ښځې
د اروپايي پارلمان غوره جایزې ته ځینې افغانې مېرمنې کاندیدانې دي
څو تنه افغانې ښځې د اروپايي پارلمان د بشري حقونو د غوره جایزې د کاندیدانو په وروستي لېست کې شاملې دي.
د اروپايي پارلمان د بهرنیو چارو د کمېټې ريیس ډیوېډ مک الستر د ساخاروف د سږنۍ جایزې د کاندیدانو لېست پرون پنجشنبې(د تلې ۲۲مه) اعلان کړ.
نوموړي وویل: "د دغو نامتو افغان ښځو نومول کېدل د ښځو د حقونو، د هغو کسانو او خلکو د اساسي حقونو د ساتنې د ملاتړ قوي نښه ده چې نه یوازې په افغانستان بلکې په درسته نړۍ کې د دوی دفاع کوي."
ظریفه غفاري، شهرزاد اکبر، ماري اکرمي، پلوشه حسن، فرشته کریم، سحرا کریمي، میترا مهران، حوریه مصدق، سیما سمر، حبیبه سرابي او انیسه شهید ساخاروف جایزې ته د کاندیدو افغان ښځو په ډله کې شاملې دي.
ټاکل شوې ده چې د ساخاروف د جایزې ګټونکي چې ۵۰ زره یورو ارزښت لري، د راتلونکې پنجشنبې په ورځ اعلان شي.
په روسیه کې بندي سیاستوال الکسي ناوالنۍ او د بولوویا سیاستوال ژانین انز هم دې جایزې ته کاندیدان دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بېنيټ: نړيواله ټولنه دې د طالبانو لهخوا د بشري حقونو له سرغړونو سره مقابله وکړي
د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ، پرون (پنجشنبې) پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې، د طالبانو لهخوا د بشري حقونو له سرغړونو سره مقابله وکړي.
هغه په افغانستان کې روان وضعیت یوه داسې بحران وباله، چې باید وجدانونه ولړزوي.
ښاغلي بېنیټ په جنیوا کې د "جنسیتي ځواب ویلو او عدالت کنفرانس" ته په وینا کې په افغانستان کې د حساب ورکولو او عدالت د ډاډمنولو لپاره د پراخو او هر اړخیزو میکانېزمونو پر اړتیا ټینګار وکړ.
هغه وویل: "زه غواړم خپله خبره پهدې ټینګار سره پای ته ورسوم چې، د حساب ورکولو او عدالت پراخ او هر اړخیز سیستم د یوه باثباته، ټولشموله، د حقونو درناوي کوونکي او هوسا افغانستان د جوړولو لپاره څومره مهم دی. یو ځل بیا، زه د افغانستان زړورو خلکو ته خپله ژوره مننه او قدرداني وړاندې کوم، چې لا هم په خورا زړورتیا او صبر سره د ستونزو پر وړاندې درېږي. پهدې هېواد کې روان وضعیت باید زموږ وجدانونه ولړزوي."
پهدې کنفرانس کې چې سیاستوالو او نړیوالو استازو ګډون درلود، د طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو لپاره د حساب ورکولو د چوکاټ د نشتوالي په اړه خبرې وشوې.
ګډونوالو د قانوني ګامونو د اخیستو اړتیا په ډاګه کړه، ترڅو د طالبانو پالیسۍ د "جنسیتي اپارتاید" په توګه وپېژندل شي، چې د ښځو او نجونو د سیستماتیکې ځورونې څرګندونه کوي.
د نړۍ ۶ هېوادونو د افغان ښځو له حقونو د سرغړونو قضيه نړيوالې جزايي محکمې ته وړاندې کړه
هسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ، چیلي، کاستاریکا او مکسیکو د افغانستان د ښځو د حقونو د سرغړونو قضیه نړیوالې جزایي محکمې ته وړاندې کړې ده.
د چیلي د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د قوس په ۸مه) اعلان وکړ چې: "د شرایطو خرابېدو او د افغان ښځو او نجونو بحراني وضعیت ته په کتو، د دې هېواد قضیه نړیوالې جزایي محکمې ته وړاندې شوې ده."
د دې غوښتنې لاسلیک کوونکو له نړیوالې جزایي محکمې څخه غوښتي چې د افغانستان وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت، چې د حقونو له دوامدار او سیستماتیک نقض سره مخامخ دي، په پام کې ونیسي.
دغه شپږ هېوادونه د نړیوالې جزایي محکمې له څارنوال څخه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر دوامدار او سیستماتیک نقض تمرکز وکړي.
دوی د نړیوالې جزایي محکمې له څارنوال څخه غوښتنه کړې چې، په خپلو پلټنو کې هغه جرمونه هم شامل کړي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په ۲۰۲۱ کال کې، د ښځو او نجونو په وړاندې شوي دي.
ریچارډ بینېټ يوځل بيا طالبان د افغان ښځو پر وړاندې په سيستماتيک جنسيتي جبر تورن کړي
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي يوځل بيا طالبان د افغان ښځو پر وړاندې په سيستماتيک جنسيتي جبر تورن کړي دي.
