افغانستان
په خوست کې د صنعتي پارک پر جوړولو بیا کار پیل شو

نن شنبه د نومبر په ۱۳مه د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د سموات په سیمه کې د دې ولایت د صنعتي پارک د جوړیدو کار چې له څو میاشتو ټکنۍ شوی وو، له سره پیل شو.
چارواکي وايي، په صنعتي پارک کې د تولیدي فابریکو او کارخونو په فعالیدو سره به د خصوصي سکټور د میلیونونو ډالرو د پانګونې تر څنګ ۲۵ زره کسانو ته د دایمي کار زمینه برابره شي.
د خوست صنعتي پارک چې په ۴۲۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي، د بېلابېلو ټولنیزو ستونزو له کبله يې ودانیزې چارې له ۱۴ کالونو راهیسې د خنډ او ځنډ سره مخامخې دي.
په خوست کې تر اوسه ډېری صنعتي فابریکې د استوګنې په کورونو کې په تولیداتو بوختي دي، خو د دې ځای صنعت کاران او پانګه وال تمه څرګندوي چې طالبان به د صنعتي پارک په مخکې ستونزو او خنډونو جوړولو ته اجازه ورنه کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال سیاف د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د صنعتي پارک په پرانیستې سره به د پانګوالو د فعالیت ساحه پراخه شي، ځکه دوی تر اوسه په رهایشي ساحه کې فعالیت لري او په رهایشي ساحه کې د پراخه فعالیت امکانات نشته.
په خوست کې د غیرالکولي مشروباتو د یوې فابریکې مسوول شیرمحمد عابد وايي، صنعتکارانو د ځمکې د قیمت او خدماتو یوه اندازه پیسې حکومت ته تحویل کړي، خو کار ورباندې نه دی پیل شوی: "نن د صنعتي پارک افتتاح ده، خلک راغلي دي، په دې پارک کې د سوډا کارخانې دي، د مشروباتو دي، د درملو دي، د رختونو دي، تقریباً ۲۰۴ شرکتونه دي، نو په همدې اندازه فابریکې به دلته فعالیت کوي، په دې ځای کې ۶۷ شرکتونه دي، ۵۱ يې تقریباً ۴۵ میلیونه افغانۍ پیسې تحویل دي، په تېر دولت کې دلته خنډونه وو، اوس چې امارت دی، زموږ غوښتنه دا ده چې جدي اقدام وکړي، ځکه دا خلک ۱۴ کاله وځوریدل، چې نور ونه ځوریږي."
په خوست کې، صنعتکاران، پانګوال، د شرکتونو، کارخانو او فابریکو مالکان وايي، د صنعتي پارک په فعالیدو سره په دې ولایت کې د بې کارۍ کچه راټیټه شي.
د انعام افغان شرکت مسوول نورالله وايي، که په دې صنعتي پارک کې تولیدي فعالیتونه پیل شي، نو تر ۲۵ زره کسانو لپاره به دایمي کارموندنه وشي.
دی وايي، نور پانګوال او شتمن کسان هم دې ته لېواله دي چې د صنعت په ډګر کې پانګونه وکړي او د خپل هېواد او خلکو په اقتصادي ځان بسیاینه کې ونډه ترسره کړي.
بل لوري ته په خوست کې طالب چارواکي پانګوالو ته ډاډ ورکوي چې د دوی د پانګونې لپاره به ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
خوست والي محمدنبي عمري، د صنعتي پارک د کار د پیلیدو په پار د جوړې شوې غونډې ګډونوالو ته په خبرو کې وویل، په اوسني وخت کې د هېواد د صنعتي کیدو لپاره هر ګام ځانته ارزښت لري.
نوموړي زیاته کړه، پانګوال باید د صنعتي فابریکو د جوړولو له لارې داخلي تولیداتو او خلکو لپاره د کارموندنې په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.
یاده دې وي، اوسمهال د صنعتي پارک څخه دباندې په خوست کې شاوخوا ۲۳۰ کارخانې او فابریکې فعالیت لري چې په هغه کې تر دې وروستیو په مستقیم ډول ۸۷۰۰ کاریګر په کار بوخت وو، خو اوس يې د خامو موادو د کمښت او په بانکونو کې د کافي پیسو د نشتون له کبله تولیدات لږ شوي او د کاریګرو شمیر هم نیمايي ته راښکته شوی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د لونګو امېل مشاعره؛ اروپا مېشتي افغان شاعران ورغلي وو

