د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

د ملي مقاومت جبهه: مذاکرات د طالبانو د شخصي غوښتنو له امله وځنډول شوې


د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت د دوهمې جبهې یو شمېر غړي
د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت د دوهمې جبهې یو شمېر غړي

د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو ماتېدل او د پنجشېر په څنډو کې د تېرو څلورو ورځو راهیسې د جګړې شدت.

‎د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت د دوهمې جبهې د رسنیو د دفتر مشر فهیم دشتي وایي، د مذاکراتو د ماتې لامل د ښاغلي مسعود څخه د طالبانو شخصي غوښتنې وې.

‎هغه وايي چې د څوکۍ تخصیص او د طالبانو په حکومت کې شاملېدل هغه وړاندیزونه دي چې د طالبانو د ارشاد او دعوت کمېسیون مشر امیر خان متقي د ښاغلي مسعود سره د ټیلیفوني خبرو اترو له لارې مطرح کړل، خو د دشتي په وینا، د دې غوښتنو په ردولو سره ښاغلي مسعود د خپلو وګړو د حقونو او ازادیو په دفاع ټینګار کړی دی.

د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت د دوهمې جبهې د رسنیو د دفتر مشر فهیم دشتي
د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت د دوهمې جبهې د رسنیو د دفتر مشر فهیم دشتي

ښاغلی دشتي زیاتوي: "موږ د دې خبرو اترو په لړ کې د خلکو د بنسټیزو ستونزو د حل په لټه کې وو، په داسې حال کې چې مقابل لوري شخصي وړاندیزونه درلودل، د طالبانو په حکومت کې د افغانستان د ملي مقاومت د مشر حضور، ښاغلي احمد مسعود ته د څوکۍ او د دوی د اموالو او شتمنیو د ساتنې وړاندیزونه وړاندې کړل. د مقاومت جبهې د مشر ځواب دا و چې موږ د شخصي موقف، څوکۍ او مقام په لټه کې نه‌یو او زه په کابل کې شخصي ملکیت نه‌لرم. په څلورو ورځو کې ممکن مقابل اړخ ته ثابته شوې وي چې دوی نه‌شي کولای دا مسئله د جګړې له لارې حل کړي. د متقي پیغام دا و چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدو، خو که چېرې موږ د دې لپاره چې تسلیم شو او د خپلو خلکو له دفاع لاس واخلو د مقاومت دا جبهه مو نه‌رامنځته کوله."

د امیر خان متقي د غږیږ پیغام په ځواب کې، کوم چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، په‌کې د مقاومت جبهې څخه غوښتنه شوې چې وسلې په ځمکه کېږدي، خو ښاغلي دشتي وویل چې جبهه د تسلیمېدو اراده نه‌لري او طالبان به ونه‌شي کولای دا مسئله د جنګ له لارې حل کړي.

هغه ادعا کوي چې په تېرو څلورو ورځو کې د دې ډلې تر ۳۵۰ ډېر غړي وژل شوي او ۲۸۰ نفره نور ټپيان دي.

‎که څه هم طالبانو په دې اړه تازه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته څه ونه‌ویل.

‎خو ذبیح‌الله مجاهد ویلي و چې د ولایتونو د نیولو په برخه کې یې پرمختګ کړی او د مقاومت د جبهې وسله‌والو ته‌یې هم مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې یوه ورځ مخکې د طالبانو د ارشاد او دعوت مشر امیر خان متقي په یوه غږیز پیغام کې چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی وایي چې د مذاکراتو او تفاهم له لارې د پنجشېر د مسئلې د حل لپاره هڅې بې‌پایلې پاتې او هڅه کېږي چې د دغه ولایت مسئله د جګړې له لارې حل نه‌شي، د هغه په خبره د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې وسله‌والو د پنجشېر شااوخوا سیمې نیولې دي.

طالبان چې د کابل په ګډون په نږدې ټول افغانستان واک لري تر اوسه د پنجشېر ولایت د واک په نیولو نه‌دي بریالي شوي.

‎دغه ‌‌‌‌‌‌ډله د اګسټ په ۱۵مه کابل ته ننوتله او اسلامي امارت‌یې اعلان کړ او د نوي حکومت د جوړېدو پر سر پر خبرو اترو بوخته ده.

‎طالبان وایي د راتلونکي حکومت د جوړېدو په اړه خبرې وروستۍ شوې دي او ژر به د راتلونکي حکومت د جوړېدو اعلان وشي.

‎د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي ویلي چې په نوي حکومت کې به د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله د نظام د رهبر رول لوبوي.

XS
SM
MD
LG