د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

فولبرایټ ته بریالي افغان محصلین: دا پروګرام د نامعلومو دلایلو له مخې ځنډول شوی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د سیاسي نظام بدلون د ټولو نورو برخو ترڅنګ د افغان ځوانانو پر زده‌کړو هم اغېز وکړ.

د امریکا د فولبرایټ پروګرام لپاره افغان محصلین وایي د نا معلومو دلایلو له مخې یې پروسه ځنډول شوې ده.

دغه یو شمېر شارټ لېست شوي افغان محصلین وایي سږ کال د دغه پروګرام د نا څرګند دلیل له امله ځنډولو اندېښمن کړي دي.

د دغه لوړو زده‌کړو پروګرام افغان محصلینو ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د وروستي سیاسي بدلون له امله‌یې زده‌کړې ځنډول شوي، خو په خبره‌یې تر دې دمه امریکایي چارواکو ورته په دې اړه هېڅ معلومات نه‌دي ورکړي.

د فولبرایټ افغان کامیاب شوي ګډون کوونکي له امریکایي دولت نه غواړي چې په دې اړه دې ژر تر ژره ورته معلومات ورکړي او برخلیک دې ورڅرګند کړي.

حسین احمد چې د دغه امریکایي تعلیمي او نړیوال پروګرام له ګډون کوونکو دی ازادي راډیو سره خبرو کې یې وویل چې تر دې دمه د دوی د زده‌‌کړو د پیل یا بندېدو په اړه ورته امریکایي چارواکو هېڅ هم نه‌دي ویلي.

دی زیاتوي: "دا ویل شوي و چې سپټمبر میاشت کې به وروستۍ مرکه وي، خو کوم وروستي سیاسي حالات چې حاکم شول، فکر کوو چې دوی دا زموږ مرکه یا ځنډولې او یا یې هم بېخي ختمه کړې، خو موږ ته په دې اړه معلومات نه‌شته، موږ ته‌یې په دې اړه تر اوسه کوم څرګند ځواب هم نه‌دی راکړی چې دا پروګرام یا په بشپړه توګه باندې ختم شوی او یا هم د بل کال لپاره ځنډول شوی، خو زموږ غوښتنه د امریکا دولت او د فولبرایټ پروګرام له مسؤلینو دا ده چې دا پروګرام او زده‌کړې مو دوام وکړي او سیاست دې په‌کې نه‌ښکېلوي."

۲۳ کلن عصمت فهیم هم د دغو افغان ځوانانو له ډلې دی چې د ۲۰۲۲ کال لپاره د امریکا د فولبرایټ له بریالیو ګډونوالو دی.

عصمت وایي دوی د زده‌کړو ټول کلونه په سترو هڅو تېر کړي چې بالاخره فولبرایټ پروګرام ته بریالي شي، خو په خبره‌یې د دې پروګرام نامعلوم ځنډولو دوی او هغه نور افغان ځوانان اندېښمن کړي چې غواړي دې پروګرام کې شامل شي.

عصمت د امریکا له دولته او فولبرایټ پروګرام له چارواکو غواړي چې ژر تر ژره دې د دوی وروستۍ مرکه واخلي او په افغانستان کې دې د دې پروګرام لپاره د نورو افغان ځوانانو امتحانونه او جذب پیل کړي.

عصمت زیاتوي: "زموږ غوښتنه د امریکا له دولته دا ده چې په افغانستان کې د دغه پروګرم د دوام لپاره هڅې وکړي او د سږ کال برنامه هم د نورو کلونو په شان مخته یوسي او زموږ وروستۍ مرکې دې هم واخلي، ځکه چې له بده مرغه اوس هم په کافي اندازه ناوخته شوې ده."

نوموړی زیاتوي، دا مهال د امریکا مهمو پوهنتونونو کې د شاملېدو او جذب ازموینې روانې دي او وېره دا ده چې دله دې پروسې شاته پاتې نه‌شي.

که څه هم د دغو افغان ځوانانو د ستونزو په اړه بېلابېلو ملي او نړیوالو رسنیو راپورونه خپاره کړي، خو د ازادي راډیو له هڅو سره سره هم امریکایي چارواکو په دې اړه کوم څه نه‌دي ویلي.

د معلوماتو له مخې سږ کال په افغانستان کې له ۸۰۰ ګډونوالو یوازې ۱۳۰ یې شارټ لېست شوي چې ۳۰ تنه‌یې نجونې دي.

فولبرایت "Fulbright" یو تحصیلي بورس دی چې هر کال د امریکا د دولت له لوري د ټولې نړۍ بریالي محصلینو ته د ازموینو له مخې ورکول کېږي.

د لوړو زده‌کړو دا پروګرام په افغانستان کې له ۱۹۵۰ میلادي کال پیل شوی چې د تېرې ۹۰مې لسیزې چې د طالبانو حکومتوالي حاکمه وه او وروستۍ جګړې رامنځته شوې دا پروسه بنده شوې وه، خو له تېر ۲۰۰۳ کال راهیسې بېرته دا برنامه په افغانستان کې روانه وه چې اوس د نا معلومو دلایلو له مخې بېرته ځنډول شوې ده.

XS
SM
MD
LG