د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

نورستان کې روغتیايي ستونزې لا پرځای دي؛ خلک: د حل بې شمېره ژمنې یې شوي


د نورستان روغتون
د نورستان روغتون

له یو کال زیاته موده کېږي چې نورستانیان د روغتیايي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د خلکو او مسولینو په خبره چې په روغتیايي مرکزونو کې د درملو نشتون او صحي کار کوونکو ته د معاشونه نه ورکړه، هغه ستونزې دي چې لا هم پخوانیو او اوسنیو چارواکو يې د حل بې شمېره ژمنې کړي خو لا يې یوه هم نه ده پوره شوې.

د دواب ولسوالۍ په مرکزي روغتیايي مرکز ناروغ۴۰ کلن محمد رحیم وايي، په محرقې ناروغۍ اخته دی او له خپل کلي يي تر روغتیايي مرکز څلور ساعته په پښو مزل کړی. د هغه په خبره، کله چې روغتیايي مرکز ته را ورسېده، نو په وینا یې په روغتیايي مرکز نه درمل و او نه هم نورې اسانتیاوې.
محمد رحیم زیاته کړه: "زه له ډېر لېرې ځایه راغلم. درمل نشته له بازاره یې راته ولیکل، پېسې هم راسره نه وې شپږ سوه افغانۍ مې له بل چا په پور واخېستې. پخوا به په همدې روغتیايي مرکز کې درمل او بستر ناروغانو ته خوراک هم ورکول کېده."

د نورستان په ټولو ۴۲ روغتیايي مرکزونو او مرکزې روغتون کې له نږدې دوه کالو څخه د درملو او نورو اسانتیاو د نشتوالي ستونزه موجوده ده. ناروغان که د درملو له نشتون شکایت کوي نو ورسره ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي د معاشونو له نه ورکړې سرټکوي.

ډاکټران وايي، له دوه کالو زیاته موده وشوه چې د نورستان صحي چارې د اهېډ پر نوم همکارې موسسې ته سپارل شوې وې او له هغه وروسته يي نه معاشونه په وخت واخیستل او نه هم په کلنیکونو کې درمل پوره شول.

د دواب ولسوالۍ روغتیايي مرکز ډاکټر ګل رحمن وايي: "زموږ تقریباً له یو کال زیاته موده کېږي چې معاش نشته. درمل او داخل د بستر ناروغانو لپاره اعاشه هم نشته. موږ د پخواني حکومت پر مهال د عامې روغتیا وزارت، د سيمه ییزو ارګانونو دفتر، اداره امور او ان ولسمشرۍ ماڼې ته مو هم خپل شکایت او غوښتنې رسولي دي. ژمنې شوې خو لاهم ستونزه په خپل ځای پاتې ده."

د نورستان پخوانیو چارواکو څو ځله ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې د اهېډ په نوم موسسې مسولین به څارنوالۍ ته معرفې کړي او یاد ولایت د صحي کار کوونکو معاشونه به ترې واخلې او روغتیايي مرکزونو ته به پرې درمل او نورې اسانتیاوې برابرې کړې، دا دی حکومت هم بدل شو خو نه صحي کار کوونکو ته معاشونه ورکړل شول او نه د نورستان په کلنیکونو او روغتون کې درمل پوره شول.

په نورستان کې طالب چارواکي وايي، له اهېډ موسسې قرارداد اخستل شوی او د سويډن همکارې موسسې سره تړون لاسلیک شوی اوهمدا راز هڅه کوي چې د اهېډ موسسه چې دوه کاله يې نورستان کې د صحت په برخه کې صحي خدمات عرضه کول د صحي کارکوونکو پاتې معاشونه هم ترې ترلاسه کړي.

د نورستان د عامې روغتیا سرپرست رئیس مولوي نقیب الله ازادي راډیو ته وویل: "دوه ځلي کابل ته زه خپله تللی یم، مشرانو سره مې دا ستونزه شرېکه کړې، هغوی يې هم حلولو کې جدي و. نړیوال روغتیايي سازمان د درملو یو څه مرسته شوې او 'اي. اېم.سي' له خوا ټولو کلنیکونو او روغتیايي مرکزونو لپاره درمل او نور شیان اخیستل شوي او ډېر ژر به ورته انتقال شي.سوېډن موسسې هم عملاً کار پیل کړی دی، درمل به هم ورسوي او د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د همدې میاشتې معاشونه هم صحي کار کوونکو ته ورکړي."

د نورستان اوسېدونکي په روغتیايي مرکزونو کې د درملو او صحي کارکوونکي يې د معاشونو له نشتوالي په داسې حال کې شکایت کوي چې د هېواد ډېری روغتونونه د درملو د کمې او ډاکټران يې د معاشونو له نشتون سره مخ دي.

که څه هم چې یو شمېر هېوادونو او مرستندویه ټولنو د یوه اندازه درملو طبي موادو مرستې کړي خو د افغانستان اوسنیو اړتیاو ته ځواب نه شي ویلی.

د دې ترڅنګ مرستندویه هېوادونو د څه باندې دوه میلیارډو ډالرو مرستې ژمنه هم کړې چې پرې به افغانستان ته خوراکي توکي، درمل او نور اړین مواد واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG