د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

جلال‌اباد کې هدفي او مرموزې وژنې او ناامنۍ؛ خلک: نهیلۍ او اندېښنې مو زیاتې شوي


د جلال‌اباد ښار پشتونستان څلورلارې
د جلال‌اباد ښار پشتونستان څلورلارې

په جلال‌اباد ښار کې هدفي او مرموزو وژنو او ناامنیو د خلکو اندېښنې راپارولې دي.

د ننګرهار خلک له طالبانو غواړي چې په ښار او ولسوالیو کې دې د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره ځانګړي تدابیر ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سې شنبه «۱۴۰۰ کال د تلې ۲۰» هم غرمه شااوخوا ۱۲ بجې د جلال‌اباد ښار د ۴مې ناحیې اړوند چهل مترې سیمه کې د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا یو ځایي مخکښ مدني فعال عبدالرحمن معاون په ډزو ووژل شو.

د عبدالرحمن معاون ورور شاد نور مظلومیار وایي، ورور یې نن د یوه واده په مراسمو کې د ګډون په هدف له کوره وتی و چې په لاره کې ورته وسله‌والو کمین نیولی و او ویې‌واژه.

شاد نور زیاتوي، دوی له هېڅ کوم چا سره شخصي دښمني نه‌لري او د ورور وژل یې د ده د رښتینو مدني فعالیتونو له امله و.

مخکښ افغان فعال عبدالرحمن معاون
مخکښ افغان فعال عبدالرحمن معاون

شاد نور زیاتوي: "کوم چا سره شخصي دښمني نه‌لرو، څلورمه ناحیه کې یې د واده په مراسمو کې ګډون درلود، هلته د نامعلومو کسانو له‌خوا په شهادت رسېدلی دی، له موجوده نظام او حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې مجرمین‌یې ونیسي او د نورو هېوادوالو امنیت دې ونیسي او ترڅنګ دې یې د دغسې فعالو او وطندوستو خلکو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او باید مجرمین محکمې ته کش کړي."

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد او ځينو لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د چاودنو، وسله‌والو بریدونو، هدفي او مرموزو وژنو او د ناامنۍ لسګونه پېښې شوي چې د ملکیانو په ګډون لسګونه کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار اوسېدونکی ابراهیم وایي، د طالبانو په راتګ سره‌یې د امن هیله لرله، خو په خبره‌یې، اوس چې د ناامنیو له پېښو خبرېږي، نو نهیلی کېږي او اندېښنې یې زیاتېږي.

دی وايي: "والله اندېښنې خو له مخکې هم وې، حکومت یو دم سقوط وکړ، خلک بې‌روزګاره شول او کاروبار ورک شو، خو بیا هم د خلکو هیله وه چې طالبان راغلل امنیت به ټینګ کړي، خو اوس د داعش اندېښنې راپیدا شوي نو دا اندېښنې دې هم خدای پاک ورکې کړي."

جلال‌اباد کې پر طالبانو د داعش د چاودنې سیمه
جلال‌اباد کې پر طالبانو د داعش د چاودنې سیمه

ننګرهاریان اندېښمن دي او وایي، له څه مودې راهیسې په دغه ولایت کې نسبي کراري او امن ټينګ و، خو په دې وروستیو کې نږدې هره ورځ د مرګ او وژنو یوه پېښه کېږي چې باید مخه‌یې ونیول شي.

د جلال‌اباد ښار یو بل اوسېدونکی اغا جان وایي، د ځینو وسله‌والو ډلو فعالیت او بریدونو ښاریان اندېښمن کړي، دی له طالبانو غوښتنه کوي چې په ښار او ولسوالیو کې دې د ولسي خلکو د ژوند خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

اغا جان ازادي راډیو ته وویل: "ناامني خو سمه ډېره شوې ده، په‌کار ده چې موجوده حکومت ورته یو منظم پلان جوړ کړي، مشخص پلانونه ورته تنظیم کړي، هر څه ژر باید د مخنیوي لپاره‌یې کار وکړي."

تر اوسه معلومه نه‌ده چې په ننګرهار کې د ناامنیو د وروستیو پېښو تر شا د چا او کومې ډلې لاسونه دي، خو د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې پر طالبانو او د دوی په موټرو د ځینو بریدونو مسؤلیت داعش ډلې منلی او په‌کې له ۳۰ زیاتو طالبانو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا یې کړې ده.

خو د ننګرهار ځایي امنیتي مسؤلان بیا خبریالانو ته د پېښو د جزئیاتو له ورکولو ډډه کوي او ډېر کله ترې ناخبري ښيي.

شااوخوا درې اوونۍ وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین او د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغو اندېښنو ته په کتو په کابل کې یوه خبري کنفرانس کې خلکو ته د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړ او ویې‌ویل چې داعش ډله‌یې ځپلې او د نورو بریدونو وس به ونه‌لري.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین ذبیح‌الله مجاهد

خو ننګرهاریان له طالبانو غوښتنه کوي چې د امنیت خوندیتوب او د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره دې شته حکومت امنیتي بنسټونه غښتلي او په امنیتي ادارو کې دې مسلکي کسان په دندو وګماري.

خلک اندېښنه لري او وایي، که د امنیت د ټينګښت غم ونه‌خوړل شي، نو لویې امنیتي ننګونې به رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG