د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

افغان کرکټر راشدخان له خپلو پلویانو غوښتي چې یوازې له لوبې خوند واخلي


افغان کرکټ راشد خان
افغان کرکټ راشد خان

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاري راشد خان له خپلو پلویان غوښتي چې نن په دوبۍ کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د لوبې په درشل کې خپل ارامښت وساتي.

راشد خان دا خبره په یوه ویډیويي پيغام کې له پاکستان سره تر لوبې مخکې کړې وه: "بې له شکه چې د پاکستان پر وړاندې لوبه تل ښه وي. ان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د اسیا جام او په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په نړېوال جام کې لوبې وشوې او همدا راز دا به د یوې لوبې په ډول داوم کوي. خو زه له ټولو پلویانو غواړم چې تاسو باید پوه شئ چې ارام او قرار اوسئ او له لوبې خوند واخلئ."

راشد خان همدا راز ویلي چې د پاکستان پر وړاندې لوبه به افغانانو ته د خوشحالۍ سبب شي.

دا لوبه نن په دوبۍ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترسره کېږي.

اټکل کېږي چې ډېر شمېر افغانان او پاکستانیان به د نننۍ مسابقې د لیدو لپاره لوبغالي ته لاړ شي.

نننۍ مسابقه به د دواړو لوبډلو لپاره مهمه او له فشاره ډکه وي.

په روان نړیوال شل اووره جام کې پاکستان تراوسه دوې مسابقې کړي او دواړه یې ګټلي، خو افغانستان تراوسه یوه مسابقه کړې او په لوی توپیر یې ګټلې ده.

XS
SM
MD
LG