم ده.

اسیې په دې سندره کې د درې ښځینه شاعرانو شعرونه سره یوځای کړي دي.

خو درې شعره ولې په یوه سندره کې؟

اسیه یې په اړه وايي: "محتوا یوه ده او احساسات د درې ښځو دي، یعنې د دوی د ټولو د ژوند جغرافیې بدلې دي، خو حالت او احساس یې یو دی او دا زما لپاره ډېره مهمه وه."

د اسیې په خبره، موسیقي کله هم نه مري، که په افغانستان کې ورته نن سبا زمینه نه ده برابره، خو له هېواد بهر، شته داسې سندغاړي چې دې هنر ته کار وکړي.

هغه احساس چې په مشهوره وینا 'له زړه پورته کېږي، په زړه کیني' ځکه باور دا دی چې د نن کیسه ده او هره افغان ښځه په کې خپل د حال ننداره کولای شي.

افغان سندرغاړې اسیه محرابي
افغان سندرغاړې اسیه محرابي

دا ښايي په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د یوې افغان ښځینه سندغاړې لومړنۍ سندره وي.

خو د اسیې لومړنۍ سندره نه ده: "ما تراوسه پورې اته سندرې خپرې کړي دي، په اتو سندرو کې درې یې کلېپ شوي، یعنې تصویري دي او څلور غږیزې دي."

د دې تصویري سندرې کمپوز اسیې په خپله او بهرني همکار یې سرګي جوړ کړی او د موسیقۍ تړون الکس عابدي کړی دی، خو لګښت یې په خپله اسیې پرې کړی دی.

سندره په یو ځنګله کې ثبت شوې چې تقریباً ځولۍ تشې ونې او په ځمکه پرتې پاڼې لیدونکي ته د یوه راغلي مني کیسه کوي.

د دغه سندرې په صحنو کې کرکترونه کم دي، یوازې سندغاړې اسیه او ګیتار غږونکی سرګي .

اسیه وايي، موسیقي کله هم نه مري، که په افغانستان کې ورته نن سبا زمینه نه ده برابره خو له هېواده بهر، شته داسې سندغاړي چې دې هنر ته کار وکړي: "موسیقي خو هېڅ وخت له منځه نه ځي، خو دا چې اوس د افغانستان په جغراقیه کې نظام د اماراتو دی، اجازه نه ورکوي موسیقي به مخته نه ځي، خو په بهر کې ډېرهنرمندان او سندرغاړي شته چې هغوی به د افغانستان په ټولو ژبو په تېره بیا په پښتو او فارسي کې نوې سندرې ولري او ادامه به لري."

افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا دی درې میاشتې وشوې چې بې سازه او بې اوازه دی، یوازې یو غږ ترې اورېدل کېږي، وچ او بې موسیقۍ چې هغه د دغه هېواد د اوسېدونکو د لوږې او بې وزلۍ غږ دی.

XS
SM
MD
LG