ریچارډ بینېټ د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۶مه په یوه ویډیو پيغام کې چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت پر خپل ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر کې خپره کړې، ویلي: "په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی ژورې ریښې لري چې د طالبانو د سیستماتیک جنسیتي جبر او تبعیض له امله زیات شوی او دا جبر په دې وروستیو کې د اخلاقي قانون په تصویب سره نور هم بنسټیز شوی دی."
د ۲۰۲۱م کال له اګسټ راهیسې، کله چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، دوی پر افغان ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي دي.
بینېټ: طالبان د نویو قوانینو په وسیله پر ښځو، اقلیتونو او نارینهوو ظلم کوي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي چې طالبان د نویو قوانینو په وسیله نه یوازې پر افغان ښځو بلکې پر اقلیتونو، هغو خلکو چې جلا فرهنګونه لري او حتی پر نارینهوو لا ظلم کوي.
ریچارد بینېټ له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د شپاړس ورځني کمپاین په پیل کې په یوه ویډیویي پیغام کې چې نن یې پر خپله ایکسپاڼه خپور کړ، ویلي چې که دا قوانین له منځه ولاړ نهشي نو د افغانستان راتلونکي نسلونه به اغېزمن کړي.
نوموړی زیاتوي چې باید هغه لارې چارې وموندل شي چې طالبان قانع شي چې خپل سیاستونه بدل کړي، ځکه د ده په وینا په افغانستان کې د راتلونکې سولې او پخلاینې لپاره حساب کتاب مهم دی.
د بینېټ په وینا، داسې یوه پلان ته اړتیا لیدل کېږي چې یوازې سزا ورکول نه بلکې د انتقالي عدالت نورې لارې چارې هم پهکې وي.
بینېټ ټینګار کوي چې په دې برخه کې باید په خاص ډول ښځو او نجونو ته هم ونډه ورکړل شي څو د خپل هېواد په راتلونکي کې رول ولوبوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو له درېیو کلونو راهیسې د زدهکړو او کار په ګډون پر افغان نجونو او ښځو ډېر محدودیتونه لګولي دي.
طالبانو په دې وروستیو کې د امربالمعروف هغه قانون نافذ کړ چې له مخې یې د ښځو غږ عورت بلل کېږي او حتی ښځو ته په لوړ غږ د قرآنکریم د تلاوت اجازه لا نه ورکوي.
يوناما افغانستان کې د رسنيو پر وضعيت اندېښنه ښودلې
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) او د دې سازمان د بشري حقونو دفتر په یوه تازه راپور کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې.
یوناما نن په یوه بیان کې وویل، دا راپور په افغانستان کې د خبریالانو، د رسنیو د کارکوونکو او رسنیزو ادارو پر وړاندې زیاتېدونکې ننګونې مستندوي.
یوناما وايي، د سانسور او معلوماتو ته د لاسرسي پر وړاندې تر سختو بندیزونو لاندې چاپیریال کې خپلې چارې پرمخ بیايي.
په راپور کې چې د طالبانو د واکمنېدو له پیله د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې موده رانغاړي، راغلي دي چې، خبریالان او په ځانګړي ډول د رسنیو ښځینه کارکوونکې له زیاتو بندیزونو او تبعیضي چلند سره مخامخ دي، چې د مسلکي کار پر مهال د دوی وړتیاوې اغېزمنوي.
د یوناما او د ملګروملتونو د بشري حقونو د دفتر په راپور کې پهدې ترڅ کې د خبریالانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ۳۳۶ قضیې مستندې شوي چې د خپلسرو نیونو او توقیفونو ۲۵۶، د شکنجې او ناوړه چلند ۱۳۰ او د ګواښونو او وېرونو ۷۵ موارد پهکې شامل دي.
طالبانو د دې راپور په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي، خو لهدې مخکې یې تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې رسنۍ د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ازادې لري.
د بشري حقونو د څار سازمان: له افغان ښځو سره روان تشدد تنظيم شوی او سيستماتيک دی
د بشري حقونو د څار سازمان (هیومنرایټسواچ) وايي، په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره روان تشدد تنظیم شوی او سیسټماتیک دی.
په یوه راپور کې چې پرون د دې سازمان پر وېبپاڼه خپور شو راغلي دي چې، د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان نجونو او ښځو کړاو لاهم د نړیوالو پاملرنې ته اړتیا لري.
په راپور کې یادونه شوې چې طالبان نارینه هم مجبوروي چې د ښځو په برخه کې د طالبانو اوامر پرځای کړي او د مثال په توګه یادونه شوې چې که یوه ښځه د طالبانو پر ضد اعتراض وکړي یا یې جامې له ټاکلو معیارونو سره سمون ونهلري، نو د هغوی نارینه خپلوانو ته سزا ورکول کېږي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې پر نجونو او ښځو محدودیتونه په تدریجي ډول سخت کړي چې دا کار یې د نړیوالو له سختو انتقادونو سره مخ شوی دی.
يوناما: طالبان دې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی ژر تر ژره پای ته ورسوي
ملګروملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر افغانستان له واکمنانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) نن دوشنبه پره یوه اعلامیه کې پر افغانستان پر چارواکو غږ وکړ چې د ښځو له حقونو او بنسټیزو آزادیو د سرغړونو سیستماتیک بهیر دې ودروي.
طالبانو مخکې ویلي وو چې، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو درناوي ته ژمن دي.
یوناما په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د عدالت د تامین او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره بېړني اقدام ته اړتیا ده.
تر دې مخکې د افغانستان د پرمختګ غوښتونکو غورځنګ په ګډون د ښځو د حقونو ځینو ډلو نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه کړې ده.
دغه غورځنګ په یوه بیان کې ویلي، دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې افغان مېرمنې "تر ټولو تورو" شرایطو کې ژوند کوي او له خپلو لومړنیو حقونو بېبرخې دي.
د افغان ښځو پر وړاندې د محدوديتونو د ليرې کېدو غوښتنه وشوه
د افغانستان د پرمختګ غوښتونکو غورځنګ په ګډون د ښځو د حقونو ځینو ډلو نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه کړې ده.
دغه غورځنګ په یوه بیان کې ویلي، دا ورځ پهداسې حال کې لمانځل کېږي، چې افغان مېرمنې "تر ټولو تورو" شرایطو کې ژوند کوي او له خپلو لومړنیو حقونو بېبرخې دي.
بلخوا د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش وايي، د ښځو او نجونو په وړاندې زورزیاتی یوه وبا ده، چې د بشريت د شرم سبب شوی دی.
هغه نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي لهمنځه وړلو ورځې په مناسبت چې هممهاله ورسره د یوې اوونۍ لپاره کمپاین پیلېږي، پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، هېڅ هېواد او ټولنه نهشته، چې اغېزمنه شوې نهوي او وضعیت د لا کړکېچن کېدو خوا ته روان دی.
د ملګروملتونو سرمنشي د عدالت او حسابکتاب لپاره د فوري اقدام غوښتنه کړې ده.
ملګري ملتونه وايي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو په موخه په یوه کمپاین کې چې هر کال د نومبر له ۲۵مې څخه د ډسمبر تر ۱۰مې پورې د "NoExcuses" یا "هيڅ پلمه نهشته" له شعار سره پیلېږي او له حکومتونو غواړي چې د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي پر مخنیوي پانګونه وکړي.
رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې د ژولیا پارسي او نیلا ابراهیمي له لوري د نړیوالو جایزو د اخیستلو هرکلی وکړ.
رینا امیري پرون په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې ولیکل چې، د ټولو ننګونو سربېره افغان ښځې اجازه نه ورکوي چې هیلې یې مړاوې شي.
اغلې امیري زیاتوي، کومه مړانه چې دغو دوو مېرمنو ترسره کړې ده دا د افغان ښځو او نجونو د عزم او ارادې څرګندونه کوي.
د ښځو د حقونو فعالې ژولیا پارسي تېره اوونۍ د بشري حقونو د مدافعینو لپاره د "مارتین انالز" کلنۍ جایزه ترلاسه کړه او اوولس کلنه نیلا ابراهیمي د افغان نجونو د غږ د پياوړي کولو په خاطر ۲۰۲۴کال د ماشومانو د سولې د نړیوالې جایزې وړ وپېژندل شوه.
د يواينډيپي استازی: نړيواله ټولنه دې د افغان نجونو او ښځو پر ستونزو تمرکز وکړي
په افغانستان کې د ملګروملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) استازی سټیفن رودریکز، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو پر ستونزو تمرکز وکړي.
رودریکز پرون (چهارشنبه، د نوامبر په ۲۰مه) له جاپاني رسنۍ (NHK) سره په مرکه کې د طالبانو د وروستي فرمان په اړه خبرداری ورکړ چې، ښځې په عامه ځایونو کې مخ پټولو ته اړ باسي.
هغه وویل، دا "ځپنې" ممکن لا پسې شدیدې شي.
ده دا پرلهپسې محدودیتونه له افغان ټولنې څخه د ښځو د سیستماتیک حذف یوه برخه وبلله.
سټیفون رودریکز زیاته کړه، پهداسې حال کې چې نړیواله ټولنه د اوکراین او منځني ختیځ د بحرانونو پر موضوعاتو تمرکز کوي، افغانستان ته د مرستو کچه له ۲۰۲۱ کال راهیسې خورا کمه شوې ده.
په ۲۰۲۱ کال کې، طالبانو د افغانستان د واک له تر لاسه کولو وروسته نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زدهکړو څخه منع کړې.
ورپسې، افغان ښځې او نجونې پوهنتونونو ته له تګ څخه منع شوې.
سربېره پر دې، په ډېرو دولتي ادارو او ټولو نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګول شو.
ښځې ښځینه حمامونو، پارکونو او تفریحي ځایونو ته له تګ او له شرعي محرَم پرته له اوږدو سفرونو منع شوې، چې دا ټول د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو د بشري حقونو د سرغړونو بېلګې ګڼل کېږي.