د لونګو امېل په نوم پسرلنۍ مشاعره وشوه.
دا مشاعره پرون ماښام د جرمني په کولن ښار کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له خوا جوړه شوې وه.
مشاعره کې له جرمنې، فرانسې، بلجیم، سویډن ، ډنمارک او نورو اروپايي هيوادونو لسګونو شاعرانو ګډون کړی و چې په پښتو او دري ژبو يې خپل شعرونه ولوستل.
د طالبانو له زندانه د بریټانوۍ جوړې د خلاصون هڅې

د طالبانو له خوا د دوو زنداني شویو برتانوي اتباعو زوی جانتن رینلډز د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غواړي چې د مور او پلار په خوشې کولو کې ورسره مرسته وکړي.
په هغه ویډیو کې چې رینلډز ازادي راډیو ته لیږلې، هغه د خپلې لور سره د سپینې ماڼۍ مخې ته ولاړ لیدل کیږي او له ولسمشر ټرمپ څخه د مرستې غوښتنه کوي.
"موږ ته په وار وار ویل شوي چې دوی بې ګناه دي، هیڅ جرم یې نه دی کړی او ډیر ژر به خوشې شي. خو دوی لا هم په زندان کې دي. د برتانیا حکومت موږ ته ویلي چې زما د مور او پلار د خوشې کولو لپاره به په خپل ټول توان سره هرڅه وکړي. خو د یو برتانوي او امریکايي تبعه په توګه، زه دلته ولاړ یم او له تاسو څخه غواړم چې له زندان او له هغه هېواده زما د مور او پلار د ایستلو په برخه کې مرسته وکړئ."
باربي او پیټر رینلډز، یوه برتانوۍ جوړه چې له ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې اوسېده، د فبروري په لومړۍ نیټه د طالبانو لخوا ونیول شول.
دوی د زده کړې او د ماشومانو د ساتنې په برخو کې کار کاوه.
په کراچۍ کې پاکستاني پولیسو تر ۱۵۰ ډير افغانان نیولي

پاکستانۍ انګلیسي ژبې ډان ورځپاڼې د جمعې په ورځ د کراچۍ د چارواکو په وینا خبر ورکړ چې د شپاړس زره یوسل او اته دیرش افغانانو د ایستلو بهیر پيل شو.
د راپور له مخې دا هغه افغانان دي چې ( اې سي سي) کارتونه لري او تر اوسه پولیسو څه باندې یونیم سل کسان نیولې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مارچ په شپږمه په یوه بیان کې ویلي و چې ټول غیرقانوني بهرنیان او د ( اې سي سي) کارتونو درلودونکي کسان دې د مارچ تر یو دیرشمې له پاکستانه په خپله خوښه ووځي. بیا د اختر په خاطر دا موده د اپریل تر لسمې تمدید شوه.
د ازادي راډیو د راپورونو له مخې په اسلام اباد، راولپنډۍ او د پاکستان په یوشمیر نورو ښارونو کې هم د پولیسو له لورې د افغان کډوالو د نیولو بهیر ګړندی شوی دی.
په افغانستان کې د څلور ورځو په ترڅ کې د ترافیکي پيښو د قربانیانو شمیر لسګونو ته رسیدلی

د طالبانو د ترافیک عمومي ریاست نن په یوه بیان کې ویلي دي چې د روژې مبارکې په وروستۍ ورځ او د اختر په دریو ورځو کې اتیا ترافیکي پیښې رامنځته شوې دي چې له امله یې دیرش کسان وژل شوي او یوسل او پنځه پنځوس نور ټپيان شوې دي.
د اختر په ورځو شپو کې یوشمیر کسان بیلابیلو ولایتونو او تفریحي ځایونو ته په چکر ځي چې له امله یې تیرکال هم د اختر په ورځو کې شاوخوا پنځوسو کسانو د ترافیکي پيښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او نژدې یوسل او پنځه اتیا نور ټپيان شوي وو.
د حقابې او کډوالو په اړه د امیرخان متقي او ایراني ډپلوماټ خبرې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له یوه لوړپوړي چارواکي سره د حقابې او د افغان کډوالو په اړه خبرې کړي دي.
په کابل کې د ایران سفارت په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار او د جنوبي اسیا د برخې مشر محمدرضا بهرامي له ښاغلي متقي سره لیدلي.
دغه سفارت زیاته کړې چې متقي د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې مثبتې ارزولي او د شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.
د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د غونډې په جریان کې، بهرامي "د ګاونډیتوب پالیسۍ ته غاړه ایښودل د بهرني سیاست لومړیتوب وګاڼه."
همدارنګه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې اعلان وکړ چې دواړو خواوو د نویو پرمختګونو، دوه اړخیزو اړیکو، د اوبو موضوع او په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران او طالبان پخوا له هلمنده د ایران د حقابې په اړه له سختو کړکیچونو سره مخ وو.
له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ له پاکستان څخه راستنیدونکو کډوالو لخوا د پولیو د لیږد د خطر په اړه خبرداری ورکړی

دې ادارې د پنجشنبې په ورځ په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې له پاکستان څخه راستنیدونکې کورنۍ باید په پوله کې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي ترڅو د ناروغۍ د خپریدو مخه ونیسي.
په ۲۰۲۵ کال کې، په بادغیس ولایت کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. که څه هم د طالبانو حکومت تېر کال مثبتې پېښې نه وې تایید کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې پولیو په بشپړه توګه له منځه نه ده وړل شوې.
د افغانستان د ۱۹کرکټ لوبډلې د نیپال سیال ټیم د ۱۳۰ منډو په توپير ماتې ورکړه

د افغانستان د نولس کلنو کرکټ لوبډلې د کوربه نیپال د نولس کلونو لوبډلې ته نن ( مارچ دریمه) د یوسل او دیرش منډو په توپير ماتې ورکړه.
دا یو ورځنۍ لوبه چې کله سهار په پلازمینه کتمندو کې پيل شوه، افغان لوبډلې پچه وګټله او د بټنګ پریکړه یې وکړه.
افغان لوبغاړو په ټاکلیو پنځوس اورونو کې درې سوه منډې جوړې کړې او نهه لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
د افغانستان له لورې د فیصل شینوزاده اووه نوي او د خالد احمدزي شپږ اویا منډې د دې سبب شوې چې افغان لوبغاړي د نهو لوبغاړو په سوځیدو مخالف ټیم ته درې سوه یو منډې هدف وټاکي.
نیپال خپل ټول لوبغاړي د یوسل او اویا منډو له جوړیدو سره له لاسه ورکړل.
تېره مارچ میاشت پاکستان کې ۱۰۵ بریدونه شوي، دا شمېر ۱۶ کلونو کې ساری نه لري

د پاکستان د شخړې او امنیت انستیتیوت وایي، تېره مارچ میاشت کې دغه هېواد کې له سلو زیات ترهګریز بریدونه شوي دي.
د دوی د شمېرو له مخې چې پاکستاني رسنیو نن پنجشنبه ( د حمل ۱۴مه) خپرې کړي، تېرو شاوخوا ۱۶ کلونو کې لومړی ځل دی چې د یوې میاشتې په ترڅ کې دومره ډېر بریدونه کیږي.
راپور کې راغلي چې په دغو شویو ۱۰۵ بریدونو کې ټولټال ۲۲۸ تنه وژل شوي چې ۷۳ یې د پاکستان امنیتي ځواکونه، ۶۷ ملکیان او ۸۸ یې خپله وسله وال سخت دریځي دي.
د سخت دریځو پر بریدونو سربیره په مارچ میاشت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا هم د وسله والو مخالفانو پر اهدافو بریدونو کې ۱۰۷ تنه وژل شوي چې ۸۳ یې سخت دریځي، ۱۳ امنیتي سرتیري او ۱۱ یې ملکیان دي.
په پاکستان کې د امنیتي وضعیت له خرابوالي را وروسته د هغه هېواد چارواکي تل تور پورې کوي چې وسله وال خپلې ډېرې حملې د افغانستان له خاورې پلانوي.
د طالبانو حکومت بیا دا تورونه رد کړي او ویلې یې دي، دوی چاته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د بل چا په ضد کار واخلي.
کراچۍ کې د طالبانو سرکونسل؛ پاکستاني چارواکي دې د قانوني اسناد لرونکو افغان کډوالو نیول او ځورول ودروي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د حکومت سرکونسل عبدالجبار تخاري وايي، د سند ایالت د پولیسو له مشر غلام نبي میمن سره يې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
په هغې خبرپاڼه کې چې افغان کونسلګرۍ د چهارشنبې په ورځ خپره کړې راغلي، "تخاري له پاکستاني لوري غوښتي څو د هغوو افغان کډوالو نیول او ځورول ودروي چې په پاکستان کې د پاتي کیدو قانوني اسناد لري".
په خبرپاڼه کې د سند ایالت د پولیسو مشر ژمنه کړې چې په دې برخه کې به د طالبانو له حکومت سره همکاري وکړي.
بل پلو، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د دې هېواد صداعظم شهبازشریف د بې اسناده افغان کډوالو د جبري اخراج په اړه خبرې کړي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دغو دوو لوړو پوړو چارواکو د بې اسناده افغان کډوالو پر وړاندې د قانوني اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان حکومت د تیرې مارچ میاشتې ۳۱مه د ای سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو لپاره وروستۍ مهلت ټاکلی وه چې درې ورځي وړاندې پای ته ورسیده.
په تیرو دریو ورځو کې په لسهاو بې اسناده افغان کډوال د پلازمینې اسلام اباد په ګډون د پاکستان په لویو ښارونو کې نیول شوي او بیرته افغانستان ته ډپیورټ شوي دي.
خو په دې هېواد کې میشت یو شمیر افغان کډوال وايي، پاکستاني پولیس هغه افغانان هم نیسي چې قانوني اسناد لري.
نن د افغانستان او نېپال د نولس کلنو د کرکټ ملي لوبدلې سیالي لري

نن د افغانستان او نیپال د نولس کلنو د کرکټ ملي لوبدلې د پنځوس اووریزو سیالیو په لومړی لوبه کې سره مخامخ کیږي.
دا لوبه د نیپال په کوربتوب د کابل پرمهال د سهار ۸:۴۵ دقیقې پیلږي.
د کرکټ نړیوال شورا پر خپلې رسمي ویب پاڼې ویلي، د افغانستان او نیپال د کرکټ د نولس کلنو لوبډلو ترمنځ د دریو پنځوس اووریزو سیالیو دویمه لوبه به د اپریل به ۶مه او وروستۍ یا دریمه لوبه به يې د اپریل په ۹ ترسره شي.
افغان لوبډله به له دې سیالیو وروسته د نولس کلنو نړیوال جام ته د لار موندنې په سیالیو کې چې د نپیال په میلپاني ښار کې ترسره کیږي ګډون وکړي.
په دغو سیالیو کې به افغان لوبډله د عمان، هانګ کانګ، متحده عربي امارات او نپیال پر وړاندې ولوبیږي.
د دې سیالیو غوره لوبډله به د ۲۰۲۶ کال د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام ته لار ومومي چې د د زیمبابوي او نامیبیا په کوربتوب به ترسره شي.