د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

افغانستان کې روغتیايي ناورین؛ دولتي روغتونونو او مرکزونو کې 'درمل' نه‌شته


ارشیف، کابل کې افغان جاپان روغتون
ارشیف، کابل کې افغان جاپان روغتون

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي چې په دولتي روغتونونو کې درمل نه‌شته او دوی اړ دي چې د خپلو ناروغانو لپاره ټول اړین درمل له بازار وپېري.

دوی دا هم وايي، په داسې حال کې چې وزګارتیا ډېره شوې او ډېری له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، په دې ستونزه‌یې زور بر نه‌دی.

یو شمېر دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې په ځانګړي ډول د درملو په برخه کې د افغانسان له خلکو سره مرسته وکړي.

حسن د هرات ولایت اوسېدونکی دی. کیسه کوي چې د کورنۍ یو غړی یې ناروغ و، دولتي روغتون ته‌یې د درملنې لپاره بیولی و، خو اړین درمل نه‌دي ورکړل شوي او ورته ویل شوي چې له بازار یې وپېري.

حسن وايي، دا یوازې دی نه‌و، بلکې په خبره‌یې د ټولو ناروغ لرونکو همدا حال و: "کورنۍ مې ناروغي درلوده، ناروغ مې څو ورځې مخکې روغتون ته یوړو، پخوا به په روغتون کې درمل و، خو اوس نه‌شته، روغتونونه د درملو کمښت سره مخ دي، دا یوه لویه ستونزه ده."

ارشیف، هرات کې د یوه روغتون د ښځینه‌وو څانګه
ارشیف، هرات کې د یوه روغتون د ښځینه‌وو څانګه

په لوېدیځ هرات او ختیځ ننګرهار کې ستونزه یوه ده: "زما نوم موسی دی، دلته په روغتونونو کې درمل ډېر کم دي، کله چې یو ناروغ روغتون ته ولاړ شي ډاکتر ورته درمل لیکي، خو هغه په روغتون کې دننه نه‌وي، نو هغه اړ دی چې درمل له بهر واخلي، زموږ غوښتنه له حکومت دا ده چې په روغتونونو کې د ناروغانو لپاره د درملو بند او بست وکړي او ورته زمینه برابره کړي."

په دې اړه د افغانستان د بېلابېلو نورو ولایتونو اوسېدونکو هم ازادي راډیو ته ویلي او وخت په وخت راپورونه هم پرې شوي دي، خو ستونزه اوس دومره پراخه شوې چې تر پلازمېنې رارسېدلی ده.

د کابل اوسېدونکې تمنا زیاتوي: "په تېر حکومت کې د روغتونونو خدمتونه ډېر ښه و، روغتونونه ډېر مجهز و، په دولتي روغتونونو کې به درمل ناروغانو ته ورکول کېدل، اوس ناروغانو ته درمل نه‌ورکول کېږي، ان یو عادي سیروم چې ناروغ ته تطبیقېږي، هغه اړ دی چې خپله‌یې واخلي."

د افغانستان د ګوښه شوي جمهور رئیس محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال هم، په دولتي روغتونونو کې ناروغانو ته دومره درمل ورکول کېدل چې تر یو بریده به له دوی سره مرسته وشوه، خو هغه مهال ناروغ لرونکو شکایت درلود چې باید ټوله نسخه درمل په روغتون کې ورکړل شي.

د افغانستان ګوښه شوی ولسمشر محمد اشرف غني په بلخ کې د ابو علي سینا بلخي روغتون د پرانیستې پر مهال
د افغانستان ګوښه شوی ولسمشر محمد اشرف غني په بلخ کې د ابو علي سینا بلخي روغتون د پرانیستې پر مهال

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت مسؤلین دا مني چې په روغتونونو کې د درملو د نشتوالي ستونزه موجوده ده، خو دوی ادعا کوي چې دا ستونزه له مخکېني حکومت پاتې ده او په تازه شویو بهرنیو مرستو کې هم د درملو اندازه ډېره کمه ده.

د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د برخې مرستیال داکټر عبدالباري عمر وايي: "درمل کم دي له پخوا نه، تېر نظام دلته بنسټیز کار نه‌دی کړی، ګدامونو کې د پام وړ څه نه‌و پاتې، که وو هم ډېر کم وو چې د روغتونونو د اړتیا بسنه نه‌شي کولای، نو ځکه ستونزې طبعاً شته او بهرنۍ مرستې که مخکې راغلي او که اوس تازه، په هغې کې درمل هم شته، خو خوراکي توکي زیات دي."

ښاغلی عمر وايي، دا مهال په افغانستان ۳،۸۰۰ روغتیايي مرکزونه شته چې له دغو روغتیايي مرکزونو ۲،۳۳۱ د صحتمندۍ په پروژې پورې تړلي مرکزونه دي.

د ده په خبره، ګلوبل فنډ اعلان وکړ چې د اکټوبر میاشتې لپاره ۱۵ ملیونه ډالر د یو اېن ډي پي په لاس انجوګانو ته ورکول کېږي، خو دا پروسه لا تر اوسه هم نه‌ده پیل شوې.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا د مسؤلینو د معلوماتو پر بنسټ د قطر، متحده عربي اماراتو او بحرین له‌خوا په مرستو کې چې شااوخوا میاشت مخکې شوې وې درمل هم و، خو دوی وايي دا درمل دومره نه‌و چې د روغتیايي مرکزونو او ناروغانو ستونزې دې هوارې کړي.

له افغانستان سره د بحرین ۳۰ ټنه مرسته
له افغانستان سره د بحرین ۳۰ ټنه مرسته

تازه بیا اروپايي ټولنې ویلي چې افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې د تېرې جمعې په ورځ د ۲۸ ټنه درملو یوه محموله دغه هېواد ته رسېدلې ده.

د کونړ ولایت اوسېدونکی خان، له نړیوالو غواړي چې په دې برخه کې له افغانانو سره مرستې وکړي: "د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، دوی دا وس نه‌لري چې درمل له بهر درملتونونو واخلي، مخکې به داسې و چې په روغتون کې به درمل و او ناروغانو ته به ورکول کېدل، له نړیوالې ټولنې مو دا غوښتنه ده چې په دې برخه کې له روغتونونو سره دېره مرسته وکړي، ځکه دا دی ژمی راروان دی او په ژمي کې ناروغۍ هم ډېرېږي."

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکتر عبدالباري عمر هم له نړیوالو غواړي چې د روغتیا برخه دې سیاسي اجندا ته نه‌داخلوي.

ده زیاته کړه: "نړیوالو مرستندویه ټولنو او سازمانونو څخه مو هیله دا ده چې دوی دې د خپلو تعهداتو او ژمنو سره سم چې د افغانستان له خلکو سره‌یې په تېر نظام کې درلودل، په هغې دې وفا وکړي او د مرستو پرېکون دې نه‌کوي، بلکې مرستو ته دې ادامه ورکړي. د افغانستان خلک نن په یو بد حالت کې دي او په ځانګړي ډول درملو ته ډېره اړتیا شته، دوی دې د روغتیا برخه سیاسي اجنډا ته نه‌داخلوي ځکه دا یوه بې‌پولې برخه ده."

ارشیف، کابل کې د مېرمنو لپاره یو ګرځنده کلینیک
ارشیف، کابل کې د مېرمنو لپاره یو ګرځنده کلینیک

ښاغلی عمري ټینګار کوي، که دا برخه سیاسي اجنډا ته داخله شي، یو بشري ناورین به رامنځته شي چې پړه به‌یې د هغه چا په غاړه وي کوم چې په خبره‌یې په دې برخه کې د افغانستان له خلکو سره‌یې ژمنې او تعهدات درلودل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG