د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

روسیه: د افغانستان په اړه امریکا، اروپايي ټولنې او ناټو سره همکارۍ ته چمتو یو


ارشیف، یو تن وسله وال طالب
ارشیف، یو تن وسله وال طالب

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې چمتو دی چې له متحدو ایالاتونو، اروپايي ټولنې او ناټو سره د افغانستان په مساله کې همکاري وکړي.

سرګي لاوروف پرون جمعه د تلې په ۱۶مه د اروپا د کسب او کار د سازمان له یو شمېر غړو سره په کتنه کې وویل، د ناټو غړي باید د افغانستان د بیارغونې په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.

لاوروف ټینګار وکړ چې روسیه پر افغانستان د احتمالي حملې لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پوځي تاسیساتو له استولو او هلته د نوېو پوځي اډو له جوړولو سره مخالفه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، د ناټو غړي باید د افغانستان د بیارغونې په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، د ناټو غړي باید د افغانستان د بیارغونې په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې په داسې یوه حالت کې ښايي د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې تروریستي حملې وشي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د چهارشنبې په ورځ وویل چې هېواد یې د طالبانو استازو ته بلنه ورکړې، څو د افغانستان په اړه په پلان شوېو خبرو کې ګډون وکړي.

په پام کې ده چې دا غونډه د اکتوبر په شلمه په مسکو کې جوړه شي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG