د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو 'ډېری امن خونې' تړل شوي


ارشیف، کابل کې یوه امن خونه
ارشیف، کابل کې یوه امن خونه

د تاوتریخوالي ځپلو مېرمنو لپاره هغه امن خونې چې ورته د سرپناه خوندي ځای بلل کېده، نور تړل شوي دي.

په افغانستان کې د امن خونو یو شمېر مسؤلین وایي، د طالبانو له حاکمیت سره د دوی کارونه په ټپه درېدلي او دغلته ساتل کېدونکې مېرمنې یې خپلو کورنیو ته ورسپارلې دي.

دغه امن خونې د طالبانو له چلند او د دغو مېرمنو دوسیو ته د رسېدنې لپاره د قضایي ارګان نشتوالي له امله تړل شوي.

د «ښځو غږ» په نوم یوه امن خونه چې څه باندې ٥٠ مېرمنو ته‌یې ځای ورکړی و اوس خپل فعالیت درولی دی.

د دغې ادارې یوه غړې چې نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي وایي، هماغه ورځ چې طالبانو کابل ونیوه دوی اړ شول چې مېرمنې خپلو کورنیو ته وروسپاري.

د نوموړې په وینا، دغې ادارې له کورنیو ژمنه اخیستې چې مېرمنو سره تاوتریخوالی ونه‌کړي، هغه ژمنه چې ښایي په اړه‌یې هېڅ ژمنتیا موجوده نه‌وي.

د تاوتریخوالي ځپلو مېرمنو لپاره هغه امن خونې چې ورته د سرپناه خوندي ځای بلل کېده نور تړل شوې دي.
د تاوتریخوالي ځپلو مېرمنو لپاره هغه امن خونې چې ورته د سرپناه خوندي ځای بلل کېده نور تړل شوې دي.

دا زیاتوي: "موږ دلته له ۵۰ څخه ډېرې قضیې درلودې، خو د مېرمنو په غوښتنه مو هغوی خپلو کورنیو ته وسپارلې او د کورنیو له‌خوا مو لیکلی تضمین ترلاسه کړ چې نور به ورسره ناوړه چلند نه‌کېږي او د طالبانو په حکومت مو چې کومې بې‌باورۍ درلودې موږ پرېکړه وکړه چې دفتر وتړو."

امن خونې په افغانستان کې له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې د بېلابېلو بنسټونو تر چتر لاندې تأسیس شوې دي.

له هغه مهال راهیسې تر اوسه څه باندې ۱۲ امن خونې په کابل، هرات او کاپیسا کې سلګونه هغو ښځو ته جوړې شوې چې د تاوتریخوالي له امله له خپلو کورونو وتلې.

خو هغه امن خونې چې فعالیت کوي اندېښمن دي چې طالبان به‌یې د فعالیت په تړاو څه پرېکړه کوي.

یو له دغو امن خونو څخه د افغان مېرمنو د وړتیاوو په نوم ده.

دا په اوسنیو شرایطو کې یوازنۍ امن خونه ده چې فعالیت کوي.

د دغې امن خونې مسؤله حبیبه سراج وایي، دا مهال په دغه امن خونه کې نږدې ٣٠ ښځې دي چې هېڅ ځای د تلو لپاره نه‌لري او هغه هېڅکله دا اجازه نه‌ورکوي چې بیا ځلې دا مېرمنې بې‌سرنوشته شي.

د مېرمن سراج په وینا طالبان څو ځلې د تلاشۍ لپاره راغلل، خو د دې خونې تړل کېدو لپاره کوم فشار ونه‌لګوه.

ارشیف، کابل کې د ښځو یوه امن خونه
ارشیف، کابل کې د ښځو یوه امن خونه

مېرمن سراج وايي: "دغه مېرمنې چې دغلته ژوند کوي بل چېرته د تلو لپاره هېڅ ځای نه‌لري، د دوی هر څه اوس موږ یو او په همدې خاطر موږ اړ یو چې دوی دلته وساتو."

مېرمنې امن خونو ته د تاوتریخوالي له وېرې او خپلو ستونزو او قضیو ته د رسېدو په هدف ورتلې چې د کورنیو او بهرنیو ادارو له لوري دغو مېرمنو سره د سرپناه برابرولو له لارې مرسته کوله.

اوس له مېرمنو سره د طالبانو له لوري له سخت‌دریځۍ ډک چلند او د ښځو چارو وزارت له تړلو سره د ښځو هیلې له‌منځه تللې دي.

طالبانو ویلي چې د دغو امن خونو د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه څېړنه کوي.

XS
SM
MD
LG