د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

افغانان او لسګونه کډوال اروپا ته پر لارو مري؛ سربیا کې یې هدیرې په پراخېدو دي


سربیا کې کډوال
سربیا کې کډوال

سربیا اروپا ته له غیرقانوني لارو له افغانستان او نورو هېوادو څخه د روانو کډوالو وروستی منزل دی، خو په دې هېواد کې د کډوالو هدیرې د وخت په تېرېدو سره پراخېږي.

تسیا مصطفی پور ایرانی کډوال دی چې د یوه هوسا ژوند په هیله د لویدیځې اروپا شتمنو هېوادونو ته روان دی، خو هغه وېرېږي چې د سربیا په هدیرو کې د ښخو شوېو نوم ورکو کډوالو له برخلیک سره مخامخ نه شي.

تسیا وايي: "دا قبرونه نه پېژنم خو پوهېږم چې کډوال دي. زموږ له خپلو هېوادونو کډوال شوي دي. راوخوځېدل او په لاره کې مړه شول. زموږ لپاره هم ډېره سخته ده. موږ غواړو وړاندې ولاړ شو ، خو دا فکر راسره دی چې ښايي موږ هم مړه شو یا په لاره کې له کومې پېښې سره مخامخ شو. په دې سفر کې مې کوچنۍ لور هم راسره ده او ښايي موږ له بدو پېښو سره مخامخ شو."

د سربیا پارکونو او کمپونو کې د بې برخلیکه افغانانو د سختیو ډک ژوند
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:24 0:00

له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې له یو نیم میلیون زیات کډوال اروپا ته د رسېدو په هیله د بالکان له هېوادونو څخه تېر شوي دي، خو ټول منزل ته نه دي رسېدلي.

د سربیا چارواکي په وروستیو کلونو کې د ۶۸ کډوالو مړینه تاییدوي، خو ښايي د مړو شمېر تردې ډېر زیات وي ځکه ځینې مړي ورک شوي دي.

احسان الله الکوزی افغان کډوال دی چې په دې لاره کې یې یوه ملګري د ده د سترګو په وړاندې سا ورکړه: "دا ډېرې سختې لارې دي. زموږ یو ملګری و چې له غره راکښته کېدو راولوېد او چې موږ ورکښته شولو، ومولیدل چې له منځه تللی دی. له موږ سره دوه درې ملګري وو، هغوی یې عکسونه واخېستل او د هغه کورنۍ ته یې ولېږل. نو هغه یې هلته خاورو ته وسپاره، څلور- پنځه تېږې مو پرې کېښودلې، دعا مو وکړه او حرکت مو وکړ. واقعاً ډېره سخته صحنه وه چې پر موږ تېره شوه."

ستړیا، ناروغۍ، پېښې او په اوبو کې ډوبېدل د دې کډوالو د مړینې عوامل ګڼل کېږي. ځینې نور بیا د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه کېږي.

په سربیا کې بې نومه پخلنځي په نوم مرستندویه ټولنه په لارو کې د مړو کډوالو د کورنیو لپاره د فاتحې مراسم جوړوي.

د دې ټولنې غړې انکي واندیریت وايي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په ډیسمبر میاشت کې یې د محمد په نوم د یوه سوریایي لپاره د فاتحې مراسم رابللي وو: "هغه د شید نومې ښار د ریلګاډي سټېشن ته نژدې مړ شو. موږ او د کډوالو په کمپ کې د هغه ملګري راټول شوي یو. موږ د هغه د کورنۍ لپاره د ویر دا مراسم جوړ کړي او فلم یې اخلو چې بیا یې د هغه کورنۍ ته ولېږو."

که څه هم د سربیا چارواکي وايي، هڅه کوي د قربانیانو له کورنیو سره اړیکه ونیسي، خو ډېر لږ وخت د قربانیانو مړي د هغوی کورنیو ته سپارل کېږي.

په سربیا کې اوس مهال زرګونه کډوال په کمپونو کې استوګن دي، خو د دوی پرمخ د اروپايي ټولنې دروازې بندې دي، خو له دې سره-سره کډوال د یوه ښه ژوند په تمه پر دې خونړیو لارو راروان دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG