د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

د کندز برید غبرګونونو سره مخ شو؛ ګاسمن: نړیوال باید چوپه خوله پاتې نه شي


په کندز کې د برید پړه داعش منلې
په کندز کې د برید پړه داعش منلې

په کندز ښار کې پرونۍ حمله چې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل په هېواد کې دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوه.

  • د بشري حقونو غبرګون

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مسوولې پترېشیا ګاسمن پرون د تلې په ۱۶مه ازادي راډیو ته وویل، دا حملې ښيي چې د افغانستان اقلیتونو په تېره شیعه ګانو ته ګواښ متوجه دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مسوولې پترېشیا ګاسمن
د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مسوولې پترېشیا ګاسمن

اغلې ګاسمن زیاته کړه: "د کندز د ګذرِ سیداباد په جومات کې بوږنوونکې چاودنه ښيي چې د افغانانو ژوند څومره له خطر سره مخامخ دی. په تېره شیعه ګانو ته ګواښ په رښتیا شته. پر دې اقلیت په تېرو کلونو کې هم په افغانستان کې خونړۍ حملې شوي، خو هېچا یې پوښتنه نه ده کړې. نړیوال باید له افغانستانه خپلې سترګې لیرې نه کړي. د شیعه اقلیت لپاره جګړه نه ده ختمه شوې."

  • د یوناما غبرګون

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما هم د کندز د برید په اړه په یوه بیان کې د دې برید د درنو تلفاتو له کبله سخت خپګان ښودلی دی. د یوناما په وینا دا د یوې اونۍ په ترڅ کې پر مذهبي مراسمو دریم برید دی.

د یکشنبې په ورځ د تلې په ۱۱مه د کابل د عیدګاه جومات مخې ته یوه چاودنه وشوه چې د هغې مسوولیت هم د داعش ډلې خراسان څانګې ومانه.

همدا راز د چهارشنبې په ورځ د خوست ولایت پر یوې مدرسې برید وشو چې مسوولیت یې تراوسه هم کومې ډلې نه دی منلی او وروستي برید چې په کندز کې وشو، یو ځل بیا ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله واړوله.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما هم د کندز د برید په اړه په یوه بیان کې د دې برید د درنو تلفاتو له کبله سخت خپګان ښودلی
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما هم د کندز د برید په اړه په یوه بیان کې د دې برید د درنو تلفاتو له کبله سخت خپګان ښودلی

د داعش ډلې خراسان څانګې پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې د دوی یو انتحاري په داسې حال کې خپل چاودېدونکي مواد والوزول چې خلک په جومات کې دننه پر لمانځه درېدلي وو. داعش په یوه جلا بیان کې ادعا کړې چې بریدکوونکی د چین له اویغور مسلمانانو څخه و.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر خپله ټویټرپاڼه دا برید په کلکه غندلی او دا یې د شیعه مسلمانانو او هزاره ګانو د هدفي وژنو په دوام یو بل جنایت بللی دی.

د کندز ښار د سیدآباد ګذر اوسېدونکی حسین داد رضايي د دې چاودنې په اړه خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي: "په خټو کې مصروف وم چې خطبه پای ته ورسېده او ورپسې مې د چاودنې غږ واورېد. نور نه پوهېږم. راغلو او ومو لیدل چې جومات نړېدلی و او معلومه نه وه چې څومره خلک پراته وو. د تلفاتو شمېر تراوسه هم معلوم نه دی."

پرونۍ حمله وروسته له دې چې د امریکا او ناټو ځواکونه له افغانستانه ووتل تر ټولو لویه او خونړۍ حمله وه.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دې حملې په اړه به هر اړخیز تحقیقات وشي او عاملانو ته به یې تر ټولو سخته سزا ورکړل شي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې اوس مهال د طالبانو مشرتابه د داعش ډلې له زیاتېدونکو حملو سره مخامخ دي.

د داعش خراسان څانګې د کابل په هوايي ډګر کې د اګسټ د ۲۶ مې نېټې د چاودنې په ګډون د ډېرو نورو حملو مسوولیت منلی دی.

په دې چاودنه کې چې د کابل له هوايي ډګره د تخلیې د عملیاتو پرمهال وشوه، د ۱۳ امریکايي سرتېرو په ګډون شااوخوا ۲۰۰ کسان ووژل شول.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG