د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

د افغانستان عامې روغتیا وزارت: روغتیايي سیستم له ننګونو، خنډ او ځنډ سره مخ شوی


آرشیف، یک شفاخانه در ولایت هرات
آرشیف، یک شفاخانه در ولایت هرات

د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي مني چې روغتیايي سیستم له ننګونو او خدمتونه‌یې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.

واک ته له رسېدو وروسته، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي د حکومت د رسنیو په مرکز کې په لومړي ځل په روغتیايي سکټور کې شته ننګونې او د راتلونکې په اړه‌یې اندېښنې له رسنیو سره شریکوي.

د دې وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۲۴» وايي، روغتیايي سکټور تل په بهرنیو مرستو پورې محدود پاتې شوی، پر ځان د بسیاینې لپاره‌یې هېڅ کار نه‌دی شوی او له بهرنیو مرستو پرته‌یې په لنډ وخت کې په پښو درول نا ممکن دي.

عبدالباري عمري مني چې د مرستو بندېدو د افغانستان دغه سکټور ځپلی او خدمتونه‌یې ځنډني شوي دي.

ښاغلی عمري زیاتوي: "هغه مهال چې بهرنۍ سرچینې بندې شي. بهرني سازمانونه خپلې مرستې ودروي. نړیوال بانک، اروپايي ټولنه او یو‌، اېس، ای، ډي خپلې هغه ژمنې چې له افغان ولس سره‌یې درلودې په هغو وفا ونه‌کړي او بیا دې موږ دلته سم کار وکړو، دا امکان نه‌لري. په لنډ وخت کې ناممکن دی."

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي، یو شمېر سیمو کې روغتونونه تړل شوي، روغتیاپالانو ته معاش نه‌دی ورکړل شوی او تر خوا یې د درملو او طبي وسایلو د کمي خبرونه‌یې هم ترلاسه کړي دي.

د کابل یوه روغتون کې په خوارځواکۍ اخته یو ناروغ
د کابل یوه روغتون کې په خوارځواکۍ اخته یو ناروغ

ښاغلی عمري له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان روغتیايي سکټور له سیاست سره ونه‌تړي او خپلې بندې شوې مرستې بېرته پیل کړي.

نوموړی وايي، په افغانستان کې نږدې ۳،۲ ملیونه ماشومان او ۸۰۰ زره میندې خوارځواکۍ سره مخ دي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي دا هم وايي، تېرو ۲۰ کلونو کې د روغتیا وزارت د ځان بسیاینې لپاره جوړ شوي قوانین نه‌دي عملي شوي، ځکه اوس‌مهال دوی له بد وضعیت سره مخ دي.

د دوی په وینا، په کور دننه د روغتیايي خدمتونو کیفیت تر پوښتنې لاندې دی، خو د معیاري کېدو او سمون لپاره‌یې له هلو ځلو خبر ورکوي.

د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوس‌مهال په ټول افغانستان کې ۱،۶۰۰ خصوصي روغتونونه فعال دي چې له دې شمېر یې یوازې ۶۰۰ ثبت او پاتې یې خپل‌سری فعالیت کوي.

دغه‌شان د درملو او خوراکي توکو د کیفیت معلومونې لپاره یوازې یو لابراتوار شته چې اړتیاوې نه‌شي پوره کولای.

ازادي راډیو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له یو شمېر پخوانیو چارواکو او مسؤلانو سره اړیکه ونیوله، څو هغه نیوکې چې پر دوی کېږي، ورته ځواب ووايي، خو له دوی څوک خبرو ته حاضر نه‌شول او ځینو یې زموږ اړیکو ته ځواب ونه‌وایه.

خو د روغتیايي کارکوونکو او بنسټونو د ټولنې ویاند ډاکتر عزیز امیر هم مني چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان د روغتیايي سکټور پر ځان بسیاینې لپاره بنسټیز کار نه‌دی شوی.

ارشیف، هرات کې یوه روغتون کې ټپيان
ارشیف، هرات کې یوه روغتون کې ټپيان

ښاغلی امیر وايي: ​"بلې لکه د نورو برخو په شان د روغتیا برخه هم ډېره متکي او محتاجه برخه وه او له ۷۰ فیصده زیات روغتیايي خدمتونه په بهرنیو مرستو ولاړ وو، د افغانستان د روغتیايي سکټور د ځان بسیاینې لپاره اصلاً کار نه‌دی شوی، سره له دې چې دېر وړاندیزونه شوي چې دوی له خصوصي سکټور سره ګډ پروګرامونه او برنامې ولري، خو لکه په نورو هېوادونو کې چې دي دلته دا کار نه‌دی شوی."

د طالبانو عامې روغتیا وزارت مسؤلانو د دوشنبې د ورځې په دغه خبري غونډه کې وویل، په کلني ډول د هر افغان د درملنې لپاره ۲،۳ میلیارډ ډالرو ته اړتیا ده چې په دې برخه کې یوازې ۵،۵ سلنه خدمتونه‌یې حکومت وړاندې کوي.

مسؤلان وايي، افغانان هر کال ۲۴۲ ملیون ډالر د خپلې درملنې لپاره له هېواده بهر مصرفوي چې په کور دننه د معیاري خدمتونو په جوړولو سره دا پیسې خوندي کېدای شي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت داسې مهال د بهرنیو مرستو د بېرته پیل غوښتنه کوي چې موده وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې د دې هېواد روغتیايي نظام د سقوط په حال کې دی.

XS
SM
MD
LG