د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ لوبه؛ بریا د پاکستان په برخه شوه


پاکستاني لوبغاړي
پاکستاني لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوورېز کرکټ په نړیوال جام کې خپله دوهمه لوبه د پنځو ویکټو په توپیر پاکستان ته وبایلله.

افغانستان لومړی بېټینګ غوره کړ، په شلو اوورونو کې یې ۱۵۷ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه، خو د پاکستان لوبډله په ۱۹ اوورونو کې دې هدف ته ورسېدله.

د افغانستان د کرکټ نامتو ستوري راشدخان د تېرې شپې په لوبه کې خپله سلمه ویکټه واخیسته او د خپل هېواد لپاره یې یو بل ریکارډ ثبت کړ.

دا لوبه نن په دوبۍ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترسره شوه.

د دې لوبې نندارې ته ډېری شمېر افغانان او پاکستانیان راغلي وو چې دا مسابقه د دواړو لوبډلو لپاره مهمه او له فشاره ډکه وه.

په روان نړیوال شل اووره جام کې پاکستان تراوسه درې مسابقې کړي او درې واړه یې ګټلي، خو افغانستان تراوسه یوه مسابقه کړې او په لوی توپیر یې ګټلې ده.

د افغان لوبډلې بله لوبه به د یکشنبې په ورځ د لړم په ۹مه نېټه د نامیبیا له لوبډلې سره د ابوظبۍ د کرکټ په لوبغالي کې وي.

XS
SM
MD
LG