د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

د افغانستان کرکټ بورډ: د پاکستان په وړاندې لوبې ته تیار یو


د افغانستان کرکټ بورډ
د افغانستان کرکټ بورډ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به سبا د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې له پاکستان سره لوبه وکړي.

دا لوبه د افغانستان په وخت شپږ نیمې بجې د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې دې لوبې ته پوره تیاری لري او افغان لوبغاړي به د لوبې د ګټلو په تکل میدان ته ښکته شي.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه له سکاټلنده په ستر توپیر ګټلې.

پاکستان که څه هم د شل اووریزو لوبو پیاوړې لوبډله بلل کېږي او په روانو سیالیو کې يې د هند او نیوزیلنډ په څېر پیاوړې لوبډلې ماتې کړي، خو د پاکستان د کرکټ پخوانیو لوبغاړو ویلي دي چې افغانستان د شل اووریزو لوبو لپاره پياوړې لوبډله لري او که پاکستانۍ لوبډلې ماته کړي، دوی ته به د حیرانتیا خبره نه‌وي.

XS
SM
MD
LG