د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

قریشي: طالبان دې 'نړیوال نورمونه' ومني


قریشي: طالبان دې 'نړیوال نورمونه' ومني
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:42 0:00

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي له افغان طالبانو وغوښتل، د دې لپاره چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپېژندل شي، باید نړیوال نورمونه ومني. قریشي نیویارک ته د سفر پر مهال له فرانس پرس اژانس سره په مرکه کې وویل، اسلام اباد د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته بیړه نه لري. پاکستان چې د طالبانو عمده ملاتړی ګڼل کېږي، د نویمې میلادي لسیزې په دویمه نیمايي کې د هغو درېیو هېوادونو په ډله کې و، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی و. اوس چې واک د طالبانو له بیاواکمنېدو تر یوې میاشتې زیاته موده اوړي، هېڅ کوم هېواد یې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG