د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم غړي اصغر افغان استعفا ګڼ غبرګونونه پارولي


اصغر افغان
اصغر افغان

د ابوظبي د کرکټ ستډیوم کې ګلبدین نایب خپل هم‌ټیمی او پخوانی کپټان په اوږو جګ کړ او نورو ځوانو لوبغاړو یې بدرګه وکړه.

دا په کرکټ کې د اصغر افغان وروستۍ شېبې وې ځکه استعفا یې کړې او نور نه‌غواړي نړیوال کرکټ وکړي.

په ژړغوني غږ یې له مینه‌والو وغوښتل چې د افغان لوبغاړو ملاتړ وکړي.

په یوه کنفرانس کې یې هم د خپلې استعفا دلیل دا راووړ چې غواړي نورو ځوانانو ته لار هوار کړي.

اصغر افغان له کرکټ سره د خدای په امانۍ پر مهال په ژړا شو
اصغر افغان له کرکټ سره د خدای په امانۍ پر مهال په ژړا شو

اصغر وویل: "ډېرو زیاتو مینه‌والو او ملګرو لپاره ټکان ورکوونکی خبر وو چې زه استعفا ورکوم. ځکه ما دا خبره هېچا ته نه‌کوله او نه مې غوښتل. دا خبره مې ځان سره ساتلې وه. ډېر زیات مینه‌وال خپه هم دي چې ولې ما دومره ژر دا پرېکړه وکړه، خو کله کله به قرباني ورکوې د وطن لپاره چې ځوانانو ته زمینه برابره شي، نو په دې اساس ما غوښتل استعفا وکړم څو بعضې ځوانانو ته هم په نړیوال جام کې د ګډون زمینه برابره شي او دا فشار تجربه کړي ځکه همدا ځوانان زموږ د وطن اینده ده."

له نامیبیا سره په روان نړیوال شل اوریز جام کې لوبه چې افغانستان په ۶۲ منډو وګټله د اصغر لپاره وروستۍ لوبه وه او وتوانېد په ۲۳ بالونو د یوې شپږیزې او درېیو څلوریزو په مټ ۳۱ چټکې منډې جوړې کړي.

د کرکټ شل اووريز نړيوال جام کې افغان لوبډله
د کرکټ شل اووريز نړيوال جام کې افغان لوبډله

اصغر چې عمر یې نږدې ۳۴ ته رسېږي په ۲۰۱۰ کال کې خپل لومړنی نړیوال شل اووریز جام ولوبوه او د یو ورځنیو لوبو پيل‌یې کال دمخه یعنې ۲۰۰۹ کې کړی و.

که څه هم دی څو کاله تر دې لوبو مخکې په ټیم کې وو او لوبې یې کولې.

د اصغر افغان په استعفا باندې په کور دننه او نړیواله کچه د کرکټ مینه‌والو، مبصرینو، چارواکو او سیاستوالو تبصرې وکړې او له هغه‌یې د لاسته راوړنو او خدمتونو په خاطر ستاینه وکړه.

افغان ستوري بالر راشد خان په خپل ټویټر لیکلي چې خورا سخته ورته تمامه شوه چې اصغر استعفا وکړه ځکه ده او نورو ګڼو ځوانو لوبغاړو ته یو لارښود و.

افغان بالر راشد خان
افغان بالر راشد خان

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس او سیاستوال ډاکتر عبدالله عبدالله هم پر خپل ټویټر اصغر افغان ستایلی او ویلي یې دي چې د هغه دې کور ودان وي چې دوه لسیزې یې د کرکټ لپاره خدمت وکړ.

د کرکټ نړیوالې شورا هم د اصغر په کړنو او کرکټ باندې یوه مفصله لیکنه خپره کړې او د کرکټ یوې مشهورې پاڼې کرک انفو هم چې نږدې اته ملیونه تعقیبوونکي لري د اصغر افغان د خدای په امانۍ عکس د خپل فېس‌بوک په سر لګولی دی.

سره له ده چې د اصغر افغان استعفا ظاهراً د هغه مینه‌وال خپه کړل، خو مخکې دی ډېر تر انتقاد لاندې و چې ګواکې د ټیم په جوړښت کې چندانې پام نه‌کوي او د ځینو لوبغاړو د پرمختګ لار یې ډب کړې ده.

هغه په خپل وروستي خبري کنفرانس کې بیا وویل چې تل‌یې د افغانستان د بریا لپاره هڅه کړې ده ځکه د ده په باور همدا لوبه او په تېره کرکټ دی چې افغانان سره نږدې کوي.

نوموړي زیاته کړه: "لکه څنګه چې تاسو ګورئ د افغانستان نننۍ لوبه او که هر کله لوبه وي په دې ورځ د افغانستان ټول ملت یو وي که د نړۍ په هر ګوټ کې وي، نو موږ هم تل دا کوښښ کړی چې لوبې وګټو او د وطنوالو په مخ موسکا راولو."

اصغر افغان په یو ورځنیو لوبو کې نږدې دوه نیم زره منډې جوړې کړي او په نړیوالو شل اووریزو کې بیا څه باندې ۱،۳۰۰ منډې د ده په نوم ثبتې دي.

په شپږو ټسټ لوبو کې یې ۴۴۰ منډې کړي. د فرسټ کلاس او لېسټ اې او نورو شل اووریزو منډو ټول‌ټال شمېر یې شااوخوا اووه زرو ته رسېږي.

شهزاده مسعود
شهزاده مسعود

د کرکټ بورډ یو پخوانی مشر شهزاده مسعود چې کلونه کېږي اصغر افغان له نږدې پېژني د افغان په اړه ازادي راډیو ته وویل: "اصغر افغان په ۲۰۰۴ کال و چې لوبډلې ته راغی. د نېکو اخلاقو خاوند و او ښه لوبغاړی هم و. د لوبغاړي په توګه ما د ده شخصیت ډېر خوښېده. ځکه چې با تجربه لوبغاړی وو او په عین زمان کې یې د وطندوستۍ ډېر احساس درلود. بیا چې کله کپټان شو یقیناً چې ډېر کلونه‌یې ښه لوبډل مشري وکړه. ښه مدیریت‌یې درلود او زه پرې افتخار کوم."

اصغر افغان چې شاوخوا شپږ کاله کپټان پاتې شوی په خپله لوبډل مشرۍ کې یې ځینې ریکارډونه هم جوړ کړي.

یو او تر ټولو مهم دا دی چې د ده په مشرۍ د افغانستان د کرکټ ټیم د ۴۲ بریاوو ریکارډ لري چې په دې حساب دی د هند او ګڼو نورو هېوادونو د وخت له لوبډلمشرانو مخکې دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG