د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۹

د بېلاروس او پولنډ پر پوله سلګونه پناه غوښتونکي هڅه کوي پولنډ ته ننوځي


د بېلاروس او پولنډ سرحدي سیمه
د بېلاروس او پولنډ سرحدي سیمه

د بېلاروس او پولنډ سرحدي سیمو سره د ژمي په سړه هوا کې سلګونه پناه غوښتونکي دېره شوي.

سره له دې چې د بېلاروس له خوا د پناه غوښتونکو د پرېښودو په سر په سیمه کې د پوځي شخړې ډېر احتمال ځي خو د منځني ختیځ، افغانستان او افریقايي هېوادونو سلګونه پناه غوښتونکي غواړي اروپا ته ځانونه ورسوي.

وارسا په سرحدي لیکو کې د پاروونې په خاطر بېلاروس په ترهګرۍ تورن کړی او اروپايي ټولنې هم کړکېچ ته د لمن وهلو په خاطر مېنسک باندې د بندیزونو لګولو ته نږدې شوی.

د پولنډ دفاع وزارت پرون ویلي چې په بېالوویزا سیمه کې سلګونه پناه غوښتونکو غوښتل په زور د پولنډ خاورې ته ننوځي. تېرو څو ورځو کې داسې ډېرې پېښې رامنځته شوي.

د بېلاروس د سرحدي کمېټې د معلوماتو له مخې دوه زره کسان د دوی له پولي سره دېره دي.

د لیتوانیا، ایستونیا او لاتویا دفاع وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دا به د پاروونو او لا جدي پېښو د رامنځته کېدو لامل شي چې ان جګړې ته هم لار هواروي.

روسیې د خپل متحد بېلاروس د ملاتړ په پار په سیمه کې د اټمي سروکو د انتقال وړ الوتکې هوا ته پورته کړي دي.

اروپايي ټولنې وار دمخه د بېلاروس له خوا د پناه غوښتونکو له ناورینه د فشار د الې په توګه د کار اخیستلو په مساله تُند غبرګون ښودلی او په بېلاروس یې د بندیزونو د زیاتېدو ګواښ کړی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس هم پرون په برلین کې یوې غونډې ته وویل: "اروپايي ټولنه به د لوکاشینکو پر رژیم باندې بندیزونه زیات او سخت کړي او موږ به په دې اړه دوشنبه په بروکسل کې پرېکړه وکړو. هغه خلک او کمپنۍ چې د انسانانو په هدفمنده قاچاق کې لاس لري په ټوله نړۍ کې به بندیزونه پرې ولګول شي."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل، اروپايي ټولنه به د لوکاشینکو پر رژیم باندې بندیزونه زیات او سخت کړي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل، اروپايي ټولنه به د لوکاشینکو پر رژیم باندې بندیزونه زیات او سخت کړي

اروپا له دې مخکې هم د بېلاروس په رژيم باندې اقتصادي بندیزونه او فشارونه راوړي دي. بېلاروس بیا په ځواب کې د پناه غوښتونکو له مسالې کار اخلي.

سلګونه پناه غوښتونکو ته یې اجازه ورکړې چې د بېلاروس له خاورې پولنډ او نورو ګاونډ هېوادونو ته واوړي چې دې مسالې په اروپايي هېوادونو باندې فشار راوړي.

د بېلاروس مستبد مشر الکساندر لوکاشینکو د اروپا د بندیزونو د زیاتېدو په عکس العمل کې وویل:"موږ اروپا توده ساتو خو دوی بیا موږ ته د سرحد د تړل کېدو ګواښ کوي. څنګه ده که موږ پرې د طبیعي ګازو تمویل بند کړو؟"

لوکاشینکو همدا راز انتقاد وکړ چې د دوی پولو ته نږدې د ناټو او پولنډ زرګونه سرتیري پلي شوي.

له سیمې ګڼ راپورونه خپاره شوي چې ښيي پناه غوښتونکي د بېلاروس د پولیسو له خوا پولنډ ته پرېښودل شوي او په اکثرو ځایونو کې اغزن تار د پولیسو له خوا پرې شوی دی.

بېلاروس وروسته له هغه خپلو ګاونډیانو ته چې اکثر یې ورسره په مخالفت کې دي د پناه غوښتونکو مخه ور خلاصه کړه چې اروپايي ټولنې په دغه هېواد بندیزونه ولګول.

اروپايي ټولنې د خپلو بندیزونو لوی لامل د لوکاشینکو د رژيم له خوا د هغو مظاهره چیانو سخت ځپل وو چې د لانجمنو ولسمشریو ټاکنو په پایله کې د الکساندر لوکاشینکو له خوا د بریا د اعلان په غبرګون پاڅېدل.

XS
SM
MD
LG