د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

امریکا د افغان فارغانو لپاره د فولبرایټ پروګرام نوې دوره اعلان کړه


په کابل کې د امریکا سفارت د عامه اړیکو رییسېه "هیلاري اولسن وینډېکر" او د دې سفارت مرستیال ویاند عباس کام وند
په کابل کې د امریکا سفارت د عامه اړیکو رییسېه "هیلاري اولسن وینډېکر" او د دې سفارت مرستیال ویاند عباس کام وند

د امریکا متحده ایالتونو اعلان وکړ چې د ۲۰۱۶ او اولسم تعلیمي کلونو لپاره څه باندې پنځوس افغانان د ماسټرۍ او دوکتورا د زده کړو لپاره جذبوي.

په کابل کې د امریکا سفارت د عامه اړیکو رییسې "هیلاري اولسن وینډېکر" د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دا افغان ځوانان به د فولبرایټ پروګرام له لارې په امریکا کې زده کړې وکړي.

د میرمن هیلاري په خبره د فولبرایټ لپاره د انلاین نوم لیکلو پروسه د جنوري په دولسمه پيل او د مارچ تر شلمې دوام کوي:

"د افغانستان په راتلونکي باندې د امریکا د پانګې اچوونې په دوام به موږ سږ کال د ماسټرۍ پروګرام لپاره درې پنځوس کسان نیسو؛ لس تنه نور به احتیاطي هم وي. درې تنه به د دوکتورا لپاره جذبوو.

د دغو ټولو بوروسونه مصارف امریکا متحده ایالتونه ورکوي. ښه ده چې واضحه کړو چې د انتخاب پروسه په بشپړه توګه شفافه او د وړتیا په اساس ولاړ ده."

د اغلې وینډیکر په خبره د دغو ټولو بورسونو مالي لګښت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په غاړه لري او ټوله پروسه یې په ډېره شفافه توګه مخته ځي.

د امریکا سفارت د عامه اړیکو رییسه وايي چې د فولبرایټ بورسونو د ترلاسه کولو لپاره لږ تر لږه د انلاین ټاوفل پنځه اویا نمرې؛ د پوهنتون د فراغت سند او ټرانسکریپټ او درې سفارش لیکونه په کار دي.

له ۲۰۰۳ کال راهیسې چې یو ځل بیا امریکا متحده ایالتونو افغانانو ته د فولبرایټ بورسونه ورکړي؛ څه باندې څلورنیم سوو افغان محصلین ترې برخمن شوي دي.

له بلې خوا د امریکا سفارت ټینګار کوي؛ تکړه افغان ځوانان باید دغو بورسونو ته ازموینې ورکړي؛ څو وکولاي شي په راتلونکي کې د افغانستان لپاره په هره برخه کې خدمت وکړي.

د دغه سفارت افغان ویاند عباس کام وند په دې اړه داسې وویل:

"په یقین سره ویلی شم، کوم لایقه افغان ځوانان چې غواړي اوس له دې پروګرام نه مستفیده شي؛ د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې به غټ لاس ولري. هیله من یم لکه څنګه چې د امریکا متحده ایالتونو سفارت په پام کې لري په دې برخه کې همکاري وکړئ؛ څو موږ وکولای شو هغه کسان چې واقعاً لایقه دي او د افغانستان د راتلونکي لپاره خدمت کولای شي؛ په دې پروګرام کې ورته برخه ورکړو."

د ښاغلي کام وند په خبره له دې مخکې هم کوم کسان چې د فولبرایټ له لارې یې لوړې زده کړې کړي ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي.

د امریکا سفارت د معلوماتو له مخې د فولبرایټ پروګرام له دویمې نړیوالې جګړې وروسته پیل شو چې د څه باندې یو نیم سل هیوادونو ځوانان ترېنه مستفید شول او د کامیابو محصلینو شمیره یې درې لکه او پنځه ویشت زرو ته رسیږي.

افغانستان ته هم د فولبرایټ بورسونه له ۱۹۵۲ کال راهیسې ورکړل شول چې تر دوه زرم میلادي کاله ۲۵۰ افغانان ترې برخمن شوي و.

خو دا چې د فولبرایټ بورسونو لپاره شرایط سخت ټاکل شوي افغان ځوانان یې په اړه شکایت کوي او وايي دې ته په پام چې ډېر وخت له لوړو زده کړو محروم پاتې و باید شرایط تر یوې اندازې ورته اسانه کړای شي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG