د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

پر امریکا تروریستي حملې؛ بلېنکن: دې بریدونو د امریکا د ژوند تګلوری بدل کړ


بلېنکن وویل چې دا د امریکا د تاریخ تر ټولو توره ورځ وه
بلېنکن وویل چې دا د امریکا د تاریخ تر ټولو توره ورځ وه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي چې پر متحدوایالاتو د سېپټمبر د یوولسمې بریدونو د امریکا د ژوند تګلوری بدل کړ.

شل کاله مخکې د سېپټمبر په یوولسمه په نیویارک کې د نړیوالې سوداګرۍ دوه لویې ودانۍ، په واشنګټن ډي سي کې پنټاګون یا دفاع وزارت او څو نور ځایونه د تروریستانو له خوا د تښتول شوېو الوتکو په وسیله په نښه شول. په دې پېښه کې د امریکايي چارواکو په وینا نژدې درې زره کسان ووژل شول.

دا پېښه نه یوازې په متحدو ایالاتونو بلکې په افغانستان کې د ژور بدلون باعث شوه ځکه امریکا القاعده شبکه په دې حملو تورنه کړه او په دې پلمه یې له پېښې څو اوونۍ وروسته پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو رژیم یې چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ته یې پناه ورکړې وه، وپرځاوه.

بلېنکن وویل امریکایانو په دې ورځ وښوده چې ځان څنګه بېرته جوړولای شي
بلېنکن وویل امریکایانو په دې ورځ وښوده چې ځان څنګه بېرته جوړولای شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په هغه غونډه کې چې پرون جمعه د سېپټمبر په لسمه په واشنګټن ډي سي کې جوړه شوې وه د دې پېښې په ورځ خپل او د امریکا د خلکو احساسات بیان کړل.

بلېنکن وویل چې دا د امریکا د تاریخ تر ټولو توره ورځ وه، خو هغه زیاته کړه، امریکایانو په دې ورځ وښوده چې ځان څنګه بېرته جوړولای شي: "نن دلته د دې لپار هم راغلي یو چې ښايي د سېپټمبر ۱۱مې تر بلې هرې پېښې زیات زموږ د ژوند تګلوری او له نړۍ سره زموږ تعامل بدل کړی وي. دې پېښې یو پوره نسل خدمت ته وهڅاوه، څوک خبریالان شول، څوک حقوقپوهان او د بشري حقونو مدافعان. ځینې په رضا کار ډول پوځ ته ولاړل. سلګونه زره کسان د خدمت لپاره افغانستان ته ولاړل. ۲۶۴۱ سرتېري مو ووژل شول. په دې سرتېرو کې هغه ۱۳ نارینه او ښځې هم شامل دي چې څو اوونۍ مخکې هغه مهال چې موږ خپل ماموریت هلته پای ته رساوه ووژل شول."

ټاکل شوې چې د امریکا په بېلابېلو ایالاتونو کې نن د دې ورځې په ویاړ ځانګړي مراسم جوړ شي.

په نیویارک کې به په دې مراسمو کې د پولیسو او د اطفایي د مامورینو د وژل شوېو افسرانو له کونډو او ماشومانو سره د مرستې د صندوق فعالان هم ګډون وکړي.

دا صندوق له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د سېپټمبر د ۱۱مې د حملو په نتیجه کې ناروغۍ ورته پیدا شوې دي.

دا ټولنه همدا راز د هغو کسانو د کورنیو له غړو سره ګوري چې په دې حملو کې وژل شوي دي.

د نیویارک د دوو دنګو نړېدلو ودانیو ځای چې د دې پېښې په یاد څلی په کې جوړ شوی له شلو کلونو وروسته لاهم د هغو توریستانو لپاره په زړه پورې دی چې د نړۍ له بېلابېلو سیمو څخه ورته راځي.

په دې ځای کې چې د دې حملې د څه کم درې زره قربانیانو نومونه په کې لیکل شوي دي، خلک راځي او په خپلو کمرو سیلفي تصویرونه اخلي. د امریکا نوي نسل ته د سېپټمبر د یوولسمې پېښه تر ډېره د تاریخ یوه برخه ده.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG