د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

طالبانو د افغانستان په اړه د مسکو په راتلونکې غونډه کې خپل ګډون تأیید کړ


ارشیف، تېر کال د مسکو د سولې کنفرانس
ارشیف، تېر کال د مسکو د سولې کنفرانس

مسکو د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۲۸» د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی.

دغې غونډې ته د طالبانو، امریکا، چین او پاکستان استازي وربلل شوي دي.

طالبانو د افغانستان په اړه د مسکو په راتلونکې غونډه کې خپل ګډون تأیید کړ.

طالبان وايي د دوی د رئیس‌الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوی به په دې غونډه کې د دوی په خبره د افغانستان استازیتوب وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد پرون ماښام د مسکو په غونډه کې د طالبانو د پلاوي د ګډون په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د اسلامي امارت یو پلاوی چې مشري یې د رئیس‌الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي کوي، د مسکو په کنفرانس کې ګډون کوي او د افغانستان استازیتوب به وکړي."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د مسکو کنفرانس کې د طالبانو ګډون تأیید کړ.
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د مسکو کنفرانس کې د طالبانو ګډون تأیید کړ.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو په غونډه کې د طالبانو د پلاوي ګډون تأیید کړی و، خو دا یې نه‌و ویلي چې په پلاوي کې څوک شامل دي.

د متحده ایالاتو، چین او پاکستان استازي به په غونډه کې برخه واخلي، مګر روېټرز راپور ورکړ چې مسکو د هند او ایران له استازو هم غوښتي و چې دې غونډې ته ورشي.

روسي رسنیو د ضمیر کابلوف په حواله لیکلي چې د افغانستان په اړه د مسکو له غونډې یوه ورځ مخکې، د متحده ایالاتو، چین، روسیې او پاکستان استازي به په یوه لومړنۍ غونډه کې سره وویني چې د هغه په وینا هڅه کېږي د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه یوه ګډ درېځ ته ورسېږي.

ضمیر کابلوف د مسکو په غونډه کې د طالبانو د پلاوي ګډون تأیید کړی و.
ضمیر کابلوف د مسکو په غونډه کې د طالبانو د پلاوي ګډون تأیید کړی و.

تر دې مخکې راپور ورکړل شوی و چې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله او پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی هم په مسکو کې د چهارشنبې غونډې ته وربلل شوي وو.

خو باختر خبري اژانس په کابل کې د روسیې د سفارت په حواله د عبدالله عبدالله او حامد کرزي بلنه رد کړې او ویلي یې دي چې د دوی نومونه د ګډونوالو په لېست کې نه‌دي شامل.

تېره مارچ میاشت کې هم مسکو د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه و چې په‌کې د روسیې، چین او پاکستان استازو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه او په جګړه کې پر ښکېلو خواوو یې غږ وکړ چې د سولې یوې موافقې ته ورسېږي او تاوتریخوالی پرېږدي.

په هغې اعلامیه کې دا هم ویل شوي و چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲،۵۱۳ شمېره پرېکړه‌لیک له مخې، متحده ایالات، روسیه، چین او پاکستان به په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا راژوندي کېدو ملاتړ ونه‌کړي.

په مسکو کې راروانه غونډه داسې وخت پلان شوې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي او د سراسري امنیت د ټینګښت په ادعا سره سره د طالبانو حکومت د داعش له‌خوا د مرګونو بریدونو له ګواښ سره مخ دی.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره داعش په افغانستان کې د لږ تر لږه درېیو لویو خونړیو بریدونو مسؤلیت منلی دی.

تر ټولو وروستۍ خونړۍ حمله په کندهار کې د شیعه‌ګانو په جامع جومات د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګي بریدونه وو چې په نتیجه کې یې ۴۷ کسان وژل شوي او شااوخوا ۷۰ نور ټپیان دي.

کندهار کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات وروستی برید
کندهار کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات وروستی برید

د چاودنې شدت او د ټپيانو زیات شمېر ته په کتو د وژل شویو په ارقامو کې د بدلون وېره هم ښودل شوې وه.

تر دې برید یوه اوونۍ مخکې په کندز کې د شیعه‌ګانو یو جومات تر برید لاندې راغی چې ۵۰ کسان په‌کې ووژل شول او ۱۵۰ نور ټپیان شول.

د کابل د هوایي ډګر د اګسټ د ۲۶مې خونړۍ حمله هم د یادونې ده چې په‌کې تر ۱۸۰ زیات کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول.

د دغو ټولو بریدونو مسؤلیت د داعش یا اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې منلی دی.

هغه ډله چې طالبان وايي په وړاندې یې برلاسي دي او د ځپلو توان‌یې لري.

د داعش دغو وروستیو بریدونو او فعالیت ته په کتو روسیه دا مهال په افغانستان کې د داعش د فعالیت د پراخېدو او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ګواښ په اړه اندېښنه لري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره چهارشنبه وویل چې داعش ډله له سوریې او عراق څخه افغانستان ته د عملیاتي تجربې لرونکي جنګیالي لېږدوي.

خو طالبانو دغه موضوع نه‌ده منلې.

XS
SM
MD
LG