د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د اندراګاندي روغتون رییس: د خوارځوکو افغان ماشومانو شمېر په ډېرېدو دی


د کابل یوه روغتون کې یو خوارځواکه ماشوم
د کابل یوه روغتون کې یو خوارځواکه ماشوم

په کابل کې د ماشوم د روغتیا د برخې یا د اندراګاندي روغتون رییس وايي، دغه روغتون ته د خوارځوکو ماشومانو د راوړلو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

ډاکټر نورالحق یوسفزۍ که څه هم دقیق ارقام نه ورکوي خو وايي، دوی له همدې امله د دغو ماشومانو لپاره یو بل ځانګړی مرکز هم جوړ کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې تازه د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، اټکل کېږي سږ کال په افغانستان کې تر دوه میلیونه او دوه لکو پورې ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته شي چې د دغه سارمان په خبره، له دې شمېر یو میلیون ماشومان د مرینې له خطر سره مخ دي.

د ازادي راډیو خبریال له ښاغلي یوسفزي سره مرکه کړې او په سر کې یې په اندراګاندي روغتون کې د خوارځواکو ماشومانو وضعیت ترې پوښتلی دی.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

XS
SM
MD
LG