د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې نورزیه اتمر د امن په کور کې


د ولسي جرګې یوه پخوانۍ غړې چې د کورني تاوتریخوالي ښکار شوې له دې جرګې غواړي چې؛ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قانون تصویب کړي.

دا میرمن نورزیه اتمر نومیږي او دا مهال په کابل کې د امن په یوه کور کې ژوند کوي.

نورزیه وایي، له دوو کلونو راهیسې په امن خونه کې اوسیږي خو د کورنۍ لیرې والی یې ډیره ځوروي.

هرکله چې په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي خبره کېږي، نو داسې فکر کېږي چې؛ دغه تاوتریخوالی به هرو مرو له داسې میرمنو سره کېږي چې، له خپلو حقوقو نه وي خبره او یاهم په کلیو او بانډو کې ژوند کوي.

خو دا ځل له یوې داسې میرمنې سره تاوتریخوالی شوی چې پخوا د ښځو د حقونو ملاتړې وه، دا میرمن د ولسي جرګې پخوانۍ غړې نورزیه اتمر ده چې؛ اوس د امن په کور کې د عدالت په انتظار شپې ورځې تیروي.

اغلې اتمر وایي، د امن خونې ته وروسته له هغې راغله چې؛ میړه یې له حده زیات تاوتریخوالی ورسره کاوه.

دا وایي، میړه یې دومره وهله ټکوله چې د مرګ تر حده یې ورسوله.

له ډیر تاوتریخوالي او وهلو ټکولو وروسته ما دا تصمیم ونیو چې؛ زه له دې سړي سره ګزاره نه شم کولای، تر یوه حده مې د افغاني او مسلماني په صفت تحمل وکړ، کله یې چې شراب خوړل په ځان نه پوهیده، زه ېې له مختلفو تهدیدونو سره مخامخ کولم، مختلفو زخمونو سره، له چاقونه یې استفاده کوله، له بوکس او لغتو، په دیوال به یې ویشتلم، سر به مې له دیوال سره جنګوه، به ستوني به مې کېناسته.

نورزیه اتمر د ملي شورا په تیره دوره کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې وه، خو اوس مهال د ژوند کړۍ دومره په تنګه شوې چې له امن خونې پرته نورو ځایونو کې ژوند ورته ستونزمن ښکاري.

نوموړې وایي، شپږ میاشتې پرله پسې یې د میړه وهل ټکول وزغمل، بلاخره له کوره تیښتې ته اړه شوه او طلاق یې واخیست.

نورزیه وایي، له خپل خاوند سره یې یوازې شپږ میاشتې ژوند وکړ او دا دی له دوو کلونو را په دې خوا د امن په کور کې ژوند تیروي.

دا وایي له توریالي سره د خپلو پارلماني کمپاینونو پرمهال آشنا شوه او واده یې ورسره وکړ.

نورزیه وایي، له کله نه یې چې له خاوند څخه طلاق اخیستی نوره کورنۍ یې هم هیڅ پوښتنه نه کوي.

نوموړې وایي چې؛ د کورنۍ لرې والی یې ډیره ځوروي.

شپږ میاشتې دغه خشونت ما تحمل کړ، نو بلاخره مجبوره په دې شوم چې له دې سړي نه باید جدا شمه او له دې سړي نه باید زه طلاق واخلم، هماغه وو چې کابل ته راغلم، حقوقي ادارو ته ولاړم، ما خپل مشکل مطرح کړ او طلاق مې واخیست، متائسافانه زموږ ټولنه کې طلاق جرم دی، زه افسوس کوم که زما تقدیر بد نه وی کېدای شي فامیل مې له لاسه نه وای ورکړی.

نورزې اتمر د جلال اباد ښار په یوې سیمه يیزې راډیو کې کار کاوه، خو په ۲۰۰۵ کال کې په انتخاباتي سیالیو بوخته شوه او د خبریالۍ دنده یې پریښوده.

نورزیه د ولسي جرګې اوسنۍ دورې ته هم کاندیده وه، خو وایي چې کمې رایې یې وګټلې.

د نورزیې په لاسونو او غاړه کې د چاقو او وهلو ټکولو نښې نښانې له ورایه ښکاریدې، هغه وایي چې د امن په خونه کې د آرامۍ احساس کوي.

نورزیه وایي، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون چې دا مهال په ولسي جرګه کې دی باید تصویب شي.

نوموړې وایي، چې حکومت باید د امن خونې موجودیت هم همداسې وساتي او چاته اجازه ورنه کړي چې له منځه یې یوسي.

متاسفانه دې ته ډیره پریشانه یم، نه یوازې زه بلکې د افغانستان ټولې هغه ښځې چې له خشونت سره مخ کېږي نه پوهیږي چې چېرته مواجعه وکړي او چېرته له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي، دغه قانون زمونږ لپاره یوه ډاډګیرنه وه، که چېرې خدای نخواسته دغه قانون په قتل رسیږي یا په دار پورته کېږي، نه یوازې ماته بلکې ټولو ښځو ته چې په نظام کې دي د خطر یو زنګ دی.

نورزیه اتمر له مخابراتو وزارت سره د سلاکارې په توګه هم کار کوي، او د ورځې په پای کې بیرته د امن خونې ته ځي.

نورزیه وایي، اوس مهال حاضره هم نه ده چې له بل چا سره واده وکړي.

دا یوازې نورزیه نده چې د کورني تاوتریخوالي ښکار شوې، بلکې له دې وړاندې د سحرګل، ګل سکې او صابرې په څیر لسګونه نورې میرمنې هم له ورته تاوتریخوالي سره مخ شوي.
XS
SM
MD
LG