د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

طالبانو لاهم د 'راتلونکي نظام او سیاسي جوړښت' په اړه اساسي خبرې نه‌دي پیل کړي


د ملا برادر په مشرۍ افغانستان ته راغلي یو شمېر طالب چارواکي
د ملا برادر په مشرۍ افغانستان ته راغلي یو شمېر طالب چارواکي

په کابل د طالبانو له واکمنېدو نهه ورځې تېرېږي، خو دا ډله لا هم نه‌ده توانېدلې چې هغه سیاسي تشه ډکه کړي، کومه چې له افغانستانه د وتلي جمهور رئیس غني وروسته جوړه شوې.

د راتلونکي نظام برخلیک او د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل، د طالبانو پر وړاندې دوه مهمې ننګونې دي چې په دې برخه کې یې د افغانانو په ګډون، نړیوال هم د دې ډلې عمل ته ځیر کړي دي.

که څه هم طالبانو له لومړۍ ورځې هر څه ژر د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو او د راتلونکي نظام د برخلیک په اړه ژمنه کړې، خو لا د دې ژمنې په پوره کولو نه‌دي بریالي شوي.

تازه د ملي مصالحې عالي شورا او له طالبانو سره په خبرو د بوختو له ډلې دوو معتبرو سرچینو چې د موضوع د حساسیت له امله‌یې نه‌غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، دا خبرې لا په لومړنیو پړاوونو کې دي.

د دوی له قوله "د راتلونکي نظام په ګډون د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو په برخه کې بنسټیز بحثونه لا نه‌دي پیل شوي."

سیاسي فعال شهزاده مسعود چې له طالبانو سره د کېدونکو مذاکراتو د غونډو ګډونوال دی، هم دا خبره تأییدوي.

شهزاده مسعود
شهزاده مسعود

ښاغلي مسعود د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۰۲» ازادي راډیو ته وویل: "دا خبرې اوس دوام لري، خو هغې اساسي مرحلې ته چې د ټول‌ګډونه حکومت جوړښت دی، د نظام په پښو درولو خبره ده، دې ‌ته متأسفانه لا نه‌یو دننه شوي. هیله لرم چې د خلکو د ډاډ لپاره ژر تر ژره ټول لوري لاس په کار شي."

طالبان هم مني چې د نوي حکومت د جوړېدو او د راتلونکي نظام د برخلیک د معلومېدو په برخه کې په مشخص ډول پرمختګ نه‌دی شوی، خو هیله ښيي چې ژر به یوه یوه پایله ورکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل، په لنډ وخت کې به یو ترتیب چمتو او اعلان شي.

ښاغلی نعیم زیاتوي: "په مشخص ډول نه‌شم ویلی، خو هڅې روانې دي. هیله ده چې په لنډ وخت کې ترتیب برابر او اعلان شي. تر اوسه پورې هڅې روانې دي او خبره وروستۍ شوې نه‌ده."

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

هاخوا فارین پالېسي خپرونې په یوه مطلب کې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، ښايي د افغانستان حکومت د جمهوریت او امارت له عنوانونو پرته د یوې ۱۲ کسیزې ډلې له لوري رهبري شي چې حکومتي چارې مخ‌ته بیايي.

فارین پالېسي لیکي، د دې شورا د غړیتوب لپاره تر دې دمه ملا برادر، ملا یعقوب، خلیل‌الرحمن حقاني، پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی، عبدالله عبدالله، حنیف اتمر او ګلبدین حکمتیار ټاکل شوي دي او د پاتې نورو کسانو د انتخاب لپاره بحثونه روان دي.

طالبانو بیا د دې موضوع په اړه خپل دریځ روښانه نه‌کړ، خو دا ډله ژمنه کوي چې راتلونکی حکومت به د یوه داسې استازولۍ ښکارندوی وي چې د افغانستان ټول قشر په‌کې ځان وویني، هغه څه چې دوی یې همه شمول حکومت نوموي.

خو د نظام برخلیک بیا نامعلوم دی او دا هم معلومه نه‌ده چې د نوي حکومت جوړښت به څه ډول او اډانه به‌یې څه ډول وي.

له افغانستان د وتلي جمهور رئیس غني یو مهم تمرکز پر جمهوریت و، هغه څه چې واک د ټاکنو له لارې له یوه ځای‌ناستي بل ته لېږدوي، خو معلومه نه‌ده چې طالبان به د څه ډول جوړښت بنسټ کېږدي.

له افغانستانه وتلی ولسمشر محمد اشرف غني
له افغانستانه وتلی ولسمشر محمد اشرف غني

له دې ډلې د نړیوالې ټولنې غوښتنه هم دا ده چې د خپل مشروعیت ترلاسه کېدو لپاره باید د افغانانو غوښتنو ته پام وکړي او د بشري حقونو په ګډون هغه لاسته راوړنې وساتي چې افغانانو تېرو ۲۰ کلونو کې ترلاسه کړې دي.

XS
SM
MD
LG