د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

ملګري ملتونه جي-۲۰ ته: افغانستان کې د پراخې لوږې مخنیوی وکړئ


د جګړو له امله بې ځایه شوي
د جګړو له امله بې ځایه شوي

د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیال مارټین ګرفیټس له جي شل یا د نړۍ د لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د پراخې لوږې مخ نیوی وکړي.

ښاغلي ګرفیټس پر جي شل هېوادونو غږ کړی چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت د ماتې په حال کې دی او د هېواد نیمايي وګړي د خوړو لپاره څه نه لري او روان ژمی به هم له سختیو ډک فصل وي.

مارتین ګرفیټس تېره ورځ د فرانسې خبري اژانس ته ووېل: "مرستو ته اړتیا په افغانستان کې ډېره شدېده ده او خپل اوج ته رسېدلې ده."

د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیال مارټین ګرفیټس
د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیال مارټین ګرفیټس

په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمر ماشومان نیمايي له خوار ځواکۍ سره مخ شوي.

ګرفیټس ویلي چې لوږه په افغانستان کې د خوارځواکۍ لامل کېږي او امراض رامنځته کوي او په پای کې د مړینې باعث ګرځي.

هغه زیاته کړې د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام څلور میلیونو افغانانو ته خوراکي مرستې ورکړي، خو د ملګرو ملتونو سازمان وړاندوینه ښيي چې د راتلونکي سخت ژمي او د بد اقتصادي وضعیت په دلیل باید ۱۲ میلیونو وګړو ته دا مرستې ورسېږي.

په ورستیو کې له بې وزله افغانانو سره د ملګرو ملتونو مرستې
په ورستیو کې له بې وزله افغانانو سره د ملګرو ملتونو مرستې

WFP تېره اوونۍ د ۲۰۰ میلیونو ډالرو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې وه، څو د ۲۰۲۱ میلادي کال ترپایه خپلې مالي چارې پرې پر مخ بوځي.

ګرفیټس ویلي چې افغانستان کې بشري وضعیت د اګسټ له ۱۵مې نېټې خراب شوی دی.

هغه متحده ایالات، اروپايي ټولنه او د نړۍ یو شمېر پیاوړي اقتصاد لرونکي هېوادونه هڅولي، څو په افغانستان کې د بشري مرستو د ترسره کېدو په خاطر دغه هېواد ته پیسې ولېږدوي.

ده دا هم ویلي چې اروپايي ټولنې وار له مخه د ۱۰۰ میلیونو یورو په ارزښت افغانستان سره مرستې کړي دي، د امریکا متحده ایالات هم د ۱۴۴ میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړی.

د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګرفیټس وايي چې په افغانستان کې روان بحران د تېرو دوه کلونو د وچکالۍ، د جګړې پر مهال د مرستو د نه وېش او د افغانستان د پخواني حکومت او د طالبانو د اقتصادي ماتې پایله ده.

د جي شل هېوادونو سرمشریزه نن شنبه د ایټالیا په روم ښار کې پیلیږي چې په نړۍ کې د اقلیمي بدلون او کرونا وبا سره د مبارزې سربېره به په کې د افغانستان د روان بشري وضعیت په اړه هم خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG