د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له پاکستان سره مخ کیږي


د افغانستان او پاکستان د کرکټ دوه تنه لوبغاړي
د افغانستان او پاکستان د کرکټ دوه تنه لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال شل اووره جام سیالیو په دوام کې نن په دوبۍ کې له پاکستان سره مخامخ کېږي.

افغانستان او پاکستان د دې جام په سیالیو کې چې په متحده عربي اماراتو او عمان کې کېږي، په دوهم ګروپ کې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند او د نشریاتو رييس فرید هوتک د نننۍ مسابقې په اړه وویل چې افغان لوبغاړي به په لوړه روحیه د مسابقې میدان ته ووځي: "افغان کرکټ لوبډلې د دې سیالۍ لپاره پوره چمتووالی نیولی او په لوړه روحیه به میدان ته ووځي."

پرون د افغانستان او نړۍ نامتو باولر راشد خان په دوبۍ کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان او پاکستان سیالي به د دواړو لوبډلو لپاره له فشاره ډکه وي، خو افغان لوبغاړي هڅه کوي چې عادي لوبه وکړي.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه په شارجه کې په لوی توپیر له سکاټلنډه ګټلې او پاکستان هم د هند او نیوزیلنډ لوبډلې ماټې کړي دي.

پاکستان تر دې دمه په ګروپ کې لومړی او افغانستان دوهم ځای لري.

د هر ګروپ د سر دوه لوبډلې به د پنځو لوبو تر نتیجې وروسته نیم پایلوبې ته وځي.

XS
SM
MD
LG