د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

د نجلۍ ویډیو: طالبانو ووهلم،د ۱۱مې حوزې جنايي مدیر له ما غیرمشروع غوښتنه وکړه


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په کابل کې یوه نجلۍ ادعا کوي چې د طالبانو د ۱۱مې حوزې امنیتي کسانو وهلې او رټلې ده.

نوموړې خپل نوم او د کور کره پته یې نه ده معلومه وايي، ورور یې د مخکني جمهوري نظام پوځي و او طالبانو یې په دې پلمه د کور دروازه وټکوله چې له هغې سره شته وسله ور وسپاري.

د دې په خبره، ورور یې کور کې نه و، طالبانو یې کور وپلټه او څه یې پیدا نه کړل، خو کله چې دې ور سره دلیل ووایه، په را کښلو راکښلو‌ یې تر یوولسمې حوزې یوړه او هلته یې وهلې او رټلې ده.

نوموړې وویل: "کله یې چې زه حوزې ته یوړم، ډېر بحث یې را سره وکړ. ډېر بد چلند یې را سره وکړ. د ۱۱مې حوزې جنايي مدیر له ما غیر مشروع غوښتنه وکړه، کله چې ما رد کړه، ویې وهلم."

دا ویډیو یوه دقیقه او څلوېښت ثانیې ده او په کې یاده نجلۍ د خپل بدن هغه برخې هم ښيي چې د ده په خبره، طالبانو وهلې او داغونه یې پاتې دي.

خو طالب چارواکي وايي، نظامیانو یې داسې کوم کار نه دی کړی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو سره خبرو کې که څه هم دا ادعا پروپاګنډ او دسیسه وبلله، خو زیاته یې کړه، دوی حاضر دي چې دا قضیه په علني محکمه کې وڅېړل شي: "موږ په علني محکمه کې د دې دعوې ته تیار یوو چې دا قضیه په علني محکمه کې وڅېړل شي. که د دې قضیه ثابته شوه، هغه مجرم ته به سخته سزا ورکړل شي. "

د یوولسمې حوزې د جنايي جرمونو پرضد د مبارزې مدیر مولوي محمد اسحاق هم د ځان پر وړاندې یوه دسیسه بولي او همدا خبره تکراروي چې دا قضیه په علني ډول وڅېړل شي.

هغه په یوه ویډیو کې چې د کورنیو چارو وزارت خپور کړی د ځان په اړه سپیناوی کړی او وايي، دنده یې د خلکو د عزت ساتل دي، نه د خلکو بې عزتي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، نږدې هره ورځ د صحرایي محکمې، د طالب نظامیانو له‌خوا سره د تاوتریخوالي او بد چلند ورته ویډیوګانې خپرېږي، خو طالبان یې یا ردوي او یا هم وايي، دا کسان د دوی غړي نه دي.

خو اندېښنه دلته را ولاړېږي چې له طالبانو پرته پر افغانستان څوک واکمن دي چې کولی شي له خلکو سره دا ډول بد چلند وکړي.

نږدې میاشت وړاندې طالبانو د خپلو صفونو د تصفیې لپاره یوه کمېسیون جوړ کړ، څو هغه کسان چې خلک ځوروي او یا هم په وژنو، فساد او تعصب تورن دي، له خپلو لیکو وباسي او یې هم مجازات کړي، خو له هغې نېټې د دې ډول قضیو په شمېر کې کمی را نغی.

موده وړاندې د ولسي جرګې د پخواني غړي الله‌ګل مجاهد ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو خپره شوه چې په کې طالب نظامیان هغه وهي او سپکې سپورې ورته وايي.

د ویډیو له خپرېدو وروسته، د طالبانو کابینې د دې قضیې د څېړلو او عاملانو ته یې د سزا پرېکړه وکړه.

خو یو شمېر ډېرې قضیې شته چې په کې عام افغانان په ورته ډول ځورول شوي، خو نه یې قضیې رسمي شوي او نه یې هم چا پوